د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

496776
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ینې شفق ورځپاڼې  ً ترکیه به هیڅکله هم د انسانیت  دروازه  ونه تړي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په استانبول کې جوړه شوې  د نړۍوالې انساني سرمشریزې په پرانیست وینا کې ددې خبرې په ټینګار وویل چې  ً په نړۍوال سیستم  کې  چې  د لسګونو زرو تنو ماشومانو په وژلو پکې  سترګې پټې کیږي  خامخا ستونزه  شتون لري. ً ولسمشر اردوغان  د ملګروملتونو د سازمان په ساختار کې  د بدلون د راوستلو غوښتنه وکړه. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه به  د مظلومانو سره مرستې او د هغوې ملاتړ ته دوام ورکړي. همداشان ترکیه به د هیچا پر مخ  خپلې دروازې نه تړي. ترکیه به د هغه کسانو پر مخ چې د بمونو او ظلمونو نه  مونږ ته  پناه راوړوي خپلې دروازې ونه تړي. ترکیه به د انسانیت پر مخ تل خپلې دروازې پرانیستي وساتي. ولسمشر اردوغان وویل چې ترکیه نن ورځ په نړۍ کې تر ټولو زیاتو کډوالو کوربه توب کوي خو نړۍوالې ټولنې ورسره پدې برخه کې هیڅډوله مرسته نده کړې.

د سټار ورځپاڼې  ً د امریکا او روسیې ترمنځه د کشفي الوتنو پرسره ستونزې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د روسیې د دفاع وزارت  ویلي دي چې  د امریکا  د ځواکونو اړوند  ار سي  ۱۳۵ ډولې الوتکې  د مې  په ۲۲مه نیټه  د جاپان  د سمندر د پاسه د کشفې الوتنې پر مهال  د روسیې سرحد ته  ډیر نږدې شوې وه . د روسیې د دفاع وزارت  په مسکو کې د امریکا د سفارت عسکري اتشه  وزارت ته  غوښتې وو. روسیې  امریکا ته ددې پدې د یو ځل بیا د نه تکراریدو له امله  خبرداری ورکړی دی .

د صباح ورځپاڼې  ً د خلکو دیموکراتیک ګوند وکیلانو پر خلاف د خلکو سخت غبرګون ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د خلکو دیموکراتیک ګوند وکیلانو چې په ښکاره توګه د پې کاکا ترهګرې ډلې نه ملاتړ کوي  د دیارباقر ولایت د سور په ولسوالۍ کې چې د پې کاکا ترهګرې ډلې نه پاکه شوې ده  د خلکو نه لیدنه کوله چې د سخت غبرګون سره مخامخ شول.

د سیمې  دوکاندارانو او میشتو خلکو  نوموړو وکیلانو ته وویل چې  ستاسې  د لاسه  ۶ میاشتې کیږي چې خپلو کورونو ته  تللی  نشو. تاسې په کومو سترګو  راځۍ او د خلکو نه د ملاتړ غوښتنه کوۍ. د سیمې دوکاندارانو او خلکو په نوموړو وکیلانو هر څه ژر د سور ولسوالۍ نه  بهر شۍ  غږ وکړ . خلکو په غبرګون کې وویل چې  پې کاکا  ترهګرې ډلې  ستاسې  وکیلانو په مرسته  زمونږ  ښوونځي، روغتونونه ، کورونه او جوماتونه ویجاړ او وسوځول. زمونږ  کورونه مو  چپه کړل   . نور زمونږ نه څه غواړۍ.

وکیلان د خلکو د سخت غبرګون  نه  د پولیسو په مرسته وژغورل شول.

د وطن ورځپاڼې  ً د ترکیې او اوکراین ترمنځه د ویزو معافیت ً د سرلیک لاندې لیکلي دي ترکیې او اوکراین  حکومتونو  په متقابل توګه  د ویزو د معافیت په برخه کې یو بل مهم ګام پورته کړ. ددینه د مخه  د ترکیې او اوکراین وګړو یو بل هیواد ته  د ۶۰ ورځو لپاره پرته د ویزې د پاتې کیدو حق  درلود  چې په پام کې ده  دا موده ۹۰ ورځو ته  لوړه شي. د ترکیې او اوکراین حکومتونو پدې اړه په چارو پیل کړی دی . دا مسله به د دواړو هیوادونو ترمنځه  په سیاسي، اقتصادي، سوداګري او ګرځندوی په برخه کې په اړیکو هم  مثبتې اغیزې وکړي  .

د حرییت ورځپاڼې  ً په ترکیه کې ډیری  چارې ځوانانو ته  سپارل کیږي  ً د سرلیک لاندې لیکلي دي په ترکیه کې  د یو زیات شمیر نامتو سوداګریزو شرکتونو  مشرۍ  ځوانانو ته  سپارل شوې ده . په ترکیه کې د ۴۰ کلونو د عمر نه  ښکته عمر لرونکو د شرکت مشرانو شمیره  د هرې ورځې په تیریدو سره مخ  په لوړیدو ده . اټکل شوی دی چې په ترکیه کې به تر ۲۰۲۵ کاله پورې به  د ۷۵ سلنه شرکتونو مشري ځوانانو ته وسپارل شي. همداشان  ډیری کاروبار به  ځوانانو ته امانت شي.


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه