د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

745607
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  «  د رقه عملیات پیل شول  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي  ییلدرم  وویل چې  په سوریه کې پلان شوي  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف  د رقه  عملیات  د جون د میاشتې د دویمې نیټې په شپه  پیل شول.  هغه وویل چې  امریکا  متحده ایالتونو  د رقه عملیاتو د پیلولو نه مخکې  د عملیاتو د پیلولو په خاطر ترکیې ته  لازم  معلومات  او خبر ورکړی  دی. لومړي وزیر وویل چې ترکیې  یو ځل بیا  امریکا ته  په سوریه کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګو پي وای ډي او وای پي جي  سره په ګډه حرکت کولو په اړه خپله اندیښنه  وړاندې کړه. امریکا ویلي دي چې  د رقه د عملیاتو د پایته رسیدو نه وروسته به د یاد شوو ډول سره  اړیکې  دوام ونکړي. امریکا  د پي وای ډي او وای پي جي سره  په ګډه حرکت نه د تکتیکي همکارۍ په توګه یادونه کړې ده . لومړي وزیر وویل چې امریکا ترکیې ته پدې برخه کې ډاډ ورکړی دی .

د سټار ورځپاڼې  « ګابریل  د پې کاکا په اړه خوله بدله کړه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، جرمني چې  د فتح الله ګولن او پې کاکا ترهګرو ډلو ته  غیږ پرانیستې ده  د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابریل  ترکیې ته د راتګ نه مخکې  د پې کاکا ترهګرې ډلې په اړه خوله بدله کړه. هغه  د یوې الماني  ورځپاڼې  سره  په مرکه کې ویلي دي چې  « ترکیه د جرمني نه د پې کاکا  پر خلاف د لا سخت چلند تمه کوي. پې کاکا  په جرمني کې  منع  سازمان دی. ترکیه په جرمني کې د پې کاکا مالي سرچینو  د وچولو  او د فعالیت ساحې  د تنګولو  غوښتنه کوي. دا خبره په اصل کې د جرمني د ملي منافعو سره سمون خوري. ترکیه پدې برخه کې  پر حق  ده. د ترکیې غوښتنې پر حق دي. »

د صباح ورځپاڼې  لیکلي دي ترکیه  د جون په ۱۳ مه نیټه  د اروپايي ټولنې سره  د ګمرکي یووالي په تړون د بیا کتنې په خاطر غونډه کوي. د ترکیې او اروپايي ټولنې د ګډ هیت  مشر کرستین برګر ویلي دي چې  پدې تړون  بیا کتنه به د ترکیې اقتصادي ودې سره  مرسته وکړي. ددې بیا کتنې نه وروسته به د ترکیې اقتصادي وده ۱ عشاریه ۳ سلنه نوره هم  لوړه شي. هغه وویل چې  د تیرې مې میاشتې په ۲۵ مه نيټه  د اروپايي ټولنې د مشرانو سره  د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  لیدنې  د ترکیې او ټولنې ترمنځه په اړیکو کې نوې پاڼه پرانیستې ده. هغه وویل چې د ترکیې او اروپايي ټولنې ترمنځه د ترهګرۍ د تعریف په اړه هم  تفاهم  نږدی شوی دی . هغه وویل اروپا نه غواړي چې د ترهګرۍ پر وړانډې د مبارزې په برخه کې د ترکیې ظرفیت  ضعیفه کړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « په مرستو بار کښتۍ د سومالیا پر لورې حرکت وکړ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په هدایت  پیل شوي د مرستو راټولو د کمپاین په ترڅ کې  د ترکیې سرې میاشتې ، د ناورین او بیړنیو حالاتو ادارې او د ترکیې د همکاریو او همغږۍ اژانس  تیکا  په ګډه راټولې کړې مرستې  په یوې کښتۍ کې بار  او  سومالیا  خلکو ته  واستولې. په خبر کې راغلي دي چې  پدې کښتۍ کې  ۱۳ زره ټنه  خوراکي مواد  د سومالیا خلکو ته  واستول شول. کښتۍ د ترکیې د لومړي وزیر مرستیال وایسي قیناق  په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې  سومالیا پر لورې حرکت وکړ. د ترکیې مرستیال لومړي وزیر پدې مراسمو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې  په افریقا کې هره ورځ  په زرګونو تنه انسانان د ولګې، ناورغۍ او فقر له امله ژوند  د لاسه ورکوي. د همدې امله  ترکیې  د خپلو افریقايي ورورنو لپاره مرستې راټولې  او ولیږلې. د ترکیې خلکو  په اصل کې د افریقا خلکو ته خپله دوستي او محبت واستولو.

د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د لویدیځۍ نړۍ د سینما هالیود سربیره  د هندوستان سینما  بالیود او ایراني فلم جوړونکي  د فلمونو او ډرامو  د ډکولو  په خاطر  ترکیې ته ترجیح ورکوي. په خبر کې راغلي دي چې  یواځې تیر کال په ترکیه کې  تر ۳۰ ډیر بهرني سینمايي فلمونه او ډرامې  ډکې شوي دي.

سږ کال تمه کیږي چې دا شمیره  تر ۵۰ واوړي. د بله پلوه د ترکیې د کولتور وزارت ویلي دي چې د روسیې سره به ګډ فلمونه  او ډرامې  جوړې کړي او ددې برخې نه به ملاتړ هم  وکړي.



اړوند خبرونه