د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

706003
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  «  هر ژر مو بیرغ  ځوړولی بیرغ  راښکته کړۍ که نوي  نو په شا ګام  اوچتولو ته به مجبور شئ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  د په زونګولداق  ولایت کې  د لسګونو ټولګټو پروژو  د پرانیستو په مراسمو کې په زرګونو تنو ته  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان  د عراق په شمال کې د کوردانو د فدرالي  ادارې لخوا د کرکوک په ښار کې  د خپل بیرغ  د ځوړولو  په غبرګون کې وویل« په کرکوک ښار کې  د ملي بیرغ  نه پرته  د دویم  بیرغ  ځوړول  په کامله توګه  غلطه  خبره ده. ددې بیرغ  خاوندان  دې  پدې خبره ځان  ډیر ښه پوه کړي چې ، دا په ښکاره توګه  د هیواد د ویشلو په خاطر پورته شوی ګام  دی، زه  د عراق په شمال کې  د کوردانو په فدرالي  ادارې غږ کوم، هر څه ژر  دا  غلطي  اصلاح کړئ. مونږ  د ترکیې په توګه په کرکوک ښار کې د کوردانو  سفستو ته  اجازه نه ورکوو. کرکوک  د ترکمنان ښار دی. په کرکوک کې ترکمن او عرب اوسییږي . که چیرې  په ښار کې  یو څه کوردان هم  ژوند کوي  دا د ټولو  شریک  کور  دی . پدې ښار  خیټه مه اچوئ  ځکه چې  دا ډول  ادعاګانې  ډیر سخت  بدل  لري. ددې ډول اقداماتو سره  د ترکیې سره خپل مناسبات مه خرابوۍ. هر څه ژر ځوړول شوی بیرغ راښکته کړئ، که نوي  مونږ  مجبور یو  چې  متقابل ګامونه  اوچت کړو. »

د ینې شفق ورځپاڼې  «  د کیمیایي وسلو سره  وحشت  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د اسد رژیم  چې  د لویدیځ، ایران او روسیې  ملاتړ  تر شا لري  پرون  د سهار په ساعتونو کې  د ترکیې پولو ته نږدې د ادلب  په ښار کې  یو لوی  وحشي  قتل عام  ترسره کړ.

د اسد جنګي الوتکو  پرون د سهار په ساعتونو کې د ادلب ولایت د خان شیخون په کلي کې په ملکي وګړو  د کلور زهرجنو ګازو بریدونه وکړل. د نوموړو  بریدونو له امله  لږ لږه  ۱۰۰ تنه  مړه  او تر ۵۰۰ تنو ډیر  ټپیان او مسموم شوي دي.

د ویلو ده چې  د اسد جنګي الوتکو په سیمه  د هوايي بریدونو نه وروسته کله چې د ژغورنې ډلې  د پیښې د ټپیانو ژغورنې ته  ورسیدل  داځل یي  د ژغورنې په ډلو  هوايي بریدونه وکړل.

د نوموړي  قتل عام  نه وروسته  یواځې ترکیې  د نوموړو بې وزله او معصومو  خلکو مرستې ته ودنګل . ترکیې  سمدلاسه د سوریې سره په پوله کې په ټولو روغتونونو کې  بیړنی حالت  اعلان کړ  او سیمې ته  په لسګونو امبولانسونه واستول. د ترکیې د سرې میاشتې  سربیره  یو زیات شمیر نورو مرستندویه  ټولنو  د خلکو مرستې ته دنګلي دي.

یو زیات شمیر مرستندویه  ټولنو  سیمې ته  درمل، د اړتیا لومړني  توکي  ، ماسکونه، اکسیجن، د زهرجنو ګازو نه د ژغورنې ځانګړې جامې  ، بوټان  او یو زیات شمیر طبي  توکي  رسولي دي.

د وطن ورځپاڼې  «  نړۍواله مالي موسسه  په ترکیه کې  یو میلیارده ډالره پانګه اچونه کوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د نړۍوالې مالي موسسې  د ترکیې  د څانګې  مشرې  عایشه ویلیمس  ویلي دي چې  د روان کال  تر پایه به په ترکیه کې  ډیرې مهمې پانګه اچونې وکړي. هغه ویلي دي چې  د ۲۰۱۷ کال د جون تر ۳۰ مه نيټه  یعنې د روان کالي کال په دوران کې تر اوسه پورې  ۵۰۰ میلیونه ډالره پانګه اچونه کړې ده. همداشان د روان کال ترپایه به  په ترکیه کې  نږدې  ۵۰۰ میلیونه  ډالره نوره پانګه اچونه هم وکړو.

د صباح ورځپاڼې  «  په استانبول کې د درې بهرنیو او یو ځايي شرکت لخوا ۵۰۰ میلیونو ایرو پانګه اچونه »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې په اړه د بهرنیو پانګه والو  لیوالتیا  دوام لري . ورځپاڼې  لیکلي دي د جرمني او سویس  درې شرکتونو  د ترکیې د یو شرکت سره په ګډه  د استانبول  د بویوک چیکمه جه  په سیمه کې  د ۵۰۰ میلیونو ایرو پانګه اچونې  پریکړه کړې ده . په خبر کې راغلي دي چې  درې بهرني او یو ترک شرکت به  پدې سیمه کې  د سمندر په څنډه کې  لوکس هوټل، سوپر مارکیټونه، ساحلي تفریګاه  جوړه کړي. دا پروژه به د ۲۰۱۸ کال  تر وروستۍ  سرته ورسیږي او په فعالیت به پیل وکړي.

د حرییت ورځپاڼې  « ترکي ډرامو  په نړۍ کې دویم  مقام  خپل کړ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، پدې وروستیو لسو کلونو کې د ترکیې  د ډرامو سکټور  د پام وړ وده کړې او د پرمختګ په حال کې دی. د امریکا  veriety.com  په انټرنت پاڼه کې په خپره شوې یوې مقاله کې ویل شوي دي چې  ترکي ډرامو  د نړۍ  په یو زیات شمیر هیوادونو کې  د نندارچیانو په زړونو کې  تخت  جوړ کړی دی . د نړۍ  ډیر  بازار يي  خپل کړی دی. په مقاله کې راغلي دي چې ترکیه  د ډرامو په صداراتو کې د امریکا نه وروسته په دویم  کتار کې ځای لري. په مقاله کې راغلي دي چې  ترکي ډرامې په ځانګړې توګه  منځنی ختیځ سیمې  او لاتینې امریکا په هیوادونو کې  ډیر زیات مینه وال لري.

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې  د ډرامو صادرات  ۳۵۰ میلیونو دالرو ته  رسیدلي دي .



اړوند خبرونه