د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپانې ” اکار: د ۱۴۵ کیلومترو په اوږدوالي او د ۳۰ کیلومترو په ژوروالي سره د امن سیمه جوړه شوه “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار وویل چې په سوریه کې د سولې چینې عملیاتو په نتیجه کې د ۱۴۵ کیلومترو په اوږدوالي او ۳۰ کیلومترو په ژوروالي سره د امن سیمه جوړه شوې ده . هغه وویل چې د سولې چینې د عملیاتو د سیمې د ختیځ او لویدیځو برخو نه وخت نا وخته د ترهګرو لخوا بریدونه کیږي. د نوموړو عملیاتو په نتیجه کې تر اوسه پورې ۴ زره ۲۱۹ کیلومتره سیمه د څه باندې ۶۰۰ کلو سره د ترهګرو نه په کامله توګه تصفیه شوي دي.
د وطن ورځپاڼې ” د بهرنیو چارو وزارت لخوا د یونان لومړي وزیر ته ډیر سخت ځواب “ د سرلیک لاندې لیکلي دي،ترکیې د یونان د لومړي وزیر لخوا د ترکیې په اړه د غلطو او ناسمو څرګندونو په اړه ډیر سخت غبرګون وښود. د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یونان د لومړي وزیر د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې " یونان حکومت باید د هر څه نه مخکې د کډوالو لپاره د ژوند کولو شرایط چې د نړۍوالو سازمانونو لخوا ثبت شوي دي انساني کړي. کډوالو سره لازمې مرستې وکړي او په کمپونو کې د ضد انساني شرایطو په نتیجه کې د کډوالو د ماشومانو د مړینې مخه ونیسي.
د صباح ورځپاڼې ” د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې ترکیه د کرنیزو حاصلاتو په برخه کې په نړۍ کې په اوم او په اروپا کې بیا په لومړني کتار کې ځای لري.
ولسمشر اردوغان دا څرګندونې د بیشتپې د کانګرې او کولتور په مرکز کې جوړه شوې د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو په دریمه شورا کې وکړې.
هغه وویل چې " فندق ، ګیلاس ، خوبانۍ او بویې په تولیداتو کې په نړۍ کې په لومړي کتار کې ځای لري. ترکیه د نړۍ ۱۹۵ مختلفو هیوادونو ته ۱۶۹۰ مختلف کرنیز توکي صادروي. "
ولسمشر اردوغان وویل چې د نړۍ تر ټولو ستره دریمه د زراعتي تخمونو بانک مو په انقره کې پرانیست. پدې بانک کې ۲۵۰ زره ډولونه شتون لري.
" د تخمونو صادرات مو ۱۱ برابره لوړ شوی او ۱۰۲ زره ټنو ته رسیدلی دی. زمونږ د صادراتو رقم ۱۵۲ میلیونه ډالره لوړ شوي دي. "
د حریت ورځپاڼې ” د مصرف کوونکو د اعتماد اندکس اعلان شو “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د احصایې ادارې د نوامبر په میاشت کې د مصرف کوونکو د اعتماد اندکس اعلان کړ. په خبر کې راغلي دي چې سږ کال د نوامبر په میاشت کې د تیر کال همدې میاشتې په پرتله د مصرف کوونکو اعتماد ۵ عشاریه ۲ سلنه لوړ شوی دی.
د سټار ورځپاڼې ” ترکیې د شاتو د صادراتو نه په لسو میاشتو کې ۱۸ میلیونه ډالره عواید ترلاسه کړي “ د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه چې د نړۍ څلورو ګوټونو ته شات صادروي د روان کال د جنوري او اکتوبر د میاشتو ترمنځه د شاتو د صادراتو نه ۱۸ میلیونه ۴۰۶ زره امریکايي ډالره عواید ترلاسه کړي دي.
ترکیه تر ټولو زیات شات جرمني ته صادروي.