د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د حرییت ورځپاڼې « د الباب فتحه عامه مسله ده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکيې ولسمشر رجب طیب اردوغان بحرین، سعودي عربستان او قطر ته د سفر نه مخکې د اتاترک په هوايي ډګر کې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. ولسمشر اردوغان د ترکیې د وسله والو ځواکونو لخوا د سوریې په شمال کې د فرات ډال په نامه د روانو عملیاتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل « د الباب سیمه زمونږ او د ازادې سوریې د ځواکونو لخوا د څلورو خواوو نه محاصره شوې ده. ترکي او د ازادې سوریې ځواکونه د الباب ښار مرکز ته ننوتي دي. د الباب ښار مرکز ته د ترکي ځواکونو د ننوتو سره داعش په وتو پيل کړی دی. ددینه وروسته د الباب د سیمې نیول عامه خبره ده. په سیمه کې د پلانونو سره سم پرمختګ روان دی. »
د الباب د فتحه کولو نه وروسته وار د ممبیچ او رقه ښارونو دی. د ممبیچ او رقه د ښارونو د عملیاتو په اړه مو خپل پلان او نظر د امریکا د مرکزي استخباراتو د مشر سره شریک کړ.پدې اړه د امریکا د نوې ادارې سره په ګډه کار کوو.
د سټار ورځپاڼې « د انرژۍ د سیاستونو کتاب لیکل کیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، ترکیه د انرژۍ د سیاستونو کتاب جوړوي. د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق وویل چې « زما په اند د انرژۍ وزیران بدلیږي، د یاد شوي وزارت کارکوونکي بدلیږي خو د ترکیې د انرژۍ ستراتیژي او سیاستونه باید تغیر ونه خوري. دې هدف ته د رسیدو په خاطر هلې ځلې کوو. »
ترکیه تر ۲۰۲۳ کاله د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ، د انرژۍ تولید ظرفیت لوړولو، مختلفو انرژیو او د انرژۍ د زیربناګانو په ګډون یوې مهمې ستراتیژۍ ته اړتیا لري. په یو داسې ستراتيژۍ چې ازاد رقابت به پکې زمینه برابره وي او د هیواد د اقتصادي ودې سره مرسته وکړي یوې اساسي ستراتيژۍ ته اړتیا شتون لري. پدې ستراتيژۍ کار دوام لري.
د صباح ورځپاڼې لیکلي دي په ترکیه کې د موټرو سکتور د تیر کال په څیر سږ کال هم په وده کې دی. په ترکیه د موټر جوړولو سکتور په ۲۰۱۶ کال کې د صادراتو او تولیداتو سره ریکاټ ټینګ کړی وو. همداشان په ۲۰۱۷ کال کې هم د نوموړي سکتور وده دوام لري. د ۲۰۱۷ کال په لومړني میاشت کې په ترکیه کې جمعآ ۱۲۸ زره موټرې تولید شوي دي. د نوموړو موټرو نه لویه برخه بهر ته صادر شوي او یوه برخه يي په ترکیه کې پلورل شوي دي.
د خبرترک ورځپاڼې لیکلي دي په ترکیه کې د اروپا د ځوانانو د ۲۰۱۷ کال کې د ژمنیزو سیالیو د اولمپیک فیستیوال د شانداره مراسمو سره پرانیستل شو.
د ترکیې د ایرزوروم ولایت سږ کال د اروپا د ځوانانو د ۲۰۱۷ کال د ژمنیزو سیالیو د اولمپیک د فیستیوال کوربه توب کوي. دا فیستیوال د ارزوروم ولایت د کاظم قره باقر په لوبغالي کې پرانیستل شو. پدې فیستیوال کې د ۳۴ هیوادونو نه د ۱۴ او ۱۸ عمرونو ترمنځه ۶۵۰ تنو ورزشکارانو ګډون کړی دی.
فیستیوال د فبروري تر ۱۸ مه نیټه دوام کوي. فیستیوال د هیواد د ملي ورزشکار سردار دینیز لخوا د مشعل په لګولو سره پيل شو.