د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حریت ورځپاڼې « په استانبول کې د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د استانبول د ارنوت کوی په ولسوالۍ کې ګن شمیر مراکزو د پرانیستو په مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې د اسراییلو د لومړي وزیر نتنیاهو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود. ولسمشر اردوغان نتنیاهو ته په خطاب کې وویل چې « تا ډیره ستره اشتباه وکړه، غلطه دروازه ټکوې، اردوغان د مظلومینو غږ دی او نتنیاهو د ظالمانو غږ. ته د دولت په کچه ترهګري کوې ځکه چې ته طالم يي. »
د ینې شفق ورځپاڼې « ابراهیم قالن او عمر چیلیک د نتنیاهو پر خلاف ډیر سخت غبرګون وښود » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسراییلو لومړي وزیر نتنیاهو چې د ترکیې نه د قبرس د اشغالونکي هیواد او د ترهګرۍ پر وړانډې د ترکیې د وسله والو ځواکونو د مبارزې په اړه يي ځینې بې بڼسټه او درواغ ادعاګانې دي دي د ترکیې سخت غبرګون يي پارولی دی. د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند ابراهیم قالن د نتنیاهو په غبرګون کې وویل « نتنیاهو چې په خپل هیواد کې په اداري فساد او بډو تورن دی او تحقیقات ترینه روان دي غواړي چې پدې ډول بې بڼسټه او افراطي څرګندونو سره د ټولو پام بل لورې ته واړوي. خو ټول پدې پوهیږي چې د هغه دا هلې ځلې به هیڅوخت ګټه ونکړي. هغه پدې ډول څرګندونو سره هیڅوخت د اسراییلو په یرغلګرو او ظالمانه سیاستونو پرده غوړولې نشي. زمونږ د ولسمشر خوله ټپولی نشي. »
د بله پلوه د ترکیې د عدالت او پراختیا ګوند ویاند عمر چیلیک هم د نتنیاهو د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل « نتنیاهو ګمان کوي چې د ترکیې په ولسمشر او پوځ باندې ددې ډول بې بڼسټه تورونو د لګولو سره به حقیقت پټ کړي خو دا ډول عبس هلې ځلې دي. »
د صباح ورځپاڼې « په قندیل او خارکوک هوايي عملیات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو د عراق په شمال کې د قندیل او خارکوک په سیمو پراخه هوايي عملیات ترسره کړل. په خبر کې راغلي دي چې پدې برید کې ۶ تنه ترهګر چې پر امنیتي ځواکونو بریدونو ته تیاری نیولی وو له منځه یوړل شول.
پدې هوايي عملیاتو کې د ترهګرې ډلې اړوند ګن شمیر پټنځایونه او د وسلو او مهماتو ډیپوګان له منځه وړل شوي دي.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې اتل سمندري ځواکونه په ختیځه مدیترانه کې په نړۍوالو اوبو کې تعلیمي فعالیتونه پیل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د هیواد اتلو سمندري ځواکونو اړوند یوې جنګي بیړۍ او یوې چورلکې په ختیځه مدیترانه کې په نړۍوالو اوبو کې په تعلیمي فعالیتونو پيل وکړ.
په څرګندونو کې راغلي دي چې د جنګي کښتیو او چورلکې د ۲۰۱۸ کال د دسمبر په ۲۱ مه نيټه په تعلیمي فعالیتونو پیل کړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « انتالیا ۴ کاله وروسته د ګرځندویانو په برخه کې د استانبول نه تیر شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، دترکیې د توریستیکو ښارونو په کتار کې د انتالیا ولایت چې د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۴ مو کلونو ترمنځه لومړی مقام درلود په ۲۰۱۴ کال کې استانبول ترینه لومړی مقام خپل کړی وو. استانبول د ۲۰۱۴ کال نه راپدیخوا تل په لومړي کتار کې ځای درلود چې سږ کال انتالیا بیرته لومړی مقام خپل کړ. د انتالیا ولایت د ګرځندوی د چارو د ډلې رئیس رجب یاوز ویلي دي چې سږ کال د اکتوبر د میاشتې تر پایه د انتالیا ولایت نه ۱۲ عشاریه ۵ میلیونه تنو بهرنیو سیلانیانو لیدنه کړې ده . پدې موده کې بیا د استانبول نه ۱۱ میلیونه او ۳۴۰ زرو تنو سیلانیانو لیدنه کړې ده.