د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

682921
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  «  د وریښمو مدرنه لاره جوړول  غواړو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې جوړه شوې  د اقتصادي همکاریو د سازمان  ( ایکو) په ۱۳مه سرمشریزه کې  وینا وکړه. ولسمشر اردوغان  په خپله وینا کې  ددې خبرې په ټینګار وویل چې د ریښمو مدرنې لارې جوړول غواړي. هغه وویل چې ترکیې  پدې وروستیو کلونو کې پدې برخه کې ډیرې مهمې  پروژې ګټې اخیستو ته  سپارلي دي چې هره یوه يي  ددې پروژې  پارچه ده. هغه زیاته کړه چې  په استانبول کې  دریم  د نړۍ تر ټولو  لوی  هوايي ډګر جوړیږي  چې دا به  د سیمې سره  ډیره زیاته مرسته وکړي. ولسمشر اردوغان وویل چې دا پروژې یواځې د ترکیې لپاره نه بلکې  د سیمې  او د ایکو سازمان د غړیو هیوادونو د ګټې لپاره  جوړیږي. ولسمشر اردوغان وویل چې  د ترانزیت په برخه کې په لاسلیک شوو تړونونو  پوره عمل کول  به په سیمه کې د ټرانسپورتي دهلیزونو د جوړولو سره  ډیره زیاته مرسته وکړي.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د ولسمشر اردوغان په بلنه په ترکي لیرو باندې د صادراتو او وارداتو کچه  د پام وړ لوړه شوې ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي،  د ترکیې ولسمشر اردوغان لخوا  صادرات او واردات  په ځايي پيسو  د ترسره کولو  د بلنې نه وروسته  د روان کال  د جنوري په میاشت کې صادرات د تیر کال همدې میاشتې په پرتله  ۱۳۰ سلنه  لوړ شوي دي. په خبر کې راغلي دي چې  ترکیې  د جنوري په میاشت کې  د ۱۱ میلیارده او ۲۷۷ میلیونو ډالرو صادراتو نه  ۹۶۳ میلیونه او ۸۴۰ يي  د ترکي لیرو سره  ترسره کړي دي. همداشان  پدې میاشت کې  د ۱۵ میلیاردو او ۵۸۶ میلیونو ډالرو  وارداتو نه  یو میلیارد او ۸۱ میلیونه او ۲۲۹ زره  يي  په ترکي لیرو  شوي دي.

د ینې شفق ورځپاڼې  « د ازادې سوریې ځواکونه د منبیچ پر لورې پرمختګ کوي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ازادې سوریې ځواکونو چې  د سوریه په شمال کې د الباب سیمه  په کامله توګه د داعش ترهګرې ډلې نه تصفیه کړه  منبیچ  پر لورې پرمختګ پيل کړی دی. د ازادې سوریې ځواکونو  د منبیچ ښار په بیروني سیمو کې  د پې کاکا ترهګرې ډلې  د څانګې پي وای ډي  سره  په جګړه کې  څو کلي  نیولي دي  او پرمختګ ته دوام ورکوي. په خبر کې راغلي دي چې  پدې جګړه کې ترکیه  د توپچي  بریدونو سره  د ازادې سوریې د ځواکونو نه ملاتړ کوي. د ازادې سوریې د ځواکونو قومندانان وايي چې پي وای ډي ترهګرې ډلې د داعش  او اسد رژیم سره  اتفاق  جوړ کړی دی. داعش ترهګره ډله  خپلې سیمې  پرته د جګړې او مقامت نه  پي وای ډي او اسد رژیم ته  پریږدي او په شا کیږي. ورځپاڼې  لیکلي دي ترکیه  په سوریه کې  د داعش ترهګرې ډلې  تر ټولو  د لوی مرکز  رقه  د تصفیه کولو په خاطر  د امریکا سره  مذاکراتو ته دوام  ورکوي.

د وطن ورځپاڼې  « د نړۍ تر ټولو  پرمختللو الوتکو ته  توغندي ترکیه جوړوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د راکټ سن  شرکت  په  استرالیا    تر ټولو پرمختللو  اف ۳۵ ډوله  جنګي  الوتکو لپاره   د som j   توغندیو  پلورلو ته  تیاری نیسي.

ورځپاڼې  لیکلي دي د ترکیې د راکټ سن  د دفاعي صنایعو شرکت  د استرالیا  د ګیلانګ په ښار کې  جوړ شوي  د دفاعي صنایعو په نړۍوال نندارتون کې ګډون کړی دی. استرالیا  چې د نړۍ تر ټولو  پرمختللې اف ۳۵ ډوله  جنګي الوتکې د امریکا نه رانیولي دي غواړي چې ددې الوتکو لپاره پرمختللي  توغندي  د ترکیې نه  واخلي. د ترکیې د راکټ سن شرکت  د  som j پرمختللې  توغندي  پدې  نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي. دا نندارتون به د مارچ تر پنځمې نیټې دوام وکړي.

د سټار ورځپاڼې  « پایتخت عبدالحیمد ډرامه  نړۍ بازارونو ته وړاندې کیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترکیې د ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي لخوا جوړه شوې  د پایتخت عبدالحمید په نامه  تلویزیوني  ډرامې  لومړنی  قسمت  د تیرې جمعې په شپه نندارې ته وړاندې شو. ډرامې  د لومړني  قسمت سره  په اروپا کې د ریټنګ  په برخه کې  دویم  مقام  خپل کړ. د ترکیې ملي راډیو تلویزیون ټي آر ټي غواړي چې  دا ډرامه  د نړۍ بازار ته  وړاندې کړي. ټي آر ټي  دا ډرامه  د اپریل په دریمه نیټه په فرانسه کې جوړیدونکي  د فلمونو او ډرامو  په ننداتون کې  نړۍ ته معرفي کوي.

تمه کیږي چې دا ډرامه  د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو  وپلورل شي.

 



اړوند خبرونه