د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د اردوغان لخوا لویدیځ ته غوڅ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره ورځ د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د هیواد د والیانو سره لیدنه وکړه.
ولسمشر اردوغان والیانو ته په خطاب کې په وینا کې د امریکا په ګډون لویدیځې نړۍ ته غوڅ پیغامونه ورکړل. ولسمشر اردوغان وویل چې لویدیځه نړۍ د قوي لید لوري او هدفونو ځواکمنه ترکیه زغملی نشي. هغه وویل چې لویدیځه نړۍ د ترکیې ننی موقف او پرمختګ حضمولی نشي. هغه په لویدیځې نړۍ غږ وکړ چې د قوي او ځواکمنۍ ترکیې سره به بلد شۍ . هغه وویل چې د ترکیې او امریکا ترمنځه د ویزو کړکیچ ددې ښکاره بیلګه ده. هغه وویل چې ترکیه اوس چاته محتاجه نده.
د خبرترک ورځپاڼې « د ځايي وسلو کیفت د امریکايي وسلو نه لوړ دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې « ددینه وروسته د ترکیې پولیس به د سیګ ساور په نامه وسلې ونه کاروي ځکه چې ترکیه اوس ددې تبانچو پر ځای لا پرمختللې او د لرې واټن ویشتونکې تبانچي جوړوي. او بله مهمه خبره د بهر د ددې وسلو واردول مونږ لا زیات تنبل اموخته کوي. مونږ باید خپلې وسلې تولید او استفاده کړو. » د ولسمشر اردوغان ددې څرګندونو نه وروسته د ټولو پام د سیګ ساور په نامه د بهرنیو تبانچو ځای نیوونکو ملي او ځايي تبانچو ته واوښت. ترکیې ددینه مخکې ملي پیاده ټوپک جوړ کړ. دا ټوپک چې په نړۍ کې د نورو هیوادونو د اردو لخوا کارول کیږي لا پرمختللی او مدرن دی. همداشان د ترکیې ملي ټوپک یواځنی ټوپک دی چې د ناټو سازمان د ټولو ازمایښتونو نه په بریالیتوب سره تیر شوی دی .
د صباح ورځپاڼې « د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د امریکا د قونسلګرۍ د کارکوونکي د ارتباطاتو کره اسناد او شواهد . » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په انقره کې د امریکا سفیر جان باس په جوړه کړې خبري غونډه کې ویلي وو چې د ترکیې لخوا نیول شوی په استانبول کې د امریکا د قونسلګرۍ محلي کارمند او فتح الله ګولن سازمان ترمنځه د اړیکو د درلودو په اړه هیڅډول اسناد او شواهد شتون نلري. د ترکیې د صباح ورځپاڼې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان سره د نوموړي کس د ارتباطاتو او په کراتو مراتو د ټیلیفون له لارې د خبرو کولو په اړه مهم اسناد او شواهد ترلاسه کړي دي.
پدې اسنادو او شواهدو کې د نوموړي جاسوس د ټیلیفوني خبرو لست هم شتون لري. پدې لست کې دا ټول د دقیقو او ثانیو سره ښودل شوي دي چې نوموړي جاسوس په کوم ساعت او کومه دقیقه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د کوم غړي سره خبرې کړي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترکیه په ادلیب کې د باامنه سیمې د جوړولو په خاطر ترکي ځواکونه ادلیب ته داخل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د وسله والو ځواکونو د کشفي ټیمونو د دندې د پایته رسیدو نه وروسته وسله وال ځواکونه د ادلیب ښار ته داخل شول. ترکي ځواکونه پرون شپه په ۱۱ بجو او ۵ دقیقو ادلیب ته داخل شول . د ویلو ده چې ۸ ټانکونه، ۵۰ زغروالې موټرې د ۲۰۰ تنو سرتیرو سره ادلیب ته داخل شول. ترکي ځواکونه چې دارت عزه سیمې نه تیر شوي دي د ستراتیژیک موقف نه برښمند د برکت په ټپه کې به ځای په ځای شي. سورېې ته د ترکي ځواکونو د ننوتو پر مهال د ترکي ځواکونو کاروان د هوا له لارې د بې پیلوټه الوتکو او نورو هوايي قوتونو لخوا تعقبیده. د سیمې خلکو د ترکي ځواکونو په لیدو سره ډیره زیاته خوښي څرګنده کړه.
د وطن ورځپاڼې « سویډن په اروپايي ټولنه کې د ترکیې د غړیتوب د مسلې نه ملاتړ» د سرلیک لاندې لیکلي دي، د سویډن د حکومت په رسمي انټرنټ پاڼه کې په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې سویډن په اروپايي ټولنه کې د ترکیې او مقدونیا د غړیتوب د مسلې نه پوره ملاتړ کوي. ددې هیواد غړیتوب به اروپا لا ځواکمنه او قوي کړي.