د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

537626
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

 

د حرییت ورځپاڼې  « په همدې شان دوام  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي  د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای د ۱۵ مې د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي دولت د ساختار لخوا د ناکامې کودتا د تشبص نه وروسته  د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې  د لومړي وزیر بنعلي ییلدرم، د خلکو جمهوریت ګوند مشر کمال کلچداراوغلو او ملیت پالو غورځنګ ګوند مشر دولت باغچلي سره  لیدنه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې دا لومړی ځل دی چې په ترکیه کې  ولسمشر د دریو ګوندونو د مشرانو سره  ګډه غونډه کوي. غونډې ۲ ساعته او ۴۰ دقیقې دوام وکړ. په غونډه کې  د ګډو ستونزو پر خلاف  په قوي توګه   د سیاسي ډیالوګ د میکانیزم نه د استفادې پریکړه وشوه.

د خبرترک ورځپاڼې  « چاوش اوغلو : د ګولن د تیښتې احتمال شتون لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا د تشبص نه وروسته د روانو پرمختګونو په اړه  خبرترک ته  معلومات ورکړل. بهرنیو چارو وزیر په ترکیه کې د جولای د ۱۵ ناکامې کودتا اصلي مسول  د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان او موازي ساختار  ( FETO/PDY ) مشر فتح الله ګولن وښود. هغه وویل ددې احتمال شتون لري چې  ګولن د تیښتې تشبص هم وکړي. چاوش اوغلو وویل چې د هر احتمال په نظر کې نیولو سره  امریکا متحده ایالتونو ته خبرداری ورکړی دی .

د صباح ورځپاڼې  « په ترکیه کې  د ماشوم نه نیولې تر بوډا  هر سړی د ډیموکراسۍ نوبت ته دوام  ورکوي  »  د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د ناکامې کودتا نه د لسو ورځو تیریدو سره سره  اوس هم په ټول هیواد کې خلک  د ډیموکراسۍ  نوبت ته دوام ورکوي. د هیواد د ختیځ نه  تر لویدیځه او  شمال نه تر جنوبه  په څلورو ګوټونو کې په سلګونو زره تنه  شپې په میدانونو کې د تیرولو سره  د ډیموکراسۍ  نوبت ته دوام ورکوي. هیوادوال د جشنونو په څیر  پدې غونډو کې ګډون کوي. پدې غونډو کې د وزیرانو نه نیولې تر عسکرو، د سل کلونو سپین ږیزو نه نیولې تر ماشومانو ، تر بهرنیانو  او هرې برخې  پورې  هیوادوال  ګډون کوي.

د سټار ورځپاڼې  « د ترکیې په  وسله والو ځواکونو کې روانه  تصفیه  پوځ  لا غښتلی  کوي  » د سرلیک  لاندې لیکلي دي د ولسمشرۍ ویاند ابراهیم قالن  د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ( د کودتا مشر باید حساب ورکړي  )  د سرلیک  لاندې مقاله لیکلې ده. هغه پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار لیکلي دي چې د ترکیې وسله وال پوځ  د خاینینو نه  د تصفیې سره به لا غښتلې او پیاوړی  شي.

د وطن ورځپاڼې  لیکلي دي  د استانبول د اسهامو په بازار کې د سهمیو بیه مخ په لوړیدو  او د ډالرو بیه  مخ په راټیټیدو ده.

په خبر کې راغلي دي چې  د روانې اوونۍ د پیلیدو سره  د استانبول د اسهامو په بازار کې د سهمیو  بیه  ۳ سلنه لوړه شوې ده. همداشان امریکايي ډالره د ترکي لیرو پر وړاندې ارزښت د لاسه ورکوي.

په خبر کې راغلي دي د استانبول د اسهامو په بازار کې د سهمیو بیه  هغه لوړه شوه چې د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم  د هیواد د اقتصادي ودې نه د ملاتړ په خاطر  د میلیاردونو ډالرو په ارزښت د صندوق  د جوړولو نه خبر ورکړ.



اړوند خبرونه