د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

705053
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د خبرترک ورځپاڼې  «  ترکیه په خپل تاریخ کې  تر ټولو په مهمې مجادلې  بوخته  ده»

د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  په ترکیه کې د ترهګرې پر وړاندې د مبارزې په اهمیت  ټینګار وکړ. ولسمشر اردوغان په ترابزون  ولایت کې  په زرګونو تنو هیوادوالو ته په وینا کې وویل « هر هغه  چا چې  زمونږ  دې مبارک  وطن  ته  سترګې پټې کړي وي، لومړی باید  هغه  بدلونو ته  چې مونږ  ددې وطن په خاطر  ورکړي دي  ځان ورته  تیار کړي.»

ولسمشر اردوغان  په هیواد کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اهمیت  د ټینګار سره وویل «  پدې وروستیو کې  مو  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  ډیر زیات بریالیتوبونه  ترلاسه کړي دي. پدې  پوره باور او ډاډ ولرۍ  چې  د شهیدانو  د هر څاڅکې  وینې  غچ به واخیستل شي. د هغوې  وینې بې ځایه نه تویږي. ترکیه په خپل تاریخ کې تر ټولو  قوي مجادله کوي. ترکیه  د هغه قبر نه  چې  پکې د خښولو هڅه یی کیږي د کفن  په څیري کولو سره  راوتلی دی. د هغه کسانو نه غواړي ترکیه  د زرکلنې جغرافیې  او  د زر کلنې ورورولۍ  نه  لرې کړي  زمونږ  مبارزې  وار خطا کړی دی.»

د صباح ورځپاڼې  «  د اپریل په ۱۶ مه  ترهګرو ته  یوه بل قوي سپیړه  پر مخ ورکړل شي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي  زیرمو وزیر برات البیرق وویل چې  په ترکیه کې  د حکومتي سیستم  د بدلولو  یعنې  ریاستی سیستم ته  تیریدو  او په اساسي قانون کې  د بدلون په خاطر  د اپریل د ۱۶ مې  نیټې  ټولپوښتنه  د ترکیې د راتلوونکي  لپاره  ډیر زیات مهم  اهمیت لري.

هغه وویل چې  د اپریل د ۱۶ مې ټولپوښتنه  په اصل کې  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان نه  چې  د جولای په ۱۵ مه  په ترکیه کې د خونړۍ کودتا سره  زمونږ په سلګونو تنه  بې ګناه هیوادوال په قتل ورسول  د حساب پوښتلو ورځ  ده. دا ورځ  د ټولو هغه ترهګرو سازمانونو  چې د ترکیې  د ورانولو  هڅه کوي  پر مخ  تر ټولو قوي  څپیړه  ده  چې ورکول کیږي. هغه په هیوادوالو  غږ وکړ چې د رای د کارولو پر مهال  د یو دولت، یو ملت، یو ملت او یو وطن  د شعور  اواحساس سره  رای ورکړي.

د ینې شفق ورځپاڼې  «د هیواد نه بهر په ۷ ورځو کې تر ۶۰۰ زرو تنو ډیرو کسانو رایې کارولي »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د اساسي قانون د بدلون په موخه  په ترسره کیدونکي ټولپوښتنه کې  د هیواد نه بهر د میشتو ترکانو لپاره د رای اچونې بهیر پيل شوی دی. په خبر کې راغلي دي چې  د تیرو ۷ ورځو په دننه کې  په لسو  هیوادونو کې د ترکیې په ۴۰ سیاسي نماینده ګیو کې  د رای اچونې بهیر دوام لري. یواځې پرون د هیواد نه بهر میشتو ۷۸ زره ۱۴۶ تنو  ترکانو  خپلې رایې کارولي دي. په ۷ ورځو کې بیا  جمعآ  ۶۰۲ زره ۱۲۶ تنو ترکانو خپلې رایې کارولي دي. که چیرې  د رای اچونې بهیر په همدې شان دوام وکړي  د تیرو ټاکنو په پرتله به پدې ټاکنو کې د ګډون کچه  ۵۵ سلنه  لوړه  شي.

د وطن ورځپاڼې  «  د جرمني پر خلاف د ترکیې سخت غبرګون »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د جرمني لخوا د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د یو زیات شمیر  عسکر غړیو  لپاره  د سیاسي پناه ورکولو د پریکړې نه وروسته ترکیې  متقابل ګام پورته  کړ. ترکیې  د جولای د ۱۵ مې د خونړۍ کودتا نه وروسته په نوموړي هیواد کې  د فتح  الله ګولن ترهګریز سازمان  د غړیو  او پدې کودتا کې د لاس لرونکو ټولو  خاینانو لست جوړ  او جرمني ته يي واستوه. ترکیې د جرمني نه نوموړي کسان مونږ  ته راوسپاري  غوښتنه وکړه. خو جرمني  ددې پر ځای چې دا ترهګر ترکیې ته وسپاري هغوې ته يي سیاسي  پناه ورکړه  چې دې مسلې د ترکیې سخت غبرګون پارولی دی.

ترکیې د جرمني ددې اقدام په مقابل کې د نوموړي هیواد سره  د استخباراتو شریکول  ودرول. ترکیه  یواځې د داعش ترهګرې ډلې نه پرته  د بل چا په اړه د جرمني سره  استخباراتو شریکولو ته  د پای ټکی کیښود.

د سټار ورځپاڼې  « لویدیځوالو ترهګرو پخپله لویديځ ته ګواښ مخامخ کړی  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، یو زیات شمیر لویدیځوالو هیوادونو  د داعش ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په بهانه  د یو بل ترهګریز سازمان  پې کاکا  د عسکري څانګو  پي وای ډي او وای پي جي  سره  د وسلو او مهماتو په مرستو  او ملاتړ پیل کړی دی. ددې سره  یو زیات شمیر امریکايي او اروپايي وګړي  د نوموړو ترهګرو ډلو سره یو ځای شوي دي.

یو زیات شمیر امریکا او اروپايي ترهګرو په سوریه کې جلا جلا ترهګریز بانډونه او سازمانونه جوړ کړي دي. دوې  نن پخپله د نړۍ دولتونو ته  په ګواښونو پیل کړی دی. امریکايي او اروپايی  ترهګرو  د خپلو هیوادونو نه  د ترلاسه کړو وسلو او مهماتو سره نن بیرته خپلو هیوادونو ته  ګواښونه پيل کړي دي. دیته په کتو سره  ګمان کیږي چې  دا ترهګرې ډلې  د داعش  ځای ډک کړي.



اړوند خبرونه