د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « نوو مهمو ګامونو اوچتولو ته تیاری نیسو » سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان دا څرګندونې د استانبول د فتحې د ۵۶۴مې کلیزې په ویاړ پرون ماښام په استانبول کې په جوړ شوي روژه ماتي پروګرام کې وکړې.
ولسمشر اردوغان خپله وینا د استانبول د فتحې د ۵۶۴ کلیزې په مبارکۍ سره پیل کړه.
هغه وویل چې د الله د ربار نه د استانبول فتح کوونکي سلطان فاتح محمد خان او د هغه سپڅلې اردو ته د الله د دربار څخه د رحمت او مغفرت غوښتنه کوم.
ولسمشر اردوغان وویل چې نړۍ د ډیرو سختو شرایطو نه تیریږي. پدې برخه کې ترکیه او د ترکیې هینداره استانبول ډیر مهم مسئولیتونه لري. د همدې امله مونږ په هیواد کې د ډیموکراسۍ او اقتصاد په برخه کې مهمو ګامونو اوچتولو ته تیاری نیسو. دې هدفونو ته د رسیدو په خاطر لومړی باید تر ۲۰۱۹ کاله پورې ددې دورې نه په ډیره ښه توګه استفاده وکړو.
هغه وویل چې پوره باور لري ترکیه د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته د رسیدو سره به د معاصر مدنیت د سویې نه هم لوړه شي .
لکه ترننه پورې چې استانبول زمونږ لپاره ځانګړې اهمیت درلود ددینه وروسته به هم اهمیت ته دوام ورکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د کورنیو چارو د وزیر لخوا تفتیش » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سویلو د شرناک ولایت د بیتوش شباب ولسوالۍ د کاتو په غړه کې د تیرو ۴۰ ورځو راهیسې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف د روانو عملیاتو نه لیدنه وکړه. د کورنیو چارو وزیر پدې عملیاتو کې امنیتي ځواکونو ته د مهمو لاسته اروړنو له امله مبارکي وویله. د ویلو ده چې امنیتي ځواکونو پدې سیمه کې په عملیاتو کې د ترهګرو ۵۳ څمڅې کشف او یو زیات شمیر وسلې او مهمات يي ونیول. کورنیو چارو وزیر د نوموړو عملیاتو د قومندان نه د معلوماتو اخیستو نه وروسته ولسمشر رجب طیب اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه معلومات ورکړل.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترک اکاډمیسین کتاب په استرالیا کې په پوهنتون کې تدریسیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د استانبول د یدې ټپه د پوهنتون ګاسترونومي او پخلنځي د هنرونو د پوهنځي ریس سیبل اوزیل ګن د « کوکینګ از ری اکشن » په نامه کتاب په استرالیا کې په پوهنتون کې تدریسیږي.
د حرییت ورځپاڼې لیکلي دي په خټه ترک الماني فلم جوړونکي فاتح اکن د سولګون په نامه فلم چې د کن په فیستیوال کې تر ټولو د ښو فلمونو په کتار کې نوماند وو د کنس د فلمونو د فیستیوال جایزه ترلاسه نکړه. د ویلو ده چې ددې فلم ښځینه لوبغاړې بیا تر ټولو د ښې اداکارې جایزه ترلاسه کړه.
د سټار ورځپاڼې « درې ستوری اتل » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بیشکتاش د فوټبال لوبډلې تیره شپه سوپر لیګ د اتلولیو په چوکاټ کې د غازي انتب لوبډلې سره سیالي وکړه چې د غازي انتب لوبډلې ته ۴ د صفر پر وړاندې د ماتې په ورکولو سره اتلولي خپله کړه.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د بیشکتاش لوبډلې ۲ ځله د پرله پسې په ګډون د ۱۵ م ځل لپاره اتلولي وګټله. د ویلو ده چې شینول ګونیش د نوموړې ډلې د مربع په توګه وټاکل شو. بیشکتاش لوبډله ددې اتلولي سره د ترکیې د فوټبال فدارسیون نه ۹۱ میلیونه ترکي لیرې او د اروپا د فوټبال فدراسیون نه بیا ۲۵ میلیونه ایرو ترلاسه کوي.