د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

538396
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د ینې شفق ورځپاڼې  « په انقره کې په مهمو ارګانونو کې د دفاعي سیستم توغندي ځای په ځای کیږي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې  د جولای د ۱۵ مې ناکامې کودتا پر مهال  د کودتاچیانو لخوا د پارلمان او ولسمشرۍ په ودانیو  د هوايي بریدونو نه وروسته  دولت په جدي تدابیرو نیولو لاس پورې کړ.

د ولسمشر ویاند  ابراهیم  قالن  وویل چې  ددینه وروسته به د ولسمشرۍ د ماڼۍ، پارلمان او صدارات د ماڼۍ په څیر د مهمو دولتي ارګانونو د امنیت د ساتلو په خاطر دفاعي توغندیو سیستم  ځای په خای کړې شي. هغه وویل چې  په هیواد کې د ټولو مهمو دولتي ارګانونو د امنیت د ساتلو په خاطر هر ډول تدابیر نیول کیږي.

د خبر ترک ورځپاڼې  « د ډیموکراسۍ په تاریخ کې مو نومونه ثبت شول »  د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  پرون  د جولای په ۱۵مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان لخوا د ترسره شوې ناکامې کودتا  پر مهال  د ښودلي شهامت سره د ډیموکراسۍ په سمبول د بدلو شوو څو تنو  هیوادوالو سره  د چانکایا په مانۍ کې لیدنه وکړه.

لومړي وزیر ییلدرم پدې لیدنه کې ددې خبرې په ټینګار وویل «  ستاسې د قهرمانۍ  او میړانیتا  له امله  د  ترکیې  نوم  د جولای د ۱۵ مې په شپه  په نړۍ کې د ډیموکراسۍ په تاریخ کې په زرنو حروفو ولیکل شو. »

د یادولو وړ ده چې  د نوموړو اتلانو نه  متین دوغان  د کودتا په شپه  د استانبول  د اتاترک په هوايي ډګر کې  د کودتاچیانو د ټانکونو  د درولو په خاطر د ټانک د پټلۍ  لاندې  د پریوتو سره خپل نوم د ډیموکراسي په تاریخ کې ثبت کړ.

د وطن ورځپاڼې  « فتح الله ګولن  د تښتیدو لپاره ځای لټوي  » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د عدلیې وزیر باقر بوداغ  وویل امریکا  ترکیې ته  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت ساختار مشر فتح الله ګولن  د اعادې پر وړاندې  د خنډونو د جوړولو سره په اصل کې  د خپل ملت او خلک  د ستونزو سره مخامخوي. هغه وویل  چې ترکیې ته د نوموړي  لوی ترهګر د نه اعادې په صورت کې  امریکا  د ډیموکراسۍ او حقوقو  پر بڼسټ ولاړ  دولت د ټولو په سترګو کې خپل اعتبار د لاسه ورکوي. دا مسله به د ترکیې او امریکا ترمنځه اړیکو ته هم  زیان  ورسوي.

باقر بوداغ وویل چې  لوی ترهګر فتح الله ګولن امریکا ته  ترکیې ته مې مه سپارۍ  په څیر  په زاریو پيل کړی دی . هغه وویل چې د ترلاسه شوو راپورونو له مخې  لوی ترهګر فتح الله  ګولن د استرالیا، کاناډا، سویلي افریقا او  مصر  په څیر هغه هیوادونو ته چې ترکیې ته د مجرمینو د اعادې تړون نلري  د تښتې هڅې پیل کړي دي .

د صباح ورځپاڼې  « د ترکیې سوداګریزې نړۍ سفربري اعلان کړې » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې  د جولای په ۱۵ مه د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت ساختار لخوا  د وسله والو ځواکونو په لیکو کې د سرتیرو په جامه کې د خپلو ګوډاګیانو او ترهګرو په واسطه د ترسره کړي ناکامې کودتا  نه وروسته په زرګونو تنو سوداګرو په سفربرۍ پیل کړی دی .

په خبر کې راغلي دي چې د ترکیې د سوداګریزو خونو ، د استانبول د سوداګریزو خونو، د استانبول د ساختماني شرکتونو ټولنې  او یو زیات شمیر نورو د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو کې  خپلو سیالانو ته  لیکونه استولي دي. نوموړې پدې لیکونو کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د ترکیې په اقتصاد کې هیڅډول ستونزه شتون نلري  او تولیدات  د پخوا  په څیر دوام لري. د بله پلوه  د ترکیې د سوداګریزې شورا  مشرتابه  په نړۍ کې  د ۱۳۳ سوداګریزو شوراګانو د مشرانو سره د مخامخ  لیدنې  پریکړه وکړه. د ترکیې د سوداګریزې شورا مشرتابه هیت له په نږدې راتلونکې کې جرمني، انګلستان، چین، شمالي امریکا  او افریقايي هیوادونو ته  سفرونه پیل کړي.



اړوند خبرونه