د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د سټار ورځپاڼې « په ترکیه کې نوې د استقلال مبارزه دوام لري » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د ملي امنیت د شورا په وړاندیز او د وزیرانو د شورا په پریکړه په هیواد کې د دریو میاشتو لپاره د بیړني حال د اعلانیدو لایحه د پارلمان لخوا د رایو په اکثریت سره ومنل شوه. ولسي جرګې یاده شوې لایحه د ۳۴۶ رایو سره تصویب کړه. ولسمشر اردوغان د ولسي جرګې لخوا د بیړني حالت د لایحې د تصویبولو نه وروسته وویل چې « ولسي جرګې د بیړني حالت د لایحې د تصویبولو سره په هیواد کې د استقلال د مبارزې په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ. » ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې د پې کاکا ترهګرې ډلې پر خلاف مبارزه دوام لري د کودتاچیانو پر خلاف به هم دوام وکړي.
د ینې شفق ورځپاڼې « د جولای ۱۵مه د شهیدانو د یاد د ورځې په توګه ونومول شوه» د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جولای ۱۵مه په هیواد کې د شهیدانو د یاد د ورځې په توګه ونوموله. ولسمشر اردوغان وویل چې راتلونکي نسلونه به د جولای د ۱۵مې د دیموکراسۍ او ازادۍ د مبارزې او مقامت شهیدان هیڅکله هم هیر نکړي.
د حرییت ورځپاڼې « بیړنی حالت د خلکو لپاره ندی د دولت لپاره اعلان شوی دی » د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې لومړي وزیر بنعلي ییلدرم د ترکیې وسله والو ځواکونو په لیکو کې د ځای په ځای شوو یوې ډلې ترهګرو لخوا د جولای د ۱۵مې د ناکامې کودتا د اقدام نه وروسته د اعلان شوي بیړني حالت په اړه ارزونې وکړې. هغه وویل چې دا بیړنی حالت د دولت لپاره اعلان شوی دی د ملت لپاره ندی. دولت د خپل ځان لپاره اعلان کړی دی. هغه وویل چې پدې موده کې به د هیوادوالو د ژوند په ورځنیو چارو کې او بهیر کې هیڅډول کوم بدلون رانشي. دا حالت یواځې د دولت د مات شوي څرخ د بیا رغولو په خاطر اعلان شوی دی .
د خبرترک ورځپاڼې « د استانبول د فاسفورس تنګۍ پر لورې د ډیموکراسۍ لاریون » د سرلیک لاندې لیکلي دي په استانبول کې د ملي ارادې د پلاټفورم په مشرۍ په زرګونو تنو د فتح الله ګولن ترهګریز سازمان د ناکامې کودتا د اقدام د غندولو موخه د کودتا د ناکام اقدام د پيلیدو ځای د فاسفورس تنګۍ پله ته لاریون وکړ. لاریون کوونکو د شپې تر ناوخته ساعتونو دوام وکړ.
د صباح ورځپاڼې « قومندانان هم د ډیموکراسۍ نوبت ته دوام ورکوي » د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې د جولای د ۱۵مې د ناکامې کودتا د اقدام نه راپدیخوا په ټول هیواد کې د ډیموکراسۍ نوبت دوام لري. په میلیونونو تنه هیوادوال شپې په میدانونو کې تیروي. د هیواد د ایرزینجان په ولایت کې تورنجنرال بیرغداراوغلو، په اغره ولایت کې برید جنرال یاشار او ډګروال سیل او په زونګولداک ولایت کې جګړه توفان د هیوادولو سره یو ځای د شپې لخوا په میدانونو کې د ډیموکراسۍ نوبت ته دوام ورکوي.