د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي
د ینې شفق ورځپاڼې ً په اروپايي ټولنې د ویزې د معافیت په اړه سختې نیوکې ً د سرلیک لاندې لیکلی دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د اروپايي ټولنې لخوا د ویزې د معافیت په خاطر په ترکیې د ترهګرۍ پر وړاندې په قانون کې د بدلون راوستو د شرط په اړه سختې نیوکې وکړې. ولسمشر اردوغان وویل که چیرې اروپا د ترکیې د وګړو لپاره هر څه ژر د ویزې په معافیت پیل ونکړي د ترکیې او اروپا ترمنځه د کډوالو د اعادې اړوند لاسلیک شوی تړون به د ملي شورا لخوا بیرته رد کړی شي.
ولسمشر اردوغان په استانبول کې جوړه شوې نړۍوالې انساني سرمشریزې نه وروسته د ملګروملتونو سرمنشي بانکي مون سره په ګډه خبري ناسته کې اروپا ته په ښکاره توګه میدان وډبو.
ولسمشر اردوغان وویل اروپا د جون د میاشتې تر ۳۰ مې نیټې د ترکیې د وګړو لپاره د ویزې په معافیت پیل کولو . همداشان ترکي مقامات پدې اړه د اروپا سره په مذاکراتو بوخت دي . که چیرې ددې مذاکراتو نه پایله ترلاسه نشي د کډوالو د بیرته اعادې تړون به د ملي شورا لخوا رد شي. ولسمشر اردوغان په اروپا غږ وکړ چې هر وخت چې مو زړه وغواړي په ترکیې شرطونه ایښودی نشئ، په ترکیې د خپلې خوشې کوم شی تحمیلولی نشئ. دا ترکیه ده.
د خبرترک ورځپاڼې ً د پانګه والو لپاره به هر ډول فرصتونه برابر کړو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې د عدالت او پراختیا واکمن ګوند نوي مشر او نوي لومړي وزیر بنعلي یلدرم تیره ورځ د لومړي ځل لپاره په ملي شورا کې د ګوند غونډې ته وینا وکړه. هغه په هیواد کې د اقتصادي سیاستونو او دریځونو اړوند مهمې څرګندونې وکړې. لومړي وزیر یلدرم وویل چې اقتصاد د بانکونو نه عبارت ندی. اقتصاد په اصل کې تولید دی. هغه وویل چې ددینه وروسته به ترکیه پانګه والو ته ډیر زیات فرصتونه برابر کړي. هغه وویل چې حکومت به د هیواد په هره برخه کې د پانګه اچونو په خاطر تشویقي پاکټونه او فرصتونه برابر کړي. هغه وویل چې ددې سره سم به د هیواد مالي دسپلین ته هم ډیر زیات دقت وکړي. هغه زیاته کړه چې په هیواد کې به د تولیداتو کچه لا پسې لوړه کړي. په کوم هیواد کې چې تولیداتو کچه ټیټه وي هلته بې کاري هم ډیر زیاته وي.
د صباح ورځپاڼې ً جرمني د ترکیې د لویو پروژو ستاینه وکړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د جرمني نامتو ورځپاڼې فرانکفورتر الګماینه زایتونګ په استانبول کې د روانو لویو لویو پروژه د ستاینې په موخه یو خبر خپور کړ. یادې شوې ورځپاڼې د ترکیې د استانبول د فاسفورس تنګناه د ساختمانۍ اتله د سرلیک لاندې خبر خپور کړی دی .
په خبر کې راغلي دي په استانبول کې د دریم هوايي ډګر پروژه، د یعوض سلطان سلیم پل او د اورواسیا تونل پروژې د نړۍ تر ټولو د لویو پروژو نه شمیرل کیږي. په خبر کې راغلي دي چې ترکیه په راتلونکي کې د نړۍ په لسو لویو اقتصادونو کې د داخلیدو په خاطر د نړۍ په کچه ډیر لویې پروژې د لاسه لاندې نیولي دي چې دا پروژې به ترکیه د نړۍ په لسو اقتصادونو کې شامله کړي.
په خبر کې راغلي دي چې نن ورځ د نړۍ په هیڅ ګوټ کې په یوې سیمه کې په داسې لویو پروژو کار روان ندی. یواځې ترکیه او استانبول دی چې د داسو معظمو پروژو شاهدي او کوربه توب کوي.
د وطن ورځپاڼې ً د امریکا د ولسمشر میرمن عثماني خواړو په خاطر عثماني هوټل ته ترجیح ورکړه ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د امریکا د ولسمشر باراک اوباما میرمن میشل اوباما د خپلو ملګرو سره یو ځای په واشنګټن کې د عثماني رستورانت په نامه د ترکانو په رستورانت کې ډوډۍ وخوړه. د امریکا د خبري رسنیو د خبر له مخې میشل اوباما غواړي چې په پلازمینه واشنګټن کې نامتو خارجي رستورانتونه وڅیړي او د هغوې ډوډۍ ګانې وڅکي. میشل اوباما پدې چوکاټ کې لومړی عثماني خواړو ته ترجیح ورکړه . میشل اوباما د خپلو ۱۱ تنو ملګرو سره ۴ ساعته په نوموړي رستورانت کې تیر کړل.
د حرییت ورځپاڼې ً د نړۍ نامتو او د اوسکار د جایزې ګټوونکي ستوري استانبول ته راغي ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د نړۍ د سینما نامتو او د اوسکار د جایزو ګټوونکي یو زیات شمیر هنرمندان په استانبول کې جوړه شوې په نړۍوالې انساني غونډه کې د ګډون په خاطر ترکیې ته راغلي دي.