د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې ” په شمالي مقدونیا کې تر ټولو مشهور او خلکو ته ګران مشر ولسمشر اردوغان ټاکل شوی “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په شمالي مقدونیا کې په ترسره شوې نظرپوښتنه کې تر ټولو د مشهور او خلکو ته د ګران بهرني ولسمشر په توګه ټاکل شوی دی. د ویلو ده چې په نظر پوښتنه کې د ګډون کوونکو ۶۰ سلنه د نړۍ د مشرانو په لست کې ولسمشر اردوغان انتخاب کړی او خپله رای اردوغان ته ورکړې.
د ینې شفق ورځپاڼې ” اضافه ځواکونه به واستو او سیمه به د خپل کنټرول لاندې راولو“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار چې د ناټو سازمان په غونډه کې د ګډون په موخه د بلجیم پلازمینې بروکسل ته تللی هلته يي په ادلب کې د روانو بریدونو په اړه وویل " ترکیه په ادلب کې دوامداره اوربند ته د زمینې برابرولو په خاطر سیمې ته اضافه ځواکونه استوي. سیمه به تر کنټرول لانډې ونیسو. په ادلب کې به د افراطي ډلو په ګډون د ټولو هغه ډلو پر خلاف چې د اوربند نه سرغړونه کوي د پوځي عملیاتو نه کار واخیستل شي او هر سړی به اوربند ته اړ کړو. پدې اړه به هر دول تدابیر ونیول شي.
د صباح ورځپاڼې ” د ۲۱ میاشتو ریکارډ“ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د صنایع او تکنالوژۍ وزیر مصطفی ورانک ویلي دي چې د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د ترکیې د صنایع تولیداتو کچه ۸ عشاریه ۶ سلنې په لوړیدو سره يي د ۲۱ میاشت ریکارډ مات کړ.
هغه وویل چې دا وده په دوامدارې ودې د بدلولو په خاطر مو په تولیداتو کې ودې ته ډیره توجه کړې ده . د یو داسې کال لپاره کار کوو چې تولیداتو وده پکې لوړه وي، ریښتنې سکتور پکې لا قوي وي او د استخدام پکې مخ په لوړیدو وي کار کوو.
د وطن ورځپاڼې ” د استانبول په هوايي ډګر کې ماشومانو ته د ریکشا خدمت “ د سر لیک لاندې لیکلي دي، د استانبول په هوايي دګر کې د داخلي او خارجي الوتکو په ترمینلونو کې د ماشومانو والا مساپرو لپاره په وړیا توګه د ماشومانو د ریکشا خدمات پیل شول. په هوايي دګر کې د صفر او ۶ کلونو ترمنځه ماشومانو ته په وړیا توګه د ګرځیدو په خاطر د ماشومانو ریکشا ورکول کیږي.
د حریت ورځپاڼې ” په غیرې قانوني توګه د ترکیې نه تښتول شوي تاریخي اثار بیرته ترکیې ته راوړل کیږي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزارت د ترکیې د اسپارتا ولایت تاریخي اثار چې په غیرې قانوني توګه د هیواد نه بهر ته قاچاق شوي وو بیرته هیواد ته راستنوي. د نوموړو اثارو نه یو هم لحد تیګه ده چې لرغرونوالی د میلاد نه مخکې د ۲ نه تر ۳ زرو کلونو پورې رسیږي. ویل کیږي دا د لحد تیګه د موټر په څیر چې د انګلستان نه به ترکیې ته راوړل شي.