د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

600130
د ترکیې  د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  لیکلي دي  په نړۍ کې  د انرژۍ د مصرف د کچې د لوړیدو  او رقابت  د زیاتیدو له امله  د انرژۍ نړۍوالو شرکتونو  د نوو  بازارونو د موندنې په موخه  افریقا  قارې ته مخه کړې ده .

ترکي پانګه والو هم  افریقا ته مخه کړې ده . په همدې چوکاټ کې  د ترکیې د بهرني اقتصاد اداره  د نوامبر په ۲ نیټه د دوو ورځو لپاره په استانبول کې د ترکیې او افریقا ګډه اقتصادي  غونډه جوړوي. دا غونډه چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  تر حمایې لاندې  جوړیږي  د  یو زیات شمیر افریقايي هیوادونو وزیران، پانګه وال، قومي مشران، ملکي ټولنو او سازمانونو استازي، د افریقايي ټولنې د پراختیايي بانک استازي  او لوړوي چارواکي  ګډون وکړي. په غونډه کې به په سیمه  کې د پانګه اچونو په امکاناتو او فرصتونو، طبعي زیرمو او کاري فرصتونو باندې خبرې وشي.

د سټار ورځپاڼې  «  استونیا  د ترکیې د ډبرو نفتو  یا  شیل نفتو  زیرمو ته سترګې پټې کړي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د استونیا د انرژۍ د شرکت  مشر حانو سوتر  ویلي دي چې ددوی  شرکت په نړۍ کې د ډبرو نه  د نفتو د تولید په برخه کې  تر ټولو  لوی  شرکت  دی. هغه ویلي دي چې ترکیه  د ډبرو د نفتو د زیرمو له پلوه  بډایه هیواد دی. غواړي چې  پدې برخه کې د ترکي پانګه والو سره په ګډه کار وکړي.

د یادولو وړ ده چې د ترکیې د بولو ، چوروم، اماسیا، یوزګاټ او کودتاهیا په ولایتونو کې  د ډبرو د نفتو  زیرمې  شتون لري.

د خبرترک ورځپاڼې  « ددې جومات د منارو نه ۱۰۴ کاله وروسته د اذان غږ پورته کیږي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د مقدونیا  په سویل ختیځ کې  د مانستر په ښار کې د عثماني دورې  د حیدر قاضي  جومات  د ۱۰۴ کلونو وروسته  د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل کیږي. د یادولو وړ ده چې  د ترکیې د وقفونو عمومي  ریاست  په ۱۵۶۲ کال کې  د عثماني امپراتورۍ د نامتو  پاچا  قانوني سلطان سلیمان په دوره کې  جوړ شوی  د حیدر قاضي تاریخي  جومات د مرمت  او بیارغونې نه وروسته  د عبادت په خاطر پرانیزي. دا جومات  د تیرو ۱۰۴ کلونو راهیسې  تړلی وو . د جومات د بیارزغونې او مرمت چارې په ۲۰۱۵ کال کې پيل شوې وې  چې  پایته ورسیدې.

د حیدر قاضي  دا تاریخي  جومات به  چې  د بالکان  د سیمو د شهزاده  په توګه مشهور دی  د نوامبر په ۴مه نيټه د جمعې د لمانځه پر مهال  لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شي.

د حرییت ورځپاڼې  « د ایفس تاریخي کیندې ترکیې ته وسپارل شوې  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې او اتریش  ترمنځه  په ډیپلوماتیکو اړیکو کې د رامنځته شوو ستونزو له امله  اتریش د ایفس په تاریخي  سیمه کې  تاریخي کیندې ودرولې. د هیواد د کولتور او ګرځندوی وزیر نبي اوجي  خبریالانو ته وویل چې  د نوموړو کیندو د بیا پيلولو په خاطر يي د بهرنیو چارو د وزارت له طریقه  اتریش چارواکیو ته پيغام استولی وو خو تر اوسه پورې کوم ځواب ندی ترلاسه کړی. هغه وویل چې  تمه کیږي چې اتریش  هر څه ژر خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي. هغه وویل چې  ترکیه د تاریخي کیندو په برخه کې  پوره تجربه  او کاري  پرسونل او قوي اقتصاد نه برښمند هیواد دی. هغه وویل  په پام کې لرو چې ددینه وروسته خپلې تاریخي کیندې پخپله  د پوهنتونونو په همکارۍ  ترسره کړو.

د صباح ورځپاڼې  «  تیکا په ۲۰۱۶ کال کې په څه باندې ۵۰ هیوادونو کې روغتیايي پروژې ګټې اخیستو ته سپارلي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ  اژانس تیکا  د نړۍ په څلورو ګوټونو کې اړینو کسانو ته  د مرستې لاس  اوږدوي. ترکیه  چې  تر اوسه پورې د نړۍ په سلګونو هیوادونو په سلګونو په پرمختللو طبي وسایلو او تکنالوژۍ سمبال روغتونونه  جوړ کړي دي پدې برخه کې خدماتو ته دوام  ورکوي. همداشان  تیکا  د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  د پلاستیکي جراحي نه نیولې تر زړه  او هره برخه کې  ډاکټران  روزي.

تیکا یواځې په ۲۰۱۶ کال کې په څه باندې  ۵۰ هیوادونو کې  ۱۹۶ روغتیايي پروژې ګټې اخیستو ته سپارلي دي.

 



اړوند خبرونه