د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « د اردوغان لخوا اروپا ته غوڅ پیغام » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې اروپايي هیوادونه ترکیه د ۲۰۲۳ کال هدفونو ته د رسیدو له امله اندیښمن دي. خو غواړم چې هغوي ته غوڅ پیغام ورکړم. « انشاالله چې د ترکیې عواید به ۲ تریلیونه ډالرو او سرانه عواید به ۲۵ زرو ډالرو ته ورسو. هیڅوک پدې برخه کې زمونږ مخه نیولی نشي. »
انشاالله چې ترکیه به د نړۍ د لسو لویو اقتصادونو په منځ کې شامل کړو. پدې اړه به ټول دفاعي ، پوهنې، روغتیا، ټرانسپورت او انرژۍ په برخو کې زیربناګانې جوړې کړو.
د ینې شفق ورځپاڼې « فتح الله ګولن زنداني کړئ » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوزداغ د امریکا متحده ایالتونو د عدلیې وزیر سره تیره ورځ د ټیلیفون په کرښه خبرې وکړې. د ترکیې د عدلیې وزیر پدې ټیلیفوني خبرو کې د هغه نه د موقتي مودې لپاره فتح الله ګولن د زنداني کولو او ترکیې ته د سپارولو غوښتنه وکړه. د بله پلوه د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چې د رسمي سفر په ترڅ کې امریکا ته تللی دی د نوموړي هیواد د عدلیې د وزیر سره په لیدنه کې د ګولن ترهګریز سازمان په اړه نوي اسناد او شواهد هغه ته وسپارل.
د سټار ورځپاڼې « د انګلستان شرکتونه د لرې ختیځ د هیوادونو پر ځای ترکیې ته ترجیح ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، په ترکیه کې د انګلستان د سوداګرۍ د خونې ریس چریس ګاونټ وویل چې د انګلستان شرکتونو ددینه مخکې خام مواد هندوستان، چین او سویل ختیځې اسیا هیوادونو نه ترلاسه کول او ډير توجه يي هغه لورې ته وه خو د تیرو ۱۸ میاشتو راهیسې د ټولو مخه ترکیې ته راګرځیدلې ده . هغه وویل د ترکيي موادو لوړ کیفیت ، نږدېوالی او ښه بیه دا ټول هغه مسلې دي چې د انګلستان د شرکتونو توجه يي ځانته رااړولې ده .
هغه زیاته کړه چې د تیرو لسو کلونو په دننه کې د انګلستان لخوا په ترکیه کې څه باندې ۲۰ میلیارده پونډ سترلین پانګه اچونه شوې ده . انګلستان ترکیې ته د یو بندري هیواد په سترګه ګوري.
د وطن ورځپاڼې لیکلي دي چې د سویلي قبرس د ادارې مشر نیوکوس د نه مننونکو غوښتنو له امله ځنډول شوي مذاکرات د ملګروملتونو سازمان په منځګړتوب له سره پیلیږي. په خبر کې راغلي دي چې د قبرس لپاره د ملګروملتونو د مشر ځانګړي استازي ویلي دي چې د قبرس د سولې د مذاکراتو د بیا پیلولو او د جولای په میاشت کې پدې اړه د تفاهم د ترسره کیدو او د سپټمبر په میاشت کې په سویلي قبرس کې د ټولپوښتنې د ترسره کیدو اړوند پلان جوړ کړی دی. په خبر کې راغلي دي چې شمالي قبرس ترک جمهوریت ولسمشر مصطفی اقنجي د ملګروملتونو د پلان نه هر کلی کړی او په پام کې ده چې د اپریل په میاشت کې د سویلي قبرس د ادارې د مشر سره وویني.
د حرییت ورځپاڼې « د نړۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې د ښکلا سیالۍ یو ځل بیا تکراریږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د بالکیسیر ولایت د ادریمیت ولسوالۍ د انتاندروس په انتیک ښار کې پدې اړه په یوې پروژې کار پیل کړی دی. د یادولو وړ ده چې د انتاندورس انتیک ښار په نړۍ کې د لومړي ځل لپاره د ښکلا د سیالۍ کوربه توب کړی دی . همداشان د روم د ښار افسانوي بڼسټ ایښودونکي به پدې ښار کې کښتۍ جوړولې. دا ښار یو ځل بیا تاریخي سیالۍ ته تیاری نیسي.