د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « ترکي پیلوټ د لومړي ځل لپاره اف ۳۵ ډوله الوتکې سره الوتنه وکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د جنګي الوتکو پیلوټ چې د پنځم نسل اف ۳۵ ډوله الوتکو د پیلوټۍ په روزنیز پروګرام کې د ګډون په موخه امریکا ته تللی دی د لومړي ځل لپاره د اف ۳۵ ډوله پرمختللې الوتکې سره الوتنه وکړه.
د ویلو ده چې د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکې په نړۍ کې د جنګي الوتکو په برخه کې وروستۍ تکنالوژۍ باندې سمبالې او تر ټولو پرمختللې الوتکې دي. دا الوتکې چې د رادار نه د پټیدو او خپل داخلي رادار ، په ډیره کمه توګه د معلومیدو او ډیرو نورو ځانګړتیاوو نه برښمنده ده لومړۍ يي څه موده مخکې د امریکا لخو ترکیې ته وسپارل شوه.
د ویلو ده چې ترکیه د نوموړو الوتکو سهامي شریک هیواد دی. ترکیې د ۱۰۰ اف ۳۵ ډوله الوتکو سپارښتنه کړې چې په پام کې ده دا الوتکې به ترکیې ته په کلاره کلاره توګه د څو کلونو په دننه کې وسپارل شي.
د خبرترک ورځپاڼې « رسمي شتمني په جولای میاشت کې ډیره شوې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې مرکزي بانک د ۲۰۱۸ کال د جولای د میاشتې د شتمنۍ او د بهرنیو اسعارو د جریانونو او وروستيو پرمختګونو په اړه معلومات خپاره کړل.
د نوموړو معلوماتو له مخې د جولای په میاشت کې د ترکیې رسمي شتمني د تیرې میاشتې په پرتله ۲ عشاریه ۲ سلنه لوړه شوې او سل عشاریه ۷ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې ده .
همداشان پدې میاشت کې د تیرې میاشتې په پرتله د بهرنیو اسعارو شتمني هم ۳ عشاریه ۹ سلنه لوړه شوې او ۷۶ عشاریه ۹ میلیاردو ډالرو ته رسیدلې ده.
د ینې شفق ورځپاڼې « د امریکايي شرکت لخوا د ترکیې په اړه مهمه پریکړه » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو مهم شرکت نیوبیرګر برمن په ترکي بانکونو کې د خپلو سرمایو د حفظ او ساتلو پریکړه وکړه.
د یاد شوي شرکت یو تن چارواکي بومي خبري رسنیو ته ویلي دي چې « په ترکیه کې په کومو ادارو او بانکونو کې چې مونږ سرمایه ګذاري کړې او لرو يي په ډیر ښه وضعیت کې قرار لري. د همدې امله غواړو چې سرمایه ګذارۍ ته دوام ورکړو.»
د وطن ورځپاڼې « د مغارو ویترینونونو کې به د چینایي او عرب ګرځندویانو ذوق هم په نظر کې ونیول شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د تیارو جامو سکتور چې د هرې ورځې په تیریدو سره مخ پر ودې دې غواړي چې د بهرنیانو د لا زیات جلب او توجه د رااړولو په خاطر ځینې مهم تغیرات رامنځته کړي.
د یاد شوي سکتور چارواکیو په وینا ترکیه په ځانګړې توګه د منخني ختيځ او لرې ختیځ د سیلانیانو لپاره جامو او نورو توکو د رانیولو او بیو د ارزانی له پلوه تر ټولو مهم مرکز دی. د همدې امله په ترکیه کې د نوموړو سیمو د سیلانیانو د طلب له مخې د جامو په ډیزاینونو کې د بدلون راوستو پریکړه شوې ده.
د یاد شوي سکتور چارواکیو په وینا نن ورځ پدې مونږ پوه شوي یو چې سیلانیان ترکیې ته یواځې د تفریح په خاطر نه بلکې د سودا د اخیستو په خاطر هم راځي. ډیری ګرځندویان د خپل اړتیا وړ شیان په ترکیه کې پیري او د ځانونو سره يي وړي.
د همدې امله غواړو د مغارو په ویترینونو کې د منځني ختیځ او لرې ختیځ د سیلانیانو ذوق هم په نظر کې ونیسو.
د سټار ورځپاڼې « د ختيځې اناتولیا د څار او تحقیقاتو مرکز په ۲۰۲۰ کال کې په فعالیت پیل کوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، په ترکیه کې تر ټولو د فضايي چارو تحقیقاتي مرکز د فعالیدو په خاطر هلې ځلې ګړندۍ شوي دي.
د ختیځې اناتولیا د څار او فضايي تحقیقاتو دا مرکز ارزوروم ولایت د قوناقلي قره کایا په تپې جوړ شوی دی .
دا مرکز به په نړۍ کې تر ټولو د پرمختللو او مدرنو دریو مرکزونو نه یو دی. دا مرکز په ډیرو پرمختللو وسایلو سمبال شوی دی .
دا مرکز به په ۲۰۲۰ کال کې په فعالیت پیل وکړي.