د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د شتمنیو صندوق د نړۍ د لسو لویو صندوقونو په کتار کې » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د شتمنیو د صندوق د انیستیتیوت د شمیرو له مخې په نړۍ کې د ۷ عشاریه ۴ تریلیونو ډالرو په قیمیت د شتمنیو صندوقونه شتون لري. همداشان تر ۲۰۲۰ کاله به د شتمنیو ۲۱ نوي صندوقونه جوړ شوي چې ددې سره به يي مقدار ۱۵ تریلیونو ډالرو ته لوړ شي. په خبر کې راغلي دي چې دم ګړۍ د نړۍ په څه باندې ۴۰ هیوادونو کې تر ۸۰ ډیر د شتمنیو صندوقونه شتون لري. ناروې ، سعودي عربستان، کویټ او قطر په څیر هیوادونه د نړۍ تر ټولو لوی د شتمنیو صندوقونه لري. همداشان د چین، سینګاپور او هانګ کانګ په څیر هیوادونه هم د قوي صادراتو له امله د شتمنیو صندوقونه لري. په خبر کې راغلي دي د ۲۰۱۶ کال د مارچ په میاشت کې ناروې د شتمنیو په صندوق کې د ۸۸۵ میلیاردو ډالرو شتمنۍ سره په لومړني کتار کې ځای ونیو. همداشان چین به د ۸۱۳ عشاریه ۸ میلیارده ډالرو د شتمنۍ د صندوق په درلودو سره په دویم کتار کې ځای ونیو. همداشان د ترکیې د شتمنیو صندوق د ۱۹۳ عشاریه ۶ میلیارده ډالرو شتمنۍ سره په ۱۲ م کتار کې ځای درلود. ترکیه هڅه کوي چې پدې لست کې لسم کتار ته لوړ شي. همداشان ترکیې د شتمنیو د صندوق شتمني ۲۰۰ میلیاردو ډالرو ته قابو کړې ده چې په نوي درجه بندۍ کې به د لسو لویو هیوادونو په کتار کې ځای ونیسي.
د حرییت ورځپاڼې « ۷ کاله وروسته اسراییلو ته لومړنی سفر » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیه د اسراییلي ګرځندویانو د راجذبولو په خاطر د نوموړي هیواد سره د ګرځندوی په برخه کې اړیکو ته وده ورکوي. ترکیه غواړي چې په ۲۰۱۷ کال کې څه باندې یو میلیون اسراییلي ګرځندویان هیواد ته راجذب کړي. د همدې امله د ۷ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د ترکیې د کولتور او ګرځندوی وزیر اسراییلو ته سفر وکړ. ددې سفر نه موخه د دواړو هیوادونو ترمنځه د ګرځندوی په برخه کې د اړیکو قوي کول دي.
د صباح ورځپاڼې « د برښنا د تولید په برخه کې نوې دوره » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د انرژۍ او طبعي زیرمو وزیر برات البیرق وویل چې « غواړو هیواد د برښنا د تولید په برخه کې خودکفا کړو. د همدې امله په ترکیه کې د ډبرو سکرو نه د برښنا په تولید پيل کوو. د ډبرو سکرو نه د برښنا د تولید په خاطر داوطلبي وشوه. داوطلبي د کولین کالیان او چالیک لر شرکتونو لخوا په ګډه وګټل شوه. دا دوه شرکتونه به د ډبرو سکرو نه د برښنا د تولید په خاطر یو عشاریه یو میلیارده ډالره پانګه اچونې سره د برښنا د تولید ستیشن جوړ کړي. دا ستیشن د ۸۰۰ میګاواټه برښنا د تولید په
ظرفیت جوړیږي. »
د وطن ورځپاڼې « ختیځې افریقا ته د ګړندي ریل پټلۍ » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د ترکیې د یاپي مرکزي په نامه شرکت په ختیځې افریقا کې د لومړني ګرندي ریل ګاډي د جوړولو داوطلبي وګټله. د ترکیې د یاپي مرکزي په نامه شرکت به د پرتګال موتا انګیل د شرکت سره په ګډه د د تانزانیا د دارلسلام او موروګورو ترمنځه ګرنډی ریل ګاډی جوړ کړي.
تانزانیا هیواد غواړي چې ددې پروژې سره د دارلسلام ښار کې د ګرځندوی سکتور ته وده ورکړي.
د سټار ورځپاڼې « ترک ټیلیکام د نړۍ دوه لویې وچې د فایبر نوري سره ونخلولې » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د ترک ټیلیکام نړۍوال شرکت د یواځنی ترکي شرکت په توګه په نړۍ کې تر ټولو قوي د سمندر په تل کې د فایبرنوري مزو غځولو پروژه په بریالیتوب سره پایته ورسوله. ترک ټیلیکام ددې پروژې سره د اسیا نه اروپا ته د ۲۰ زره کیلو متره په اوږدوالي سره د فایبرنوري مزي وغځول. ددې پروژې سره د نړۍ ۱۷ هیوادونه د یو بل سره ونخلول شول.