د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1314649
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې ” د ترکېې او لیبیا ترمنځه  تړون  “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، ترکیې او لیبیا  په سمندر کې د خپلو سیمو د معلومولو په اړه تړون لاسلیک کړ. د ویلو ده چې د ترکیې او لیبیا ترمنځه لاسلیک شوی دا تړون به  د یونان او سویلي قبرس لخوا د تیرو ۱۵ کلونو راهیسې  روانو د نړۍوالو قوانینو سره په ټکر کې  اقداماتو ته  د پای ټکی کیږدي. ددې تړون له مخې ترکیه او لیبیا په سمندر کې سره ګاونډیان  شول. ترکیه ددینه وروسته په ختیځه مدیترانه کې ټول  هغه پرمختګونه چې دترکیې منافع د خطر سره مخامخوي  په مقابل کې د ګیریت ټاپو  نه په اعتبار سره  دریدلی شي.

د صباح ورځپاڼې ” چاوش اوغلو : ماکرون  د ترهګرو حمایت کوونکی دی “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو ویلي دي چې  د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون غوښتل چې  د سوریې په شمال کې  یو ترهګریز دولت جوړ کړي چې ترکیې د سولې چینې د عملیاتو سره د هغه پلانونه او خیالونه په سیند لاهو کړل. چاوش اوغلو  د ماکرون د وروستیو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود او وویل چې د ماکرون څرګندونې  زمونږ لپاره د ذرې په اندازه اهمیت  نلري ځکه چې هغه  د ترهګرو حمایت کوونکی  دی.

د سټار ورځپاڼې ” البیرق  په پانګه والو غږ وکړ چې  په ترکیه کې د پانګه اچونې فرصت د لاسه مه ورکوۍ “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د ترکېې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق  وویل چې  په اقتصادي برخو کې د اوچتو شوو مهمو ګامونو او نیول شوو قوي تدابیرو  له کبله  د ۲۰۱۹ کال  اقتصادي تابلو  د اټکلونو نه ډیر  ښه  او مثبته ده. هغه وویل چې  اقتصاد د ځان په راټولو پیل کړی دی او په قوي توګه به ودې ته دوام ورکړي. هغه  په نړۍوالو پانګه والو غږ وکړ چې  د ترکیې  ستراتیژیک موقعیت  او فرصتونه د لاسه مه ورکوۍ. ځکه چې ترکیه  د بااستقراره  او ځواکمن  اقتصادي  بڼسټ  سره  په ډیرو  ثابتو ګامونو  خپلو ټاکلو هدفونو پر لورې روان دی. د ترکیې فرصتونه د لاسه مه ورکوۍ. هغه څوک  چې دا فرصت د لاسه ورکوي هغه به وروسته  ډير سخت پښیمانه شي.

د خبرترک ورځپاڼې ” موبییوس : ترکي لیرې واخلۍ  او ګټه وکړۍ “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ په کچه مشهور د پانګه والۍ متخصص  مارک موبییوس  پانګه والو ته په ترکی لیرو د معاملې کولو توصیه وکړه. د ویلو ده چې نوموړی د باسفورس  په غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغلی دی.

هغه دلته  پانګه والو ته په خطاب کې وویل " که چیرې  په لاس کې  ترکي لیرې ولرۍ  نو په یو ښه ترکي شرکت کې سرمایه ګذاري وکړۍ.  د هغه کسانو نه چې ډالر  ساتې  تاسې  ډیر ګټه کولای شۍ. هغه  د بیلګې په توګه ترکیې د هوايي کرښو د سرکت  ترکش ایرلاین د بریالیتبونو نه یادونه وکړه. هغه ویل که چیرې د ترکيې یو شرکت  پدې اندازه  وده کولای شي  ایا  ترکیه  څه کولای شي؟

د حریت ورځپاڼې ” فیفا د فوټبال د لوبډلو درجه بندي  اعلان کړه “ د سرلیک لاندې  لیکلي دي، د فیفا لخوا د خپور شوي لست  له مخې د ترکیې د فوټبال ملي لوبډله د نوامبر په میشت کې د نړۍ ۲۹ مه  لوبډله ټاکل شوې ده . د ترکیې د فوټبال لوبډلې  د تیر لست په پرته  پرمختګ کړی دی.

 



اړوند خبرونه