د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د صباح ورځپاڼې « که جسارت لرئ ټول یو ځای راشئ » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي جوړښت لخوا د کودتا د ناکامې هڅې نه وروسته پیل شوې د ډیموکراسۍ نوبت ۲۷ ورځې وروسته پایته ورسید. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تیره شپه د ولسمشرۍ د ماڼۍ په مخکې راټولو شوو په زرګونو تنو هیوادوالو ته وینا وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې د ډیموکراسۍ نوبت ته په میدانونو کې د پای ټکی ږدو خو په زړونو کې ژوندی ساتو. ولسمشر اردوغان وویل چې په ترکیه کې د خیانت نوبت هم دوام لري. د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان يي پې کاکا ترهګرې ډلې ته سپاري او هغه يي بیا د داعش ترهګرې ډلې ته. ولسمشر اردوغان په نوموړو ترهګرو ډلو غږ وکړ « که چیرې ټول یو ځای هم برید وکړۍ د الله په مرسته دا ملت به تاسې ته شومو موخو ته د رسیدو اجازه درنکړي. د الله په مرسته کې دا ملت به تاسې ته لار درنکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « ترک ملت د ایمان مست دي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طییب اردوغان وویل چې په ترک ملت چې د جولای د ۱۵ مې کودتا پر مهال يي د ټانکونو او توپونو د درولو په خاطر پرته د تردد نه ځانونه د ټانکونو او زغروالو موټر لاندې واچول او ددې ستر خیانت مخه ونیوله افتخار کوم. ولسمشر اردوغان د کودتا د شهیدانو نه د ایمان مستو هیوادوالو په توګه یادونه وکړه. هغه وویل چې ددې ملت تندی باید ښکل شي.
ولسمشر اردوغان وویل چې په نړۍ کې د ترکانو نه د مستو ترکانو په توګه یادونه کیږي . « هو ترکان مست دي خو د ایمان مستان دي » دوی د همدې ایمان سره ددې ستر خیانت او کودتا مخه ونیوله. دا ملت په خپل کار چې څه کوي، د څه لپاره او ولې کوي پدې ډیر ښه پوهیږي.
د وطن ورځپاڼې « لویدیځ لاس په لاس ونیول شو » د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د چانکایا په ماڼۍ کې د هیواد د صادراتو د مجلس د غړیو سره لیدنه وکړه. لومړي وزیر وویل چې د جولای د ۱۵ کودتا د ناکامیدو نه وروسته ځیني دوست هیوادونه هم د حیرانتیا سره مخامخ شول. دا هیوادونه لاس په لاس ونیول شول . مونږ د ملت په توګه په ګډه دا ستره بلا دفع کړه او ددې لوی خیانت مخه مو ونیوله. یو داسې ترهګریز سازمان مو دړې وړې کړ چې د ملت ترمنځه يي د نفاق تخم کرولو هڅه کوله.
د سټار ورځپاڼې « پې کاکا د خیانت نه لاس نه اخلي » د سرلیک لاندې لیکلي دي د پې کاکا ترهګرې ډلې د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د کودتا د هڅې د ناکامیدو نه وروسته ترهګریزو بریدونو ته زور ورته کړی دی . په خبر کې راغلي دي چې ترهګرې ډلې د هیواد د شرناک په ولایت کې په عسکري موټرو بمي برید وکړ چې له امله يي ۴ تنه سرتیري په شهادت ورسیدل . همداشان په دیارباقر او ماردین ولایت کې بیا ۷ تنه ملکي وګړي ووژل.
د حرییت ورځپاڼې « یونان ته د تښتیدولو فراري عسکرو د اعادې په خاطر رسمي بهیر پیلیږي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای د ۱۵ مې کودتا د ناکامیدو نه یوه ورځ وروسته ۸ تنه کودتاچي عسکر د یوې سکورسکي ډوله چورلکې سره یونان ته وتښتیدل. د استانبول لوی څارنوالۍ د عسکري چورلکې سره یونان ته د تښتیدولو ۸ تنو عسکرو د اعادې په خاطر جوړ کړي اسناد یونان ته د سپارولو په خاطر د عدلیې وزارت د بهرنیو اړیکو مدیریت ته وسپارل.
همداشان د هیواد د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو وویل چې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان مهم غړی او مالي مسول عبدالله بویوک چې د کودتا نه وروسته بلغاریا ته تښتیدلی وو او د هغه هیواد نه د سیاسي پناه غوښتنه کړې وه بلغاریا د هغه سیاسي پناه رد کړه او هغه يي پرون ترکیې ته وسپاره.