د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « اف ۱۶ جنګي الوتکو په سوریه کې الوتنې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د ترکیې اف ۱۶ جنګي الوتکو د ختيځ غوڅ ملاتړ د عملیاتو په چوکاټ کې د سهار په لسو بجو او د غرمې په ۱۲ د سوریې په هوايي حریم کې الوتنه وکړه.
د صباح ورځپاڼې « د کرنۍ وزیر : چین ته د شیدو د صادراتو په برخه کې د نوموړي هیواد سره تړون وشو » د سرلیک لاندې لیکلي د ترکیې د کرنۍ او ځنګلونو وزیر بکر پاکدیمیرلي وویل چې چین ته د شیدو د صادراتو په خاطر د نوموړي هیواد سره د تفاهم وشو. وزیر دا څرګندونې پرون په استانبول کې جوړه شوې د لبنیاتو د فدراسیون په نړۍواله سرمشریزه کې وکړه. هغه وویل چې ترکیه د منځني ختیځ نه سربیره لرې ختیځ کې پرتو هیوادونو ته هم د لبنیاتو صادرات کوي چې پدې چوکات کې د چین سره هم تفاهم وشو.
د وطن ورځپاڼې « د ترکش ایرلاین د نوې الوتکې نوم وټاکل شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي کرښو شرکت ترکش ایرلاین په خپلې نوې ای ۳۲۱ ډوله ایربس الوتکې د سیوري هیسار نوم کیښود. د ترکش ایرلاین شرکت د رسنیو د څانګې مشاور خبري رسنیو ته ویلي دي چې الوتکه تسلیم شول او د سیوري هیسار نوم يي پرې ایښی دی.
د سټار ورځپاڼې « استانبول هوايي دګر د پولنډ لپاره ښه الهام شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د پولنډ د بڼسټیزو چارو مرستیال وزیر میکولاژ ویلډ ویلي دي چې د وارسا ترڅنګ جوړیدونکي د مرکزي هوايي ډګر لپاره يي د ترکیې د استانبول د هوايي ګر د دولت او خصوصي شرکتونو ترمنځه د شراکت او په مالي برخه د یاد شوي هوايي ډګر پروژه څیړې ده . هغه ویلي دي چې غواړي ددې پروژې نه ګټه پورته کړي ځکه چې دا پروژه د ټولو لپاره الهام ورکوونکې ده. همداشان د استانبول د هوايي ډګر په پروژه کې د ګډون کوونکو شرکتونو سره هم خبرې کوو.
د خبرترک ورځپاڼې « امریکايي سندرې غاړې دیلا میلس د مولانا جلال الدین د زیارت زیارت وکړ.
امریکایي سندرغاړې د قونیې ولایت په بلنه د د موسیقۍ په فیستیوال کې د ګډون په خاطر قونیې ته راغلې ده.
هغې په قونیه کې د د مولانا محمد بلخي د زیارت زیارت وکړ.
امریکايي سندر غاړې چې اوس مسلمانه شوې ده د نوموړي هیواد په ترڅ کې په زړه پورې سندرې اجرا کړې او په فیستیوال کې ګډون وکړ.