د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

675932
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  «  په یو بل وسلې پلوري  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاووش اوغلو د جرمني د مونیخ د کنفرانس په چوکاټ کې  یوې غونډې ته په وینا کې وویل « د یوې ترهګرې ډلې پر خلاف د مبارزې په خاطر  د بلې ترهګرې ډلې نه ملاتړ او په وسلو سمبالول  لویه اشتباه  ده. هغه وویل چې دا د امریکا د پخوانې حکومت  لویه  خطا وه. هغوې  په سوریه کې  د داعش پر خلاف د مبارزې په خاطر  وای پي جي ترهګرې ډلې ته وسلې ورکړې ، وای پي جي  دا وسلې د پې کاکا ترهګرې ډلې ته ورکړې. همداشان ددې وسلو  یوه  لویه برخه  د داعش ترهګرې ډلې لاس ته  وغورځیدې. هغه وویل چې  داعش او وای پي جي  په یو بل وسلې پلوري او تجارت کوي. همداشان پې کاکا بې ددې وسلو په ترکیه کې په ترهګریزو فعالیتونو کې استفاده کوي.

هغه وویل  ترکیه  د امریکا  متفق هیواد دی. امریکا  د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې  ولې د بلې ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي.

د سټار ورځپاڼې  « د ترهګرۍ پر خلاف مطابقت »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د جرمني د مونیخ په ښار کې د عراق په شمال کې د فدرالي  ادارې د مشر مسعود برزاني سره  ولیدل. په لیدنه کې  د سیمې د پرمختګونو او ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزې خبرې وشوې. دواړو مشرانو  په سیمه کې د ترهګرو ډلو لخوا په رامنځته شوو تخریباتو  او ګواښونو خبرې وکړې. لومړي وزیر په لیدنه

د همغږۍ په اهمیت ټینګار وکړ.

 شفق ورځپاڼې  «  ریل ګاډو  ته  ملي  ماشین جوړیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د لوکوموتیف  او ماشین الاتو شرکت په ترکیه کې د ریل ګاډو لپاره  ډیزلي  ماشین  جوړ کړ. ورځپاڼې  لیکلي دي دې شرکت  دا ماشین  د ځايي انجنیرانو او کارګرانو  پر  مټ  جوړ کړ. د ترکیې د ټرانسپورت سمندري چارو او معلوماتو وزیر احمد ارسلان  د هیواد په اسکي شهر ولایت کې  د نوموړي شرکت  د فابریکې نه لیدنه وکړه. هغه وویل چې  نن ورځ  د ترکیې  د لوکوموتیف  او ماشین الاتو شرکت  ستره لاسته راوړنه  وکړه. انشاالله چې  ددینه وروسته ترکیه  د هیواد لپاره ملي ګړندي ریلونه او د ریلونو ماشینونه  تولید کړي. همداشان په نږدې راتلونکي کې به نړۍ ته  په صادراتو پیل وکړو.

د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي د ترکیې د کوچ  د شرکتونو  اړوند  د اوتوکار شرکت  د متحده عربي اماراتو  د نامتو شرکت  توازن  سره په ګډن جوړ کړي  د جسور شرکت  د متحده عربي اماراتو  د وسله والو ځواکونو لپاره  د ۶۶۱ میلیونو ډالرو په ارزښت  د زغروالو موټرو د جوړولو  قرارداد لاسلیک کړ. د کوچ د شرکتونو ریس  علي کوچ  خبري رسنیو ته وویل چې « انشاالله چې خلیجو هیوادونو ته  د صادراتو نه پرته  د ځايي شریکانو سره  به  په سیمه کې  په تولیداتو  پيل وکړو. »

د صباح ورځپاڼې  «  د تورستانو  لپاره تحت البحري کښتۍ »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د هیواد د انتالیا په ولایت کې  یوه تحت البحري کښتۍ د ګرځندوی د سکتور لپاره په فعالیت پیل کوي. دا تحت البحري کښتۍ  به  د اپریل د میاشتې د لومړۍ نیټې نه په اعتبار سره په فعالیت وکړي . دا تحت البحري کښتۍ د ۴۶ تنو مساپرو د انتقال ظرفیت لري. دا تحت البحري  کښتۍ  په سمندر کې خپله لومړنۍ  غوټه  ووهله.

په ترکیه کې  د یو سیاحتي  شرکت  مشر یونس عمره  خبریالانو ته وویل چې  د نړۍ په ۷ هیوادونو کې  د ګرځندوی په سکتور کې  تحت البحري  کښتۍ  فعالیت کوي. دادی په ترکیه کې هم په فعالیت پيل کوي. هغه وویل چې دا تحت البحري کښتۍ د سمندر د ۱۱۰ مترۍ پورې  په اوبو کې  د ښکته کیدو ظرفیت لري. همداشان په ۲۰۱۸ کال کې به دویمه  تحت البحري کښتۍ  په فعالیت پیل وکړي. هغه وویل دا کښتۍ به  د ګرځندویانو سره  د سمندر په تل کې  د څیړونو په برخه کې مرسته وکړي.



اړوند خبرونه