د ترکیې ورځپاڼو لنډه کتنه
د ترکیې ورځپاڼو لنډه کتنه
د ترکیې د سټار ورځپاڼې « اردوغان : مونږ غواړو چې جرمني د فتح الله ګولن سازمان د ترهګري سازمان په توګه وپيژني » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ۳ ورځني رسمي سفر په ترڅ کې جرمني ته سفر کوي. ولسمشر اردوغان جرمني ته د سفر نه مخکې د نوموړي هیواد خبري رسنیو ته مقاله لیکلي ده. ولسمشر اردوغان پدې مقاله کې د پ ک ک او فتو ترهګریز سازمان پر خلاف په مبارزه کې د مرستې او ملاتړ غوښتنه کړې ده . هغه وویل چې مونږ غواړو چې جرمني د فتو ترهګریز سازمان د ترهګري سازمان په توګه قبول کړي.
ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه د جرمني سره په ګډه باید د تجاري جګړې د مخنیوي په خاطر کار وکړي ځکه چې امریکا د خپلو بې مسئولیته سیاستونو سره غواړي چې په نړۍ کې تجاري جګړه پيل کړي.
د وطن ورځپاڼې « اروپايي ټولنې د ادلب په مسله کې د ترکیې نه مننه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو او امنیت د سیاستونو عالي استازې فدریکا د ملګروملتونو د ۷۳ یم عالي اجلاس په چوکاټ کې جوړه کړې د اروپايی ټولنې په کوربه توب د سوریې د بحران غونډه تر نامه لاندې په کنفرانس کې د ادلب په مسله کې د ترکیې نه د روسيې سره د کړي مطابقت له امله ترکیې نه مننه وکړه. هغې دې غونډې ته په وینا کې وویل چې ترکیې او روسېې ترمنځه د ادلب په اړه د شوي مطابقت له امله د سترې عام وژنې مخه ونیول شوه چې د همدې امله د ترکیې او روسیې نه د مننه کوو.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه د معدن نړۍوال شرکت جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکېې د انرژۍ او طبعي زیرمو مرستیال وزیر میتات جانسز وویل چې غواړي چې د په نړۍواله کچه د معدن یو شرکت جوړ کړي. هغه وویل چې دا شرکت به د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو په چوکاټ کې جوړ شي. دا شرکت به په بهر کې د معدنونو د پلټنې په برخه کې فعالیت وکړي.
هغه زیاته کړه چې ددې شرکت نه موخه په ترکیه کې د خامو موادو تدارکات دي.
د صباح ورځپاڼې « قاضي کوی په نړۍ کې د نړۍ د مهمو سیمو په کتار کې داخله شوه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د انګلستان د ګرځندوی او سیاحت مجلې ټایم اوټ په نړۍ کې هغه ۵۰ سیمو لست خپور کړ چې باید ترینه لیدنه وشي.
یادې شوې ورځپاڼې دا لست د ۵۰ زرو تنو سیلانیانو سره د مخامخ ملاقات او نظر پوښتنې په ترڅ کې جوړ کړی دی. د استانبول اسیا لورې پروت د قاضي کوی سیمې چې د مرمرې سمندر په څنډه کې پرته ده ځای نیولی دی.
د قاضي کوی په اړه لیکل شوي دي که چیرې غواړي چۍ د سمندر په غاړه د ډیر د سلګونو کافي خونو، دوکانونو، رستورانتونو او طراحي ستدیو ګانو سره د یوې ډیرې ارامه سیمې نه لیدنه وکړۍ نو د استانبول د قاضی کوی سیمې ته لاړ شۍ. دا سیمه انسان ته یو ډول ځانګړې خوښي ورپه برخه کوي.
د حریت ورځپاڼې « د نړۍ تر ټولو پخوانی او زوړ معبد په ترکیه کې دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د شانلي اورفا ولایت د پولو په منځ کې د ۱۲ زره کلن تاریخي قدامت خاوند د ګوک بکلي تپې سیمې پدې وروستیو کې په نړۍ کې ډیر مهم موقف خپل کړی دی. ویل کیږي پدې سیمه کې د بشریت لومړني معبد جوړ شوی دی . ویل کیږي دا سیمه د ګرځندویانو لپاره پرانیستل شوې ده . دا سیمه سږ کال د ملګروملتونو سازمان د یونسکو د تاریخي میراثونو په لست کې شامل شوه. ویل کیږی د سیمې لویوالي ته په کتو سره کیدای شي چې دلته تاریخي کیندنې تر ۱۵۰ کلونو هم ډیر دوام وکړي.