د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ” ولسمشر اردوغان : زمونږ په سرتیرو د برید بیه به ډیره ګرانه پرې کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې د سوریې د ادلب په سیمه کې د ترکي ځواکونو د څار په نقطې د برید بیه به د بشار اسد په رژیم ډیر سخته پرې کړو.
" د سوریې رژیم ته لازم ځواب په ډیره لوړه کچه وړکړ شوی دی. د رژیم ځواکونو ته په ځانګړې توګه په ادلب کې ډیره سخته سزا ورکړ شوې ده. د خپلو اعمالو په سزا رسول شوي دي خو دا کافي نده. دا لړۍ به دوام وکړي.
د حریت ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې روسیه او ایران چې د سورېې د رژیم ضمانت کوونکي دي باید ادلب د بریدونو مخه ونیسي . هغوې باید ددې بریدونو مخه ونیسي.
د سټار ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر فاتح دونمز وویل چې د ترکیې د تیلو په سکتور د ملي والی په خاطر چارې ګړندۍ شوي دي. د ترکیې د نفتو ملي شرکت هغه تکنالوژي چې استفاده ترینه کوي په کامله توګه د ملي کولو په برخه کې کار کوي. انشاالله چې د ترکیې د نفتو شرکت به د دولتي او خصوصي همکاریو په مرسته د نړۍ دمهمو شرکتونو په منځ کې داخل کړو.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي چې د ترکیې د هوايي شرکت ترکش ایرلاین یو ستر بری ترلاسه کړ. د اروپا د هوايي سیروسفر د تشکیلاتو لخوا د خپور شوي بیان له مخې د ترکیې د ملکي هوايي شرکت ترکش ایرلاین شرکت په ورځ کې د ۱۳۳۱ الوتنو سره په اروپا کې تر ټولو زیات سفر کوونکی دریم لوی شرکت دی.
ترکش ایرلاین په اروپا کې تر ټولو لوی دریم لوی شرکت وټاکل شو.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي چې ترکیې تیر کال په نړۍ کې تر ټولو زیات ګرځندویانو کوربه توب کوونکی شپږم هیواد دی.
د نړۍ د ګرځندوی د سازمان د شمیرو له مخې ترکیې په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ۵۲ عشاریه ۵ تنو ګرځندویانو کوربه توب کړی دی. پدې ډول ترکیه د نړۍ شپږم هیواد دی چې تر ټولو ډیر ګرځندویانو کوربه توب يي وکړ.
په لومړي کتار کې فرانسې د ۹۰ میلیونو تنو ګرځندویانو سره ترلاسه کړی دی.