د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

706860
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  «  اردوغان : د اروپا مصنوعي  رفاح د لمنځه تلو په حال کې دی»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  وویل چې په اروپا کې  مصنوعي  رفاح  او اسوده ګي  د لمنځه تلو په حال کې قرار لري. ولسمشر اردوغان وویل په اروپا کې  چې د خلکو  اوسط عمر  ۴۳ کالو ته رسیدلی دی ځوانان  کار موندلی نشي. د استخدام په برخه کې په اروپا کې ټولې هیلې له منځه تللي دي.

ولسمشر اردوغان وویل  « هغه څوک چې  مونږ په اقتصادي ، ویزې  او تجاري  مسلو ګواښي  لومړی  دې  خپل سر په خپل ګریوان کې ښکته کړي او خپل حالت دې د نږدې نه وګوري. د هغوې حالات  هیڅ ښه نه بریښي. که چیرې  په مونږ  اقتصادي ، د ویزو او یا تجاري  بندیزونه ولګوي  اروپا چې  سرانه عواید يي  د هرې ورځې په تیریدو مخه په راټیټیدو ده  او لا زیات  په پورونو کې ډوبیږي  یو څه هیله او امید چې لري هغه به هم  د لاسه ورکړي. د یو داسې اروپا شاهدي به وکړۍ چې  پانګه اچونې به پکې کمې شي ، بې کاري به پکې ددینه هم  لوړه شي  . اروپا  د نسل له پلوه  د زوړ نسل خاونده ده. وخت به دا وښايي چې څوک  چاته احتیاج  دي. »

د ینې شفق ورځپاڼې  «  اردوغان : تود  اوړي ته  تیاری  ونیسۍ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  هغه  څوک چې د ترکیې د ودې او پرمختګ  سره مخالفت کوي  تل د ترهګرو ډلو نه  کار اخلي. هغه وویل چې  د شر ځالو  یوه موده  د اسالا په نامه ترهګره ډله  جوړه کړې وه. کله چې د اسالا ترهګره ډله  له منځه یوړل شوه  داځل يي  یو زیات شمیر نور ترهګري سازمانونه  تاسیس کړل. پي کاکا، پي وای ډي، وای پي جي او داسې نور. اوس  ددې ترهګرو ډلو نه ملاتړ کوي او دوي تمویلوي. کله چې  د پې کاکا  او پلوي ترهګر يي  ناکامه شول  نو  سمدلاسه يي  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان  پر سر لاس  راکاږه  او ددې ترهګرې دلې نه يي په ملاتړ پیل وکړ.

همداشان  د داعش ترهګره ډله چې  ددوې په وینا  په سوریه او عراق کې  فعالیت لري  زمونږ  پر لورې  راولیږله. خو ترکیې  دا ټولې بلاګانې  او د شر ځالې په ډیر بریالیتوب سره  له منځه یوړې  او د ترهګرې پر وړاندې ډیره بریالۍ  مبارزه وکړه.

ترکیې  په خپل هیواد کې خو لا پر ځای پریږده چې  په سوریه کې  د الباب، جرابلس، دبق، او ریا په ګډون  په زرګونو کیلومتره سیمه ددوې  د شر نه  وژغورله. اوس  وار د منبیج  دی. دا  د شر ځالې  دا ګمان کوي چې  د څو ترهګرو سره  به  مونږ په ګونډو کړي. خو هیڅکله به هم  خپلو شومو موخوته ونه رسیږي.

یو ډیر  ګرم  او تود  اوړلی  زمونږ  انتظار کوي.

د صباح ورځپاڼې  «  په ټوله نړۍ کې  لټوونکي ترهګر ته جرمني تابعیت ورکړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ۱۹۸۸ کال کې د ترکیې د سویلي اناتولیا په سیمه کې  د دوو ابتدایه ښوونځیو د سوځولو او ویجاړولو  او ګن شمیر جنایتونو د ترسره کولو له امله  په ټوله نړۍ کې  د نیولو په خاطر  د نیونې  امر شوی وو  د انګلستان اړوند  په ټاپو ګانو کې  د مساپرو د کښتۍ نه د ښکته کیدو نه سمدلاسه وروسته ونیول شو. په خبر کې راغلي دي چې  د نوموړي  ترهګر سره  د جرمني  پاسپورت نیول شوی دی . ترهګر  یو خپلې الماني  میرمنې سره  یو ځای  د تفریح په خاطر  دې ټاپوګانو ته  راغلی وو. ترکیې  د نوموړي ترهګر د اعادې په خاطر  وړاندیز تیار کړی دی .

د وطن ورځپاڼې  «  د اروپا په اړه د سوري کډوالو په برخه کې د ترکیې فداکاري  اروپا خجالته کړې ده  »  د سرلیک  لاندې لیکلي دي، د اسد د رژیم لخوا په ملکي وګړو د کیمیايي وسلو د برید په اړه غبرګونونه دوام لري. د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر  په غبرګون کې  وویل چې  انګلستان او امریکا په ۲۰۱۳ کال کې  د اسد د رژیم لخوا  د کیمیايي وسلو د برید د ترسره کولو په مقابل کې ځواب ورنکړ. نن ورځ په هغه وخت کې د ځواب نه ورکولو  له امله دا ټول پیښیږي. د سوریې په خلکو چې دا څه ظلمونه کیږي  دا ټول د هغه وخت د سیاستونو پایله ده.

د بله پلوه  د جرمني  د بهرنیو چارو وزیر سیګمار ګابریال  د سوري کډوال په مسله کې  د ترکیې نه  ستاینه وکړه. هغه وویل  زه چې کله  په اروپا کې د سوري کډوالو په مسلې  جنجالونه او بحثونه ویم  د خپل ځان نه شرمیږم. تاسې  وګورۍ  چې ترکیې  د سوري کډوالو لپاره څه ندي کړي او نه يی کوي. او مونږ  څه کوو.

د سټار ورځپاڼې «  د اسد د کیمیايي وسلې د برید نه وروسته انقرې په ډیپلوماسۍ پیل وکړ  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، ملګروملتونو  سازمان د ملي امنیت شورا  تیره ورځ  د سوریې د ادلب په ښار کې  د اسد د ځواکونو لخوا د کیمیايي وسلو د برید په اړه د جوړې شوې غونډې نه مخکې انقرې  د نوموړي برید په اړه  د متخصصینو نظر، د پيښې په ځای کې  د کیمیايي وسلو نښې او نښانې  او د عیني شاهدانو  څرګندونې  په بیرنۍ توګه  امنیت شورا ته واستولې. ترکیې پدې اړه یو هر اړخیز راپور جوړ  او امنیت شورا  ته  واستوه.

په راپور کې ویل شوي دي چې برید د سوریې د رژیم اړوند د سو ۲۲ ډوله  جنګي الوتکو لخوا شوی دی . پدې بریدونو کې د کلور زهرجنو ګازو نه کار اخیستل شوی دی. لویدیځۍ نړۍ بیا ویلي دي چې پدې برید کې  د سارین  ګازو نه استفاده شوې ده .

 



اړوند خبرونه