د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې « مهم بری دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اپریل په ۱۶ مه د ترسره شوې ټولپوښتنې د پایلو په اړه ادعاګانو او بحثونو ته ځواب ووایه. ولسمشر اردوغان د سي ان ان انټرنشنیل تلویزیون سره په مرکه کې د ټولپوښتنې د پایلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « زما په اند مهم یو صفر یا ۵ صفر ندی، مهم د لوبې ګټل دي. »
ولسمشر اردوغان وویل چې د تیرو ۱۴ یا ۱۵ کلونو راهیسې زمونږ په اړه تل د ډیکټاټور کلمې کارول کیږي. ایا ریاستي سیستم د ډیکټاټورانو سیستم دی. ترکیه د دیموکراسي مرکز دی. په ترکیه کې ولسمشر او مشران د خلکو د ازادو رایو سره ټاکل کیږي. د ترکیې مشران تل د ډیموکراسۍ نه خپل قوت ترلاسه کوي. نوی حکومتي سیستم به د ترکیې په تاریخ کې د ډیموکراسۍ په برخه کې نوې پاڼه پرانیزي.
د صباح ورځپاڼې « ډیر زیات کارونه شتون لري چې باید په ګډه ترسره شي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر دونالد ټرامپ د اپریل په ۱۶ مه د ترسره شوې ټولپوښتنې له امله ولسمشر اردوغان ته د ټیلیفون په کرښه مبارکي وویله. ټرامپ ولسمشر اردوغان ته وویل چې « د ټولپوښتنې په خاطر مو ډیر ښه تبلیغاتي کمپاینونه ترسره کړل. ډیر زیاتو ولایتونو ته مو سفر وکړ. ستاسې کمپاینونه مو د نږدې نه تعقیبول. »
ټرامپ پدې ټیلیفوني خبرو کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې امریکا د ترکیې سره دوستۍ ته ځانګړی اهمیت ورکوي. ډیر کارونه شتون لري چې باید په ګډه يي ترسره کړو. ټرامپ وویل چې د سوریې ، عراق، داعش او پې کاکا ترهګرې ډلې پر وړاندې په مبارزه کې به د ترکیې سره همکارۍ کچه لوړه کړي.
د سټار ورځپاڼې « د اروپا د امنیت او همکاریو تشکیلاتو نه بلکې د پې کاکا د هیت په څیر يي چلند وکړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اروپا د امنیت او همکاریو تشکیلاتو او اروپا شورا په ترکیه کې د ټولپوښتنې د نظارت او راپور جوړولو په خاطر د راستولي هیت ډیری غړي د پې کاکا کلک پلویان او ملاتړي راوختل. په خبر کې راغلي دي چې ددې هیت غړی د جرمني د هیواد وګړی اندریژ هونکو څو ځله د پې کاکا ترهګرې ډلې په سیاسي فعالیتنو او لاریونونو کې ګډون کړی دی. هغه د پې کاکا د تبلیغاتو او فعالیت تر ټولو ستر ملاتړی دی. حتا پدې اړه د برلین څارنوالۍ د هغه پر خلاف څیړنې کړي دي. همداشان ددې هیت درې تنه نور د اتریش د هیواد وګړي غړي ستیفن ، الیف کورون او ظریفه یاتکن د پې کاکا ترهګرې ډلې قوي ملاتړي او سیاسي فعالیت کوونکي دي. همداشان د دې هیت مشر د ایټالیا د هیواد وګړي لورینا بیا د ترکیې د ټولپوښتنې پر خلاف د کمپاینونو مهم غړی دی.
د خبرترک ورځپاڼې « پاور چینا د اوروسیا د برخې دفتر په استانبول کې جوړوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د چین د هیواد نامتو شرکت پاور چینا چې د پلان، څیړنونو، طرحه او ډیزاین، ساختماني، هیدروالکتریک، ترمال انرژي او بڼسټیزو چارو په برخه کې فعالیت کوي د اورواسیا د برخې لپاره خپل مرکزي دفتر په استانبول کې د جوړولو پریکړه وکړه. د یاد شوي شرکت د اورواسیا د مرکزي دفتر مرستیال دونګ ژانتووا ویلي دي چې ترکیه د نړۍوال اقتصاد په وده کې ځانګړی ځای لري. ترکیه د وریښمو د نوې لارې او سوداګرۍ په برخه کې ځانګړی اهمیت لري. هغه ویلي دي چې خپل مرکزي دفتر به په استانبول کې جوړ کړي. په استانبول کې ددوې فعالیت به د دواړو هیوادونو ترمنځه اقتصادي اړیکو سره ډیره زیاته مرسته وکړي.
د وطن ورځپاڼې « اسلسن شرکت ترکیې پوځیانو لپاره مرستندویه روبوت جوړ کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د هیواد د دفاع صنایع شرکت اسلسن د ترکي سرتیرو د اړتیا په خاطر یو داسې روبوت جوړ کړی دی چې اغوستل کیږي. دا روبوت د میخانیک اسکلیټ په توګه طرحه او ډیزاین شوی دی . د نوموړي اسکلیټ د اغوستو سره د سرتیرو د منډې وهلو، لوړو او دنګو دنګو ځایونو ته د ختو، ټوپ وهلو او د دروند بار د انتقالو په برخه کې ظرفیت او توان څو برابره ډیریږي.
دا روبوت د سرتیرو سره په ډیرو زیاتو برخو کې لکه د خپل وجود د اعضاوو په توګه ډیره زیاته مرسته کوي.