د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « اردوغان : د خپل ځان او دوستانو په خاطر مبارزې ته دوام ورکوو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې لکه څرنګه چې مو په سوریه کې د بې ګناه او مظلومو خلکو د فریادونو او ظلمونو په اړه بې تفاوته پاتې نشو او د لیبیا د مشروع حکومت د مرستې او همکارۍ غوښتنې ته مو لبیک ویلی دی همداشان په اذربایجان کې هم د وطن نه د دفاع د هلو ځلو نه قوي ملاتړ کوو. ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د خپل ځان او دوستانو لپاره په هره برخه کې چې لازم وي په مبارزه کې د ذرې په اندازه تردد نه کوو.
د سټار ورځپاڼې « د یرغلګر ارمنستان ملاتړ کوونکو ځواکونو ته قوي پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې او اذربایجان ګډو پوځي تطبیقاتو کې د اذربایجان په رسنیو کې پراخه انعکاس موندلی دی. د اذربایجان په رسنیو کې په خپرو شوو خبرو کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې پداسې یو حساس وخت کې د ترکیې او اذربایجان ګډو پوځي تطبیقاتو د یرغلګر ارمنستان نه ملاتړ کوونکو طاقتونو ته ښکاره پيغام ورکړ. همداشان ددې تطبیقاتو کې د باکو او انقرې ترمنځه په پوځي برخو کې د ډیرو عالي همکاریو په برخه کې د مهم ګام په توګه یادونه شوې ده .
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې ډرون الوتکې به د اروپايي ټولنې په پوځ کې دنده ترسره کړي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د دفاعي صنایعو شرکت اسووا لخوا چې د لرې نه د درک او کنټرول په تکنالوژۍ سمبال ډرون الوتکې تولیدوي د چین د وسلو ځواکونو نه وروسته اوس اروپايي ټولنې د غړي یونان پوځ ته داخلیدو ته چمتوالی نیسي. نوموړي ترکي شرکت د یونان د دفاع وزارت سره د ۵۰ ډرون په اړه د تړون لومړی قرارداد لاسلیک کړ.
د صباح ورځپاڼې « اوروچ رئیس په مدیترانه کې نوې دندې ته تیاری نیسي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د اوروچ رئیس د انرژۍ د پلټنو تحقیقاتي کښتۍ په ختیځې مدیترانه کې نوې دندې په خاطر د انتالیا په بندر کې لنګر واچو. نوموړې کښتۍ چۍ ددینه مخکې په توره بحیره او مارمارا کې تحقیقاتي فعالیت ترسره کړی وو د یو څه مودې راهیسې په ختیځه مدیترانه کې فعالیت ته دوام ورکوي.
دا کښتۍ په ختیځې مدیترانه کې نوې دندې ته انتظار باسي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې تر ټولو مشهور سل خوندونه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ د څلورو ګوډونو نه د خوړو مینه وال د معتبرو مکانونو او عنعنوي شیریني ګانو د مشهورو په خاطر نوي خوندونه او لذتونه کشف کړي دي. همداشان ددې سره سم د ترکیې د سلو مشهورو خوندونو لست کې هم تغیرات راغلي دي. همداشان پدې لست کې د ترکیې د سړک د خوړو نه نیولې د عثماني امپراتورۍ د ماڼۍ د خوړولو پورې یو زیات شمیر خوړو او شیرني ډولونو پدې لست کې ځای نیولی دی.