د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

667649
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د صباح ورځپاڼې  « ولسمشر اردوغان  د ټرامپ سره  د لومړي ځل لپاره رسمي ټیلیفوني خبرې وکړې » د سرلیک لاندې لیکلي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  د امریکا د نوي ولسمشر دونالد ټرامپ سره  چې د جنوري په شلمه نیټه يي په دنده پيل کړی وو  تیره شپه  د ټيلیفون په کرښه خبرې وکړې. په خبر کې راغلي دي ولسمشر اردوغان د ټرامپ سره په ټیلیفوني خبرو کې  ترکیې ته د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د مشر د اعادې د مسلې سربیره د سوریې  په پرمختګونو او د ترهګرۍ پر وړانډې په مبارزې خبرې وکړې.

د یادولو وړ ده چې  د امریکا نوی ولسمشر  ټرامپ  د مې په میاشت کې په بلجیم کې جوړیدونکي  د ناټو په سرمشریزه کې ګډون کوي. د ترکیې او امریکا  ولسمشرانو پدې ټیلیفوني خبرو کې  د ناټو سازمان په ساختار کې  په اړه هم  خبرې کړي دي. دواړو مشرانو د ناټو د سازمان په ساختار کې  په ځینو بدلونو تفاهم  وکړ.

د حرییت ورځپاڼې «  ولسمشر اردوغان : راځۍ چې په ګډه بې کارۍ ستونزه حل کړو»  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  تیره ورځ  د ترکیې د سوداګریزو خونو په مرکز کې  جوړې شوې  د اقتصادي شورا په غونډه کې  ګډون وکړ. ولسمشر اردوغان  په ترکیه کې د بې کارۍ د کچې د راټیټولو په خاطر د ملي سفربرۍ  اعلان وکړ. ولسمشر وویل چې پدې سفربرۍ کې  ټول سوداګر، ښاروالي ګانې او والیان ګډن وکړي. هغه په سوداګرو  غږ وکړ چې  راځۍ  په ګډه توګه  د بې کارۍ دا ستونزه  حل کړو. هغه وویل چې انشاالله د مارچ په میاشت کې به د بې کارۍ د راټیټولو په خاطر  ډیر مهم ګامونه  اوچت شي.

د خبرترک ورځپاڼې  «  د ایټالیا او یونان سره  په ګډه سمندري حرکات  » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ناټو سازمان  د بحرونو د امنیت او نړۍوالې سولې او ثبات  په خاطر پيل کړي  د سمندري حرکاتو  په ترڅ کې به ترکیه  د ایتالیا او یونان  د سمندري ځواکونو سره  په ګډه  په مدیترانه کې  عسکري  حرکاتو کې ګډون وکړي. په خبر کې راغلي دي چې  دا حرکات  د فبروري په څلورمه نیټه پیل شوي او تر ۱۹ مې نیټې به  دوام وکړي. ددې حرکاتو نه موخه  د سمندرونو امنیت ټینګول، سمندري ډاړه مارانو ته غاښ ماتوونکی ځواب  او د سمندري تهدیدونو  له منځه وړل دي.

د سټار ورځپاڼې  «  ترکیې ته د اسراییلي ګرځندویانو راجلبولو په خاطر  مهم ګام  » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې  د کولتور او ګرځندوی وزیر نبي اوجي  د ترکیې ، روسیې، ایران، عراق او مصر په ګډون  په اقتصادي غونډه کې د ګډون  په موخه اسراییلو ته سفر وکړ. د ویلو ده چې د ترکیې نه اسراییلو ته  د ۷ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د وزیر په کچه سفر ترسره شو. د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر په پلازمینه تل ابیب کې  د اسراییلو د کولتور وزیر  سره  لیدنه وکړه. د ترکیې د کولتور وزیر د لیدنې نه وروسته خبریالانو ته وویل چې « ددې سفر سره غواړو د ګرځندوی ګډ کمیسیون یو ځل بیا راژوندی کړو. هغه وویل چې تیر کال ترکیې ته څه باندې ۲۶۰ زره تنه اسراییلي ګرځندویان راغلي وو، سږ کال په پام کې لرو چې دا رقم  ۶۰۰ زرو تنو ته لوړ کړو.

د وطن ورځپاڼې « د ترک ډاکټر تخنیک  د طب د اختراع ګانو په لست کې شامل شو »  د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترک  جراح  لخوا  کشف شوی  تخنیک  د نړۍ د جراحي تخنیکونو په علمي مجله کې خپور شوي  لست کې  ځای ونیو.

د اندوکرین متخصصې  پروفیسور ډاکټر  یشیم  ایربیل کشف کړي  تخنیک سره  د تروید سرطان نه وروسته  د اتومي انرژۍ  او غږ  د لمنځه  تلو په څیر  ستونزې  له منځه وړي.



اړوند خبرونه