د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي

473753
د ترکیې د ورځپاڼو سرټکي


د ینې شفق ورځپاڼې ً د سعودي عربستان پاچا امریکا ته د انقرې نه خبرداری ورکړی وو ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ته خبرداری ورکړی وو، که چیرې د کانګرس لخوا د سپټمبر د ۱۱مې د پیښې په اړه د قانون طرحه چې پکې د سعودي عربستان شاهي کورنۍ د القاعدې سره په تړاو تورنه شوې ده ومنل شي په امریکا کې به د ۷۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت خپله ټوله شتمني وپلوري. په خبر کې راغلي دي چې د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر باراک اوباما ته دا خبرداری په انقره کې ورکړی وو. ملک سلمان د اوباما سره د انقرې نه د ټیلیفون په کرښه خبرې کړې وې او هغه ته يي خبرداری ورکړی و.

اقتصادي کارپوهان وايي که چیرې سعودي عربستان په امریکا کې خپل مال او دارايي وپلوري دا به امریکا ته هم ستر زیان رسوي. همداشان په نړۍ کې د ډالرو بیه د پام وړ راټیټه شي. د ویلو ده چې د امریکا او سعودي عربستان ترمنځه اړیکې د امریکا لخوا د ایران سره د اټومي پروګرام په اړه د لاسلیک کړي تړون له امله لا پسې خړې شوې وې چې د کانګرس لخوا د وروستي اقدام نه وروسته لا پسې خړې شوې.

د صباح ورځپاڼې لیکلي دي د اوپک سازمان غړیو د قطر په پلازمینه دوحه کې غونډه وکړه. په خبر کې راغلي دي چې د اوپک پدې غونډه کې د نفتو په تولید د محدودیتونو د نه لګولو له امله د نفتو بیه د پام وړ راټیټه شوه. د نفتو د بیې راغورځیدو د نړۍ په یو زیات شمیر هیوادونو سهامي بازارونه د ستونزو سره مخامخ کړل. همداشان ترکیه یواځنی هیواد دی چې ددې مسلې نه اغیزمنه شوې نده. ددې پرمختګ نه وروسته د ترکیې د اسهامو په بازار کې بیې د ۲۰۱۵ کال د مې د ۲۱مې نیټې نه راپدیخوا د لومړي ځل لپاره پدې اندازه لوړې شوې .

د وطن ورځپاڼې ً د نوي نسل بې پیلوټه الوتکې ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د هیواد د صنایعو مستشاریت د اوپراتیف بې پیلوټه الوتکې په پروژې کار کوي . د هیواد د صنایعو مستشاریت ویلي دي چې دا پروژه به په کامله توګه ملي وي. ټول سیستمونه به يي پخپله په ترکیه کې جوړ کړی شي. همداشان په شرکتونو غږ شوی دی هر هغه څوک چې وغواړي پدې پروژه کې ګډون وکړي د مې تر دویمې نیټې دې خپل وړاندیز وړاندې کړي. په خبر کې راغلي دي په پام کې ده چې دا بې پیلوټه الوتکه د انکا او ورته نورو بې پیلوټو الوتکو په پرتله ډیر لویه او د قوي ماشین خاونده وي. همداشان دا الوتکه به لا زیاته موده په هوا کې د پاتې کیدو او د لا زیات وزن د انتقال په ظرفیت جوړه شي. دا الوتکې به په توغندیو هم سمبال وي چې د ترهګرو د تثبیت پر مهال به پرته د ځنډه په ترهګرو د برید کولو توان ولري.

د سټار ورځپاڼې ً د ایکسپو ۲۰۱۶ نندارتون د پیلیدو په درشل کې قرار لري ً د سرلیک لاندې لیکلي دي د ګل او ماشوم په نامه په ترکیه کې پرانیستل کیدونکی د ایکسپو ۲۰۱۶ نندارتون به د اپریل په ۲۳مه نیټه په ترکیه کې د ملي حاکمیت او ماشومانو په ځانګړې ورځ خلکو پر مخ خپلې دروازې پرانیزي. تمه کیږي چې ددې نندارتون د ۷ نه تر ۸ میلیونو تنو پورې لیدنه وکړي. د ایکسپو ۲۰۱۶ نندارتون به د اپریل په ۲۲مه نیټه د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شي.


پيوندونه: #ترکیه , #ورځپاڼې

اړوند خبرونه