د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د وطن ورځپاڼې « د ولسمشر اردوغان مهمې څرګندونې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د مولدیوا د ولسمشر ایګور دودان په رسمي بلنه نوموړي هیواد ته سفر کړی دی. ولسمشر اردوغان په مالدیوا کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې د ترکیې دوه دولتي بانکونه د خلق او زراغت بانک به هر څه ژر په مالدیوا کې څانګې پرانیزي. پدې لیدنه کې د دوه اړخیزه اړیکو، سیمه ایزو مسلو او د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان پر خلاف د ترهګرو پر خلاف په مبارزې خبرې وکړې.
د سټار ورځپاڼې « د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوش اوغلو د خپل امریکايي سیال سره لیدنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تیره ورځ ترکیې ته د راغلي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو سره لیدنه وکړه. چاوش اوغلو د پومپیو سره د لیدنې نه وروسته د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه وویل چې ولسمشر اردوغان د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر سره په لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل که چیرې تاسې د منبیچ د سیمې نه ترهګرو د ویستلو په برخه کې کومه ستونزه لري ترکیه چمتو ته چې دا ترهګر د هغه سیمې نه وباسي. هغه د امریکا او ترکیې اړیکو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، د امریکا لخوا بندیزونه بیهوده شیان دي. اوس پدې همفکره یو چې ددینه وروسته به زمونږ په اړیکو کې ورته ستونزې رامنځته نشي.
د حریت ورځپاڼې « د ترکیې هوايي شرکت د انقرې او روم ترمنځه مخامخ الوتنې پیلوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د ملکي هوايي کرښو شرکت ترکش ایرلاین د ۶۰ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ایټالیا پلازمینې روم ته مخامخ الوتنې پیلوي. ترکش ایرلاین د ۶۰کلونو نه وروسته د دوو پلازمینو ترمنځه مخامخ الوتنې پیلوي. د ویلو ده چې ترکش ایرلاین به د ۲۰۱۹ کال د جنوري په ۷ مه نيټه خپل لومړنی سفر ترسره کړي.
ویل کیږي د الوتنو د پیل د نیټې نه په اعتبار سره به په اونۍ کې دوه ځلې د دوشنبې او پنجشنبې په ورځو الوتنې ترسره کړي.
د صباح ورځپاڼې « د ترکیې او روسیې ترمنځه د ویزو په اړه مذاکرات » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په روسیه کې د ترکیې لوی سفیر حسین دیري اوز د ترک او روس سوداګرو د ټولنې په کوربه توب په مسکو کې جوړې شوې غونډې ته د ترکیې او روسیې ترمنځه د اړیکو په اړه ارزونې وکړې.
ترکیې او روسیې ترمنځه د اقتصادي او تجاري اړیکو د لا پرمختګ په خاطر د وزیر د معافیت په اړه مذاکرات دوام لري. هغه وویل چې د روسیې سره به پدې اړه د نوامبر په میاشت کې غونډه وشي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د ترک عالم پروژه د سرطان د ناروغۍ لپاره نوې هیلې راژوندۍ کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ازمیر ولایت د بیوطب او ګینوم انیستیتیوت د څیړنیزې ډلې مشر داکټر جان کوچوک په موجودو شرایطو کې د اګرسیف سرطان ناروغۍ د خطر د نه تخمیندونکي دوو ناروغیو په اړه په یوې پروژې کار وي. همداشان د هغه دا پروژه په نړۍ کې ۸ عالمانو ته ورکول کیدونکي د نړۍوالې څیړنېزې جایزې لایق وګنل شوه.
ویل کیږي پدې پروژه کې یواځې د وینې د معاینې سره ناروغۍ تثبتیږي.