د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « په قندیل او متینا کې ترهګرو ته ستر ګوزار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې وسله والو ځواکونو لخوا د عراق په شمال کې د قندیل او متینا په سیمو کې د نوامبر په شلمه نیټه په ترسره کړو هوايي عملیاتو کې ۵ تنه ترهګر له منځه یوړل.
د وسله وال پوځ لخوا په خپور شوي بیان کې راغلي دي چې پدې عملیاتو کې د ترهګرو یو زیات شمیر د وسلو او مهماتو ډیپوګان، موضع ګانې، پټنځایونه او د تجمع مرکزونه له منځه وړل شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې د دفاع وزیرانو لیدنه : په چټکه توګه باید حرکت وکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملي دفاع وزیر خلوصي اکار او د ملي استخباراتو د ریاست رئیس حاکان فیدان روسیې ته سفر کړی .
د دفاع وزیر اکار او فیدان د روسیې د دفاع وزیر شوګوی او نورو چارواکیو سره لیدنه وکړه.
د ویلو ده چې د ترکیې او روسیې د دفاع وزیرانو په لیدنه کې د سیمه ایزو مسلو سربیره په سوچي کې د لاسلیک شوي تړون نه وروسته د ادلب پر حالاتو خبرې کړي دي.
د روسیې د دفاع وزیر شوګوی وویل چې په سوریه کې د موجودو حالاتو په اړه دواړه هیوادونه باید په چټکه توګه حرکت وکړي.
د صباح ورځپاڼې « د سوداګرۍ په نړۍواله ۲۲ مه غونډه کې د مالیې وزیر البیرق مهمې څرګندونې » د سرلیک لانډې لیکلي دي، د ترکیې د خزانې او مالیې وزیر برات البیرق د سوداګرۍ په ۲۲ مه نړۍواله غونډه کې ډیرې مهمې څرګندونې وکړې . هغه وویل لکه څرنګه چې مو مخکې هم ویلي وو د اکتوبر په میاشت کې د ترکیې د بودیجې نه اضافه عواید ترلاسه شوي دي. د اګست او سپټمبر میاشتې هم ډیرې ښې تیرې شوي دي خو د اکتوبر په میاشت کې به ریکاټ ټینګ کړو. هغه وویل چې ترکیه د نړۍ تر ټولو په ډاډمند هیواد بدل شوی دی.
د سټار ورځپاڼې « د ډرون ضد د تکنالوژۍ طلب د پام وړ لوړ شوی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انتالیا په ولایت کې د یو ځايي شرکت لخوا د ترکي انجینیرانو لخوا طرحه او ډیزاین شوې د ډرون ضد تکنالوژي چې د وسله والو ځواکونو لپاره تولید شوې ده په نړۍ کې د ټولو پام ځانته اړولې ده.
د ملي حرب د تکنالوژۍ او دفاعي سیستمونو شرکت رئیس ولي ایرچیلیک ویلي دي چې په ۲۰۱۹ کال کې به د ډرون ضد تکنالوژي اوکراین، وینزویلا او البانیا ته په صادراتو پیل وکړو.
د حریت ورځپاڼې « د ایمې په نړۍوال فیستیوال کې ترکي ډرامو ځلیدل » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک په ښار کې جوړ شوی د ایمي د جایزو په فیستیوال کې ترکي ډرامو او هنرمندانو د ټولو پام ځانته رااړولی وو.
د ایمې په فیستیوال کې د جایزو لایق ګڼل شوي یو زیات شمیر ډرامې او هنرمندانو خپلې جایزې ترلاسه کړې.
ترکي ډرامې او هنرمندانو هم پدې فیستیوال کې د پام وړ جایزې ترلاسه کړې چې د ټولې نړۍ د مطبوعاتو پام يي ځانته رااړولی وو.