د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکېې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « د ناټو سازمان لپاره ځانګړې او مهم ځای لرئ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان پرون د ماښام په ساعتونو کې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ناټو د عمومي مشر ینس ستولتنبرګ سره ولیدل. ستولتنبرګ پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې «ترکیه د ناټو سازمان لپاره ځانګړې او مهم ځای لري. همداشان ترکیې ته پدې حساسو شپو او ورځو کې زما سفر ددې خبرې ښکارندويي کوي . »
د ینې شفق ورځپاڼې « اوباما واخلۍ اردوغان مونږ ته راکړئ » د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ په کچه نامتو امریکايي اقتصاد پوه ارتور لفر د ترکیې او امریکا په کاري غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته راغی. نامتو اقتصاد پوه په پلازمینه انقره کې په یو سیمینار کې د ګډون نه مخکې د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. هغه پدې خبري غونډه کې وویل « که چیرې غواړي چې خراب اقتصاد شاهدي وکړۍ نو امریکا ته راشۍ. زه تاسې ته یو وړاندیز لرم، راشۍ اوباما واخلۍ او اردوغان مونږ ته راکړئ. » هغه په ترکیه کې په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې اصلاحاتو او قوي سیستم وستایه او وویل چې « د ترکیې د مالیې سیستم او خصوصي والي په برخه کې اوچت شوي ګامونه او موجود سیستم په واقعیت سره چې د ستایلو وړ دی» که چیرې ترکیه موجود سیستم او کړنلارې ته په همدې شان دوام ورکړي ډیر ژر به ټاکلو هدفونو ته ورسیږي.
د صباح ورځپاڼې « عثماني امپراتور سلطان قانوني ته رالیږل شوی ۱۲ متره منن لیک نندارې ته وړاندې شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د یونس عمره انیستیتیوت د هنګري په پلازمینه بوداپست کې د عثماني امپراتورۍ د نامتو امپراتور قانوني سلطان سلیمان د مړینې د ۴۵۰ تلین د لمانځولو په چوکاټ کې په هنګري کې د قانوني سلطان سلیمان نه پاتې شوي میناتوري او انځورونه نندارې ته وړانډې کړل.
په خبر کې راغلي دي چې پدې نندارتون کې د لومړي ځل لپاره قانوني سلطان سلیمان ته د رالیږل شوی د ۱۲ مترو په اوږدوالي سره د منن لیک انځور نندارې ته وړاندې شو.
دا منن لیک د عثماني پاچا په امر د مکې د لارو د جوړیدو نه وروسته هغه ته رالیږل شوی وو.
د حرییت ورځپاڼې « د لنډ فلم اوږد مهاجرت » د سرلیک لاندې لیکلي دي په هیواد کې د سبانجي ټولنې د کډوالو ښځو ستونزو ته د پاملرنې رااړولو په خاطر د لنډو فلمونو سیالي جوړه کړه. دا سیالي د لنډ فلم اوږد مهاجرت تر نامه لاندې جوړه شوې ده . په خبر کې راغلي دي چې پدې سیالۍ کې د لومړي مقام ګټوونکي فلم ته ۱۵ زره ترکي لیرې، د دویم مقام ته ۱۰ زره ترکي لیرې او دریم مقام ګټوونکي فلم ته ۵ زره ترکي لیرې جایزه ورکول کیږي. ګډون کوونکي کولی شي چې د روان میلادي کال د دسمبر تر ۵ نیټې پدې سیالۍ کې ګډون وکړي. پدې سیالۍ کې د kisafilmplatformu.org انټرنټ ادرس له لارې هم کډون کولی شۍ.
د خبرترک ورځپاڼې « د ترکیې د اوردو په ولایت کې ۲۱۰۰ کلنه مجسمه وموندل شوه» د سرلیک لاندې لیکلي د هیواد د ختیځې تورې بحیرې په سیمه کې په اوردو ولایت کې د تاریخي کیندو په ترڅ کې ۲۱۰۰ کلنه مجسمه چې ۲۰۰ کیلو ګرامه وزن او ۱۱۰ سانتي قد لري او د مرمر نه جوړه شوې ده وموندل شوه.
په خبر کې راغلي دي چې دا مجسمه به د څیړونو نه وروسته د اوردو ولایت په موزیم کې نندارې ته وړاندې شي.