د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « ولسمشر اردوغان : اړوند وزیرانو ته مو هدایت ورکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ګرجستان د ولمړي وزیر جیورجي ګاخاریا سره د لیدنې نه وروسته په څرګندونو کې وویل « د دواړو هیوادونو بهرنیو چارو وزیرانو ته د ورکړل شوو هدایتونو په اساس به په ډیره نږدې موده کې د دواړو هیوادونو ترمنځه د ستراتیژیکو همکاریو د شورا غونډه جوړه شي.»
ولسمشر اردوغان وویل چې ستراتیژیکې همکارۍ یواځې د دوو هیوادونو له پلوه نه بلکې د سیمې له پلوه هم ځانګړی اهمیت لري . ډیره ښه نتیجه لري.
د حریت ورځپاڼې « د بهرنیو چارو وزارت لخوا د فرانسې پر خلاف سخت غبرګون » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې د فرانسې لخوا د سولې چینې د عملیاتو په اړه پریکړې په کلکه توګه وغندلې. د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي دي، فرانسې چې غوښتل د سوریې په خاوره کې د ترهګرو دولت جوړ کړي او دا پلان يي شنډ او په سیند لاهو شو د ډیرې ناهیلۍ له امله يي د ترکیې پر خلاف دا تصمیم نیولی دی. دا خبره ټولو ته ښکاره ده.
د صباح ورځپاڼې « د دفاع د وزیر څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار پرون د سوریې سره په پوله کې په صفري نقطه کې د ترکیې د وسله والو ځواکونو نه لیدنه وکړه. هغه د صفري نقطې نه د سوریې د تل ابیض په ښار کې د ترکي ځواکونو سره د مخابرې له لارې خبرې وکړې او پر هغوې يي غږ وکړ چې هره شیبه د هر څه لپاره پوره چمتوالی ولري. هغه وویل چې داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د ترکیې پر مبارزې سترګې پټول او دا مبارزه نادیده نیول په اصل کې ستر جهالت ، ړوندتوب او ښکاره کینه کول دي.
د سټار ورځپاڼې « البیرق : د لومړي ځل لپاره به انفلیشن د پنځه سلنې نه راټیټ شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د مالاتیا ولایت د سوداګرۍ نړۍ په غونډه کې وینا وکړه.
هغه وویل چې د ترکیې د نوي اقتصادي پروګرام په چوکاټ کې د ترکیې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره انفلیشن کچه د ۵ سلنې نه راټیټه شي. هغه وویل چې انشاالله ۲۰۱۹ کال به اقتصادي ودې سره پایته ورسو.
د خبرترک ورځپاڼې « صبیحه ګوکچن هوايي دګر په لسو کلونو کې د ۲۴۰ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب کړی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول د صبیحه ګوکچن په هوايي دګر کې د ۲۰۰۹ کال د اکتوبر په ۳۱ مه نيټه د جوړ شوي نوي ترمینل د ودانۍ نه راپدیخوا یاد شوي هوايي ډګر په تیرو لسو کلونو کې د ۲۴۰ میلیونو تنو مساپرو کوربه توب کړی دی. ددې هوايي ډګر نه ۲۴۰ میلیونو تنو مساپرو الوتنه کړې ده .
د ویلو ده چې صبیحه ګوکچن هوايي ډګر د ریشتر په کچه د ۸ درجو د لویوالي د شدت په مقامت جوړ شوی دی.