د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

704176
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د سټار ورځپاڼې  «  د اپریل په ۱۶ مه هغوې ته تر ټولو  قوي  درس ورکړل شي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون  په پلازمینه انقره کې  په ټولیزه توګه  د یو زیات شمیر حکومتي ودانیو او بڼسټونو  د پرانیستو په مراسمو کې  ګډون کوونکو په زرګونو تنو هیوادوالو ته وینا وکړه.

ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې په لویدیځې نړۍ، په لودیځوالو مشرانو، کودتاچیانو او ترهګرو سازمانونو  د نیوکې سره وویل «  د اپریل په ۱۶ مه  د اساسي قانون د بدلون په خاطر  ترسره کیدونکې  ټولپوښتنه د لویدیځوالو مشرانو، کودتاچیانو، ترهګرو سازمانونو او د کودتاچیانو او ترهګرو  ملاتړ کوونکو لپاره به تر ټولو  ښه  او قوي ځواب  وي»

ولسمشر اردوغان وویل  ترکیې  تیر کال  ۲ عشاریه  ۹ سلنه اقتصادي  وده کړې ده  او ټولې اروپايي ټولنې بیا  ۱عشاریه ۵ سلنه. ولسمشر اردوغان زیاته کړه چې  د اقتصادي درجه بندیو سازمانونو  د ترکیې اقتصادي وده  ډیره کمه  اټکل کړې وه چې د الله په فضل ترکیې د هغوې د اټکلونو نه  یو لمبر  ډیره  وده وکړه. هغه وویل چې د ترکیې پياوړی  او میړانه ملت  د پینالتي  په وهلو ډیر ښه پوهیږي. هغه زیاته کړه پوره باور لري چې  دا میړانه ملت به  د اپریل په ۱۶ مه  د ټولپوښتنې سره لویدیځوالو مشرانو ته  ډیر ښه سبق  ورکړي. دا ورځ  به  د صلیبي  اتفاق  لپاره  د سبق  ورځ  وي.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د ترکیې د ټولپوښتنې په خاطر په امریکا کې د ترکانو رای اچونه پيل شوه  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې  د اپریل د ۱۶ مې د ټولپوښتنې د ګډون په خاطر په امریکا کې میشتو ترکانو  لپاره د رای اچونې بهیر پیل شو. په خبر کې راغلي دي چې په شیکاګو ښار کې د رای اچونې په مرکز کې  د ډیر رش له امله  کتارونه جوړ شوي وو. په خبر کې راغلي دي چې په امریکا کې میشت ترکانو د اپریل د ۱۶ مې په ټولپوښتنه کې د ګډون په خاطر کولی شي  چې  د اپریل تر نهمې نیټې  د شیکاګو کې د ترکیې د جنرال قونسلګرۍ سربیره  په نیویارک، باستون، میامي، لاس انجلس او هوسټون کې  د ترکیې په سیاسي نماینده ګیو کې  خپلې رایې وکاروي.

د وطن ورځپاڼې  «  د پې کاکا ترهګرې ډلې ته د تیرو ۵ میاشتو تر ټولو  قوي ضربه»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد په ختیځ او سویل ختیځو سیمو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف  عملیات  پرته د ځنډه دوام لري. د نوموړو عملیاتو په ترڅ کې د پې کاکا  ترهګرې ډلې ته  د تیرو ۵ میاشتو په دننه کې تر ټولو قوي ضربه ورکړل شوه. په خبر کې راغلي دي چې  د ترهګرو  پر خلاف په روانو عملیاتو کې  د هغوې  زون، سیمې  ، ولایت  د مسئولینو سربیره  یو زیات شیمر ډلمشرانو په ګډون  ۸۸۶ تنه ترهګر وژل شوي دي. همداشان  پدې عملیاتو کې د پې کاکا ترهګرې ډلې  یو زیات شمیر پټنځایونه، د لوژیستیک مرکزونه، عایداتي منبع او د وسلو او مهماتو ډیپلوګان  له منځه وړل شوي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي  د هیواد  د لومړي وزیر مرستیال  محمد شمشک  وویل چې حکومت په پام کې لري  د هغه هیوادوالو  سره  زر  چې  په کورونو کې  ساتلي دي  د نوموړو سرو زرو په ارزولو سره  عایداتي  منبع  پيدا کړي. هغه زیاته کړه چې حکومت پدې اړه  په یو پلان کار کوي. هغه زیاته کړه چې  ددې ګام سره  به هغه هیوادوال چې په کورونو کې  سره زر  پرته د ګټې ساتلي دي  ورته د ګټې لاره  برابره کړي.

د حرییت ورځپاڼې  «  ترکیې نامتو سندر غاړې  په نړۍوالې سیالۍ کې پایلوبې ته لار وموندله  »  د سرلیک لاندې  لیکلي دي ، د بي بي سي  کاردیف  د سندرو په نړۍواله  سیالۍ کې  چې ایټالیا نه نیولې تر ناروې، د روسیې نه تر کاناډا  پورې  د نړۍ  د څلورو ګوټونو نه ۴۵۰ تنو  سندرغاړو ګډون کړی وو د ترکیې  استازي  ایزګي قره کایا  د شلو تر ټولو  ښو سندر غاړو په کتار کې ځای ونیو. نوموړې  پایلوبې ته لار وموندله. په خبر کې راغلي دي چې  ایزګي قره کایا به  د جون په ۱۱ مه نیټه  په کاردیف کې په جوړیدونکې  پایلوبه کې ګډون وکړي. د سیالۍ  فاینل  به  د نړۍ د یو زیات شمیر مهمو او نړۍوالو تلویزیونونو لخوا په ژوندۍ بڼه  خپور شي.



اړوند خبرونه