د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1459420
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې « د لیبیا په مسئله کې غوڅ دریځ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې نه د چا حق خورو او نه هم خپل حق چا ته پریږدو. په زور وي‌ او که رضا خپل حق اخلو. په همدې ډول به خپل دریځ ته دوام ورکړو. ولسمشر اردوغان وویل چې د لیبیا روان حالات د نږدې نه تعقیبوي او پدې مسئله کې غوڅ دریځ لرو.

 

د صباح ورځپاڼې « ترکیه په ختیځې مدیترانه کې خپلو حقونو پلټنې ته به دوام ورکړي» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د یاوز او فاتح په نامه  د انرژۍ  پلټنې کښتیو سره پلټنو چارو ته دوام ورکوي. هغه وویل چې د ترکېې دې حملې په ختیځ مدیترانه کې جوړ شوي‌ ټول شوم پلانونه شنډ کړل. ولسمشر اردوغان وویل چې مونږ د چا نه  اجازه اخیستو ته اړتیا نلرو. مونږ نړۍوال سمندري‌ حقوقو په رڼا کې او په ختیځه مدیترانه کې چې زمونږ څه حق وکړي پدې برخه کې مې مخکې هم ګامونه اوچت کړي‌ دي او ددینه وروسته به يي هم اوچتولو ته دوام ورکړو.

 

د حریت ورځپاڼې « اردوغان او مرکل ټيلیفوني‌ خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جرمني د لومړۍ وزیرې انګیلا مرکل سره ټیلیفوني‌ خبرې وکړې.

د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ د عامه اړیکو ریاست ویلي دي‌ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیر ماښام د جرمني‌ د لومړۍ وزیرې سره د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې.

پدې ټيلیفوني‌ خبرو کې دواړو مشرانو د لیبیا او سوریې په وروستیو پرمختګونو او وضعیت، اقتصادي‌ او ګرځندوی په ګډون په یو زیات شمیر مسئلو خبرې وکړې.

همداشان دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو د ودې په مسئلې هم په هر اړخیزه توګه بحث وکړ.

ولسمشر اردوغان او مرکل د نوي‌ ډول کرونا ویروس پر خلاف د مبارزې او د نوموړي‌ ساري ناروغۍ نه د وروسته د ترسره کیدونکو همکاریو په ابعادو خبرې وکړې.

 

 

د ینې شفق ورځپاڼې « علیوف : د ترکیې د خلکو سره زمونږ مینه او محبت کوم پټ راز ندی » د سرلیک لاندې لیکلي‌ دي ، د اذربایجان ولسمشر الهام علیوف د ارمنستان لخوا پر اذربایجان د بریدونو د ترسره کیدو په مسئله کې  د اذربایجان نه د قوي‌ ملاتړ ښودلي‌ د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان نه مننه وکړه. هغه وویل چې د ترکیې  ملت سره زمونږ مینه او محبت کوم پټ راز ندی. هغه وویل چې ترکیه او اذربایجان دوه ورورنه هیوادونه دي‌ چې تل به په همدې شان د یو بل نه ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه د ولسمشر اردوغان لخوا د اذربایجان نه د قوي مرستې او ملاتړ له امله مننه وکړه.

د وطن ورځپاڼې « د ترکېې ځايي او ملي‌ موټر د انګلستان په رسنیو کې د پام وړ انعکاس موندلی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ټیلیګراف ورځپاڼې د ترکیې د ځايي‌ او ملي موټرو د تولید د فابریکې په اړه خبر ته پراخه ځای ورکړی دی. یادې ورځپاڼې دا  خبرې  د ورځې د مهم خبر په توګه نشر کړی دی. په خبر کې راغلي‌ دي‌ چې د ترکیې ځايي او ملي موټر د تولید فابریکه د بورسا ولایت. د ګیملیک په ولسوالۍ کې جوړیږي.



اړوند خبرونه