د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

1145069
د ترکیې د ورځپاڼو سرتکي

 

د صباح ورځپاڼې « خلوصي اکار د خپل یوناني سیال سره ولیدل »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار  پرون  د یونان  د دفاع وزیر سره  ولیدل. خلوصي اکار چې  د ناټو سازمان د غړیو هیوادونو د دفاع د وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه د بلجیم پلازمینې  بروکسل ته سفر کړی دی ددې غونډې په چوکاټ کې د یو زیات شمیر هیوادونو د دفاع د وزیرانو سره  لیدنې کړي دي. د یونان د دفاع د وزیر سره  په موجودو  ستونزو خبرې کړي دي.

د خبرترک ورځپاڼې « ونزویلا ته صادرات  درې برابره  ډیر شوي »  د سرلیک لاندې لیکلي، د ترکیې نه  ونزویلا ته صادرات  په ۲۰۱۸ کال کې د ۲۰۱۷ کال په پرتله  ۲۲۲ سلنه لوړه شوي دي. دا صادرات  د ۱۲۰ میلیونه ۸۰۰ زرو ډالرو ته  لوړ شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې  ترکیې  ونزویلا ته  ډیری  خوراکي توکي صادر کړي دي. ترکیې  تر ټولو زیات  ونزویلا ته مکروني  صادر کړي دي. په دویم کتار کې  غوړي او په دریم کتار کې  وړه قرار لري.

د وطن ورځپاڼې « تکنوفست نندارتون نیټه  معلومه شوه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍ تر ټولو  لوی دویم هوانوردۍ  فیستیوال  تکنوفست استانبول  د هوانورۍ، فضايي چارو او تکنالوژۍ نندارتون  سږکال  د سپټمبر په ۱۷ مه نيټه  د پنځو ورځو لپاره  د اتاترک  په هوايي ډګر کې جوړیږي.

تمه کیږي چې سږ کال  ددې نندارتون او فیستیوال نه  تر یو میلیون تنه  ډیر کسان  لیدنه وکړي.

همداشان  ددې فیستیوال په چوکاټ کې به  د ځوانانو د تشویق په خاطر  د تکنالوژۍ په برخه کې په ۱۹ جلا جلا  ګټګوریو کې  سیالۍ  جوړې شي.

د حریت ورځپاڼې « د ایراني ګرځندویان د ژمنیزو رخصتیو په خاطر ترکیې ته ترجیح ورکوي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، سږ کال  په زرګونو تنه  ایراني ګرځندویان  د ژمنیزو رخصتیو د تیرولو په خاطر  د ترکیې د ایرزوروم  ولایت  د پالان دوکن سیمې ته  راغلي دي. د ویلو ده چې  د پالان دوکن  په سیمه کې  هوټلونه  ډک شوي دي. دا سیمه  چې  د سکي بازۍ  د ډیرو  اوږدو او خوندي  ځغاست لیکو د درلودو سره  ځانګړی  شهرت  لري  په ځانګړې توګه  د ایراني ګرځندویانو  د خوښې په سیمې بدله شوې ده .

د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د وسله وال ځواکونو  نوې جنګۍ بیړۍ به  په نږدې راتلوونکې کې سمندر ته ښکته کړی شي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت  ویلي دي چې  د ټي سي جي انادولو په نامه  جنګۍ د هجوم  بیړۍ  چارې په وروستیو  مرحلو کې قرار لري. تمه کیږي  چې دا بیړۍ به د روان کال  په لومړنیو میاشتو کې  سمندر ته ښکته کړي.

د ویلو ده چې دا جنګۍ بیړۍ  د ترکیې  تر ټولو  د لویې جنګي بیړۍ  په توګه جوړه شوې ده .



اړوند خبرونه