د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې د استانبول د قتل عام د فاعل د نیولو اړوند د ولسمشر رجب طیب اردوغان غبرګون ته په خبر کې ځای ورکړی دی . ورځپاڼې د ولسمشر اردوغان له قوله لیکلي دي چې د ترکیې په اړه روانې ټولې لوبې او پلانونه به شنډ کړي. ولسمشر اردوغان په استانبول کې د نوي کال په شپه د شپې په کلب د برید کوونکي د نیولو له امله د هیواد امنیتي اداراتو نه مننه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې ددینه وروسته هیڅ هغه څوک به پرته د جزا پاتې نشي چې په ترکیه کې د ذرې په اندازه چاته زیان واړوي. په هیواد کې د حقوقو په چوکاټ کې به د هر هغه چا سره چې دې هیواد ته زیان رسوي حساب وشي. ولسمشر اردوغان وویل « زه ددې ځایه ټولو ترهګرو ډلو ته میدان ډبوم، ای ترهګرو ډلو او سازمانونو لاس مو خلاص څه چې مو د لاسه کیږي هغه وکړئ. خو مونږ ستاسې پر وړانډې د روانې مبارزې نه لاس نه اخلو.»
د خبرترک ورځپاڼې « د استانبول برید کوونکی په ازبکستان کې هم لټول کیده » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د استانبول برید کوونکی د ازبکستان وګړی عبدالقدیر مشاریپوف چې پرون په استانبول کې ونیول شو په خپل هیواد ازبکستان کې هم قوي جرمي سابقه لري. نوموړي نوم د ازبکستان د ترهګرو په لست کې شامل دی. په خبر کې راغلي دي چې د ازبکستان یو جګپوړي امنیتي چارواکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې ، مشاریپوف ددوی د ترهګرو په لست کې شامل دی. هغه ۶ کاله مخکې د ترهګرو ډلو سره د یو ځای کیدو په خاطر افغانستان ته تللی وو. دا چې هغه په افغانستان کې د ترهګریز سازمان غړیتوب درلود په ازبکستان کې د ترهګرو په تور لست کې نیول شوی وو.
د حرییت ورځپاڼې « د سوریې غوټه ترکیې پرانیسته » د سرلیک لاندې لیکلي دي ، د روسېې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف خبري غونډې ته وویل چې « د حلب ښار ازادي، په سوریه کې د اوربند اعلانیدل او د قزاقستان په پلازمینه استانه کې د سولې د مذاکراتو د بهیر پیلیدل دا ټول د ترکیې له برکته رامنځته شوي دي . هغه وویل چې څو کاله مخکې د لویديځې نړۍ سره د سوریې په اړه د سوریې د تماس په نامه ډله جوړه کړه . دې ډلې د سوریې مسلې ته کومه خاصه ګټه ونه رسوله. لویدیځې نړۍ تل « لومړی دی اسد له واکه لرې شي وروسته دې د سولې مذاکرات پيل شي » په څیر یو ناسم دریځ غوره کړی دی. روسیې تل په ټینګار سره ویل چې راځۍ منځلاري مخالفې ډلې د تندلارو او افراطي ډلو څخه جلا کړو خو هغوې زمونږ غوښتنه رد کړه. خو نن ورځ روسیې د ترکیې سره د پیل کړي بهیر سره د سوریې غوټه پرانیسته.
د صباح ورځپاڼې « د قطر سره همکاري » د سرلیک لاندې لیکلي دي، د قطر سره په اقتصادي همکاریو یوه نوې پاڼه پرانیستل شوه. په خبر کې راغلي دي چې پداسې حال کې چې د اسلامي هیوادونو ترمنځه د خپلې خوښې تجاري تړون د عملي کیدو په خاطر بهیر ګړندی شوی دی ترکیې د قطر سره په ۷ جلا جلا برخو کې د ستراتیژیکو همکاریو پریکړه وکړه.
په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د سوداګریزو خونو ریس د ترکیې او قطر د سوداګریزو خونو لخوا په ګډه جوړ شوي کنفرانس کې په قطر غږ وکړ چې راځۍ خپل قوتونه سره یو ځای کړو. مونږ د تجارت او تشبص په برخه کې قوي طاقت او تجربې لرو. قطر قوي سرمایه او انرژي لري. راځۍ چې لاس په لاس کې ورکړو او قوي پروژې د لاس لاندې ونیسو. راځۍ چې د ترکیې او قطر همکاري د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسو.
د وطن ورځپاڼې « د اروپا موټرو شپږم لوی بازار » د سرلیک لاندې لیکلي دي، ترکیې په ۲۰۱۶ کال کې د ۷۵۶ زره ۹۳۸ موټرو د پلورلو سره د اروپا د ۲۸ هیوادونو په منځ کې ۶ کتار کې ځای ونیو.
جرمني په ۲۰۱۶ کال کې د ۳ عشاریه ۳۵ میلیونو موټرو د پلورلو سره په لومړني کتار کې ، انګلستان، فرانسې، ایټالیا ، اسپانیا په خپل وار سره په دویم ، دریم ، څلورم او پنځم کتار کې او ترکیې بیا په شپږم کتار کې ځای ونیول.