د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

1038262
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې « ولسمشرۍ ماڼۍ د ستر بري د اوونۍ په مناسبت ویدیويي پیغام خپور کړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ولسمشرۍ ماڼۍ  د خپل رسمي ټویټر حساب له لارې د مالازګیرت  د جګړې د ۹۴۷ مې کلیزې په مناسبت  ویدیويي پیغام خپور کړ. پدې ویدیو کې  اناتولیا سیمې ته  د ترکانو د راننوتو کیسې ته ځای ورکړ شوی دی. همداشان پدې ویدیو کې  د ستر بري د اوونۍ  په مناسبت پيغام هم خپور شوی دی. په پيغام کې راغلي دي چې د هیواد ټولو شهیدانو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت او غازیانو نه  په درناوي یادونه کوو. ویدیو په ډیره لنډه موده کې  ریکاټ مات کړ.

د خبرترک ورځپاڼې  « د ترکیې د  دفاعي صنایع یو بله مهمه لاسته راوړنه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د راکټ سن  د شرکت لخوا  متحده عربي اماراتو لپاره  جوړ شوی  د جوباریا راکټ لنچر د ډیرو زیاتو میلیونو  د درلودو له امله  د نړۍ تر ټولو  د لوی توپچي راکټ  په توګه  د ګینس  د نړۍوالو ریکاټونو په کتاب کې  ثبت شو. په خبر کې راغلي دي چې  د نړۍ تر ټولو قوي  د  ۱۲۲ میلي متره توپچي راکټ  به توګه  منل شوی دا سیستم  په لس ټیریزه  موټر کې نصب شوی دی.

دا راکټ لنچر  په یو ځل  د دوو دقیقو په منځ کې د ۲۴۰ راکټونو د توغولو  توان لري. دا سیستم  په ډیره  کمه موده کې  د ۴ کیلومتره په لویوالي سره  سیمه  له منځه  وړلی شي.

د وطن ورځپاڼې  « د جرمني د مهم  پانګه وال لخوا په پانګه والو د ترکیې غږ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د سن ایکسپرس د هوايي کرښو د شرکت مشر جینس بیسکوف  په پانګه والو غږ کړی دی چې  پانګه اچونې  د میز د سر د راپورونو له مخې  ونکړي او ترکیې ته دې راشي  پانګه اچونې دې وکړي.

هغه په پانګه والو غږ کړی  دی چې ترکیې ته راشي او ددې هیواد فرصتونه، چاپیریال او زیربناګانې د نږدې نه  وګوري.

هغه ویلي دي چې د ترکیې د ګرځندوی  په برخه کې  ډیر مهم  پرمختګ  ترسترګو کیږي. په ځانګړې توګه  کله چې ترکیې ته د اروپايي ګرځندویانو له نظره وګورو نو ډیر قوي  هیواد دی.

هغه ویلي دي چې یواځې تیر کال يي  ترکیې ته  د ګرځندوی مرکزونو  او ښارونو ته  ۸ عشاریه ۸ میلیونه تنه مساپر انتقال کړي دي.

همداشان  الوتکې  سل په سلو کې ډکې تللي او راغلي دي.

تیر کال يي یو عشاریه ۱۵ میلیارده ډالره عواید کړي دي. هغه ویلي دي چې پوره باور لري چې ۲۰۱۸ کال به د ترکیې د ګرځندوی او سن ایکسپرس  د هوايي شرکت لپاره د تیر کال په پرتله لا ښه تیر شي.

د سټار ورځپاڼې  « په ترکیه کې د تیلو کوهیان ددېنه وروسته د هوا  نه تثبیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي.

د هوا له لارې د نفتو د کوهیانو د تثبیت  چارې چې د افریقا په ګډون د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې ترسره کیږي په ترکیه کې هم پرې پيل کیږي.

د ترکیې د نفتو دولتي شرکت  د هیواد په ختیځ او سویل ختیځ اناتولیا سیمو کې د هوا له لارې د نفتو د تثبیت په چارو پیل کړی دی. ویل کیږي دا چارې د یو انګلیس شرکت لخوا چې ترکیې ورسره قرارداد کړی دی  پرمخ وړ کیږي.

دا شرکت  د باتمان ولایت نه د الوتکو په پورته کولو سره  په سیمه کې  د هوا له لارې د نفتو پلټنې کوي. دا الوتکې او متخصصه ډله  په سیمه کې د نفتو له پلوه هره بډایه او تیل لرونکې سیمه  په نښه کوي.

د صباح ورځپاڼې  « موغلا ولایت د نړۍ د موټر ځغلونې سیالیو ته تیاری نیسي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د موټر ځغلولو د نړۍوالو سیالیو  د ترکیې برخه  د روان میلادي کال د سپټمبر په ۱۳ مه نیټه  د ۴ ورځو لپاره د موغلا ولایت د مارماریس په ولسوالۍ کې  ترسره کیږي.

ویل کیږي دا سیالي به د میلیونونو تنو لخوا نندار شي .



اړوند خبرونه