د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه

د سټار ورځپاڼې `` په پارلمان كې مهم بهير پيليږي`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي په تركيه كې د پارلمان د هغو وكيلانو د قضايي مصنويت د لرې كولو په موخه چې پخوا يې د دعوا دوسيې په محكمه كې لرلې، هلې ځلې روانې دي.

472997
د هېواد ننيو ورځپاڼو ته لنډه كتنه


د سټار ورځپاڼې `` په پارلمان كې مهم بهير پيليږي`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي په تركيه كې د پارلمان د هغو وكيلانو د قضايي مصنويت د لرې كولو په موخه چې پخوا يې د دعوا دوسيې په محكمه كې لرلې، هلې ځلې روانې دي. د ورځپاڼې د خبر له مخې د اقتدار د ګوند عدالت او پراختيا په وړانديز به پدې اړه په اساسي قانون كې يوه ماده بدلون ومومي. دا وړانديز به د ملي شورا د اساسي قانون د كميسيون لخوا وڅېړل شي او راتلونكې اونۍ كې به د ملي شورا په عمومي اجندا كې شامل شي. كه چېرې د ملي شورا لخوا دا وړانديز ومنل شو نو د پارلمان د هغو وكيلانو د قضايي مصونيت به لرې شي چې په محكمه كې دوسيه لري.

د ينې شفق ورځپاڼې خبر وركړى دى چې په تركيه كې د `` سېرن د مركز`` د جوړولو چارې د پاى ته رسېدلو په حال كې دي. ورځپاڼې ليكلي دي چې د اروپا د اتومي څېړنو مركز `سېرن` ته ورته د يو تركي مركز د جوړېدو چارې په چټكۍ سره مخ پر وړاندې روانې دي. په دې علمي مركز كې به د اتوم د كوچينو پارچو ته د سرعت وركولو سره د اتومي فزيك په برخه كې څېړنې وشي. په دې ډول د پرمختللې ټېكنالوژۍ په كارولو سره به د كايناتو د اسرارو د كشف په برخه كې څېړنو ته زمينه برابره شي.

د خبرترك وړځپاڼې په خپله ننۍ ګڼه كې په امريكا كې د يوې تركي پوهې د برياليتوب كيسې ته ځاى وركړى دى. ورځپاڼې ليكلي دي چې ۳۲ كلنه جانان داغ دېوېرن ته د نړۍ د تر ټولو پرمختللي او نامتو پوهنتون `` د ماساچوسيټس د ټيكنالوژۍ انستييوت MIT `` كې د پروفيسورۍ وړانديز شوى دى. ورځپاڼې ليكلي دي چې كه څه هم جانان دې پوست ته مراجعت نه وو كړى خو ددې سره سره ورته وړانديز شوى دى. دا لومړنۍ تركه ده چې په دې پوهنتون كې د استادۍ عنوان ترلاسه كوي. پخوا هم د فوربس د مجلې لخوا د ۳۰ كلونو نه د كم عمره ۳۰ پوهانو په لست كې د جانان نوم شامل شو وو.

د صباح ورځپاڼې `` د عثماني او امپراتورۍ او د جمهوريت د پيل د كلونو وسايلو ته د خلكو پاملرنه`` ترسرليك لاندې يو خبر خپور كړى دى چې په كې راغلي دي په استانبول كې د يوې مزايدې له لارې د عثماني امپراتورۍ پر مهال او د جمهوريت د لومړنيو كلونو پر مهال كارول شوي وسايل خرڅلاوى ته وړاندې شول. په دې مزايده كې تاريخي آثارو د كورنيو علاقمندانو سربېره يو زيات شمېر بهرنيانو هم ګډون كړى وو. ورځپاڼې ليكلي دي چې د مزايدې له لارې د قران كريم يوه خطي نسخه د ۱۸۰ زره تركي لېرو په بيه وپلورل شوه. په مزايده كې د عثماني پادشاهانو ځيني فرمانونه هم پلور شوي دي.



اړوند خبرونه