د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

927555
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « ولسمشر اردوغان د ناټو سازمان پر خلاف سخت غبرګون وښود »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر او د عدالت او پراختیا ګوند مشر رجب طیب اردوغان په بولو ولایت کې د ګوند  شپږمې فوق العاده  کانګرې ته  وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  وویل «  ترکیه  د ناټو د سازمان تر ټولو قوي  غړی  هیواد دی. د هر ستونزې او دندې  پر مهال  که په سومالیا کې وې ، که په افغانستان او یا بالکان  کې وي  ترکي ځواکونه  دندې ته  دانګي. زه په ناټو غږ کوم ! نن چې ترکي ځواکونه په سوریه کې  نظامي  عملیات کوي  تاسې  چیرته یاست. تاسې  به څه وخت  زمونږ  تر څنګ  دریږۍ؟ تاسې به څه وخت  زمونږ نه دفاع کوۍ؟ ترکیه نن  د ترهګرو پر خلاف  چې دهیواد ملي امنیت ته ستر ګواښونه مخامخ کړي وو  مبارزه کوي. »

د خبرترک ورځپاڼې  « ترکیې لخوا د ۱۴ نیم میلیاردو ډالرو مرسته »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  وویل ، ترکیې  په ۲۰۱۶ کال کې  د منځني ختیځ او افریقايي هیوادونو ګډون  د اړتیا خاوند هیوادونو سره  ۶ عشاریه ۵ میلیارده ډالره او په ۲۰۱۷ کال کې ۸ میلیارده ډالره  مرسته کړې ده . ترکیې  دا مرستې په رسمي ډول  د پراختیايي  چارو په چوکاټ کې کړي دي.

د ترکیې لومړي وزیر ویلي دي چې  ترکیه  په مرستو کې سرحد  نه پیژني، د اړتیا خاوندو ټولو هیوادونو ته  د مرستې لاس غځوي. ترکیه تل د مظلومانو ترڅنګ  دریدلې ده  او دریدو ته به دوام  ورکړي.

د سټار ورځپاڼې  « که چیرې امریکا  د اس ۴۰۰ توغندیو په خاطر ترکیه په تحریمونو وګواښي  سمدلاسه به ځواب ورکړو » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو جرمني ته د سفر په چوکاټ کې د نوموړي هیواد د زیټ په نامه  خبري رسنۍ سره  مرکه وکړه.

چاوش اوغلو ددې پوښتنې په ځواب کې چې د امریکا  په کانګرس کې پر ترکیې  د روسیې نه  د اس ۴۰۰ دفاعي سیستم  د رانیولو له امله  د تحریمونو په اړه بحثونه کیږي  داسې وویل ، که چیرې امریکا ترکیه  په تحریمونو وګواښي  ترکیه به د روسیې  او یا نورو هیوادونو نه چې پرې تحریمونه لګول شوي  دي  په توپیر کې  ځواب ورکړي. هیڅوک  دې د ترکیې د ګواښولو هڅه نه کوي.

د وطن ورځپاڼې  « امریکايي مشرانو د ترکیې ستاینه وکړه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا  د لاس انجلس په ښار کې  د ترکیې جنرال قونسلګرۍ  لخوا په جوړه شوې غونډه کې  د امریکا د اسلامي شورا مشرانو  ګډون کړی وو. د یادې شوې شورا مشرانو د ترکیې لخوا  درې نیم میلیونه تنو سوري کډوالو ته  د ځای د ورکولو ، د فلسطین  د دعوا نه  د دفاع کولو  او بیت المقدس په اړه  د مبارزې کولو له امله مننه  او ستاینه وکړه.

نوموړو مشرانو د ترکیې نه د ملاتړ اعلان وکړ.

د وطن ورځپاڼې  « د چینايي شرکت  هدف د ترکیې بازار ته رادخلیدل  دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د تکنالوژۍ او ټیلیفونونو تر ټولو  لوی شرکت  هونور په ترکیه کې په فعالیت پیل کوي. د یاد شوي  شرکت  د ترکیې د څانګې  مشر ویلي دي چې  زمونږ  نوی  هدف  ترکي ځوانان  دي. د اپریل په میاشت کې به خپل نوي  توکي  د ترکیې بازار ته راداخل کړو.

 

 



اړوند خبرونه