د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼو « د الباب نه وروسته وار د منبیچ دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د پاکستان نه د راستنیدو پر مهال په الوتکه کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه په سوریه کې د روانو عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل ، د الباب نه وروسته وار د منبیچ دی. هغه وویل که چیرې د رقه د عملیاتو په اړه د امریکا متحده ایالتونو سره په توافق ورسیږو او زمونږ غوښتنې ومنل شي نو د رقه عملیات به د نړۍوال ایتلاف سره په ګډه ترسره کړو. همداشان د روسیې لخوا د داعش پر خلاف د ګډې مبارزې د وړاندیز په صورت کې کیدای شي چې دا مبارزه ټول په ګډه پرمخ یوسو.
د سټار ورځپاڼې « ترجیح مو وکړئ، یا مونږ یا پي وای ډي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم په پلازمینه انقره کې جوړه شوې د منځګړو نړۍواله غونډې ته په وینا کې وویل « بعضې ترهګرې ډلې په سوریه کې د وای پي جي او پي وای ډي ترهګرو د نومونو لاندې د ترهګریزو فعالیتونو په لټه کې دي. خو په هره جامه کې چې ځانونه پټ کړۍ او هر ډول نقاب په مخ راښکته کړۍ مونږ مو ښه پیژنو. »
د همدې امله په دوست او متفقو هیوادونو غږ کوو چې ددې ترهګرو سره په ګډه د حرکت کولو پر مها یو ځل بلکې لس ځله فکر وکړي. دا چې دوی د چا سره په ګډه د حرکت کولو پلان لري باید ددې پریکړه وکړي. په منفقو او په ځانګړې توګه په امریکا غږ کوو چې خپل انتخاب وکړۍ. یا ترکیه یا د پي وای ډي او وای پي جي ترهګره ډله.
د خبرترک ورځپاڼې « د سوریې سره په پوله کې چاته د سر پورته کولو فرصت نه ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې لخوا د سوریې په شمال کې د پيل کړو عسکري عملیاتو او د سوریې سره په پوله کې د دیوار د جوړولو له امله امنیتي ځواکونه چاته د سر د لوړولو اجازه نه ورکوي. د سوریې سره په پوله کې په پرتو ولایتونو کې امنیت ښه ټینګ شوی دی. د ناقانونه تګ راتګ او قاچاق مخه په کامله توګه نیول شوې ده .
د سوریې سره په پوله کې د پوخ دیوار سربیره نور فزیکي تدابیر هم نیول شوي دي. همداشان د پولې په اوږدو کې په پرمختللې تکنالوژۍ او توغندیو سمبال د پیره دارخانې جوړوې شوي دي. په پوله کې د پوخ دیوار د پاسه د شپې لید امنیتي کمرې، دفاعي توغندي او بې پیلوټه الوتکې په فعالیت اچول شوي دي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ډیپلوماتیک تحریک » د سرلیک لاندې لیکلي دي، جرمني چې په هیواد کې د فتح الله ګولن، پې کاکا او نورو ترهګرو ډلو ته په ډیرې راحتۍ سره د هر ډول فعالیت او غونډو اجازه ورکوي د ترکانو هغه غونډه يي لغوه کړه چې په پام کې وه د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوداغ او د اقتصاد وزیر نیهاب زیبکچي پکې ویناګانې کړي وی. د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوداغ د جرمني ددې ضد ډیموکراتیک او ټولو حقوقو سره په ټکر کې د پریکړې په غبرګون کې د نوموړي هیواد د عدلیې د وزیر په ګډون د نورو چارواکیو سره پلان کړې لیدنې ټولې رد کړې او هیواد ته راستون شو. هغه د فرانسې د سترازبورګ په ښار کې خبریالانو ته وویل ، هغه هیواد چې هر فرصت کې ځان د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، حقوقو پلي کیدو او وینا ازادۍ دفاع کوونکی ، پدې برخه کې تل په نورو نیوکې کوي خو له بده مرغه چې په نوموړي هیواد کې د میشتو ترکانو یوه غونډه هم زغملی نشي. د جرمني دا چلند په هیڅډول د منلو وړ ندی. جرمني چې په هر فرصت کې د پې کاکا ترهګریز سازمان پلویانو او مشرانو ته د غونډو جوړولو زمینه برابروي، د ترهګریز سازمان مشرانو ته د ویدیو کنفرانس له لارې د خپلو پلویانو سره د لیدنې فرصت برابروي د یو مشروع دولت د وزیرانو د غونډې مخه نیسي.
هغه وویل چې د جرمني لخوا دا ضد ډیموکراتیک چلند ددوی لپاره د منلو وړ ندی.
همداشان ترکیې د نوموړې مسلې له امله د جرمني سفیر د بهرنیو چارو وزارت ته احضار کړ.
د وطن ورځپاڼې « په ترکیه کې لومړني ځايي مخابراتي انتنونه جوړل شول » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د دفاع صنایعو شرکت اسلسن مرستیال یاوز بایز وویل چې په اسلسن شرکت په ترکیه کې د لومړي ځل لپاره ملي مخابراتي انتنونه جوړ کړل. هغه وویل چې دا نتنونه به د اپریل په میاشت کې نصب او په فعالیت به پیل وکړي. هغه زیاته کړه چې په لومړي پړاو کې به د ترکیې د ترکسل مخابراتي شرکت ته دا مخابراتي انتبونه تسلیم کړي. همداشان ورپسې به يي ویدافون او ترک تیلیکام شرکتونو ته هم تسلیم کړي.