ترکیې د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د ارمنستان د جنګي او بشري جنایتونو په اړه راپور جوړ کړی

د ترکیې د عامه تفتیش ادارې د اذربایجان د قره په سیمه کې د ارمنستان د پوځ د بشري حقونو د تیریو په اړه راپور ترتیب کړ.

1535086
ترکیې د اذربایجان د قره باغ په سیمه کې د ارمنستان د جنګي او بشري جنایتونو په اړه راپور جوړ کړی

 

د ترکیې عامه سرمفتش شرف مالکوچ وویل چې د اذربایجان په خاوره کې د ارمني ځواکونو د جنګي جنایتونو په اړه جوړ شوی دا راپور به د روانې اونۍ په اعتبار سره د ترکیې او نړۍ اړوند اداراتو او  د اروپايي ټولنې د پارلمان  بشري حقونو کمیسیونونو ولیږل شي.

مالکوچ د نوموړي راپور په اړه وویل چې د منځګړو ، بې طرفه او بشري حقونو د تیریو څیړونکي دوه دندې لري چې لومړی په هیواد کې د عامه اداراتو او وګړو ترمنځه د موجودو ستونزو حل په خاطر منځګړتوب او د ستونزو حلول دي . دویمه دنده يي په ملي او نړۍواله کچه د بشري حقونو نه حفاظت او پدې برخه کې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې دي.

مالکوچ وویل چې ددې راپور د ترتیبولو په بهیر کې اذربایجان ته سفر کړی او د ارمنستان د پوځونو د  بریدونو متضررینو  ملکي وګړو او سیمو نه مو د نږدې نه لیدنه وکړه.

 هغه وویل " اذربایجان ته مو د خپل سفر په دوران کې  په ځانګړې توګه د جګړې د سیمو نه بهر د ملکي میشتو سیمو، ګینجه، ترتر، ګوران بوی، اغدام او حتا د باکو په شاوخوا  د سیمو نه چې توغندي پر لګیدلي دي لیدنه وکړه. پداسې حال کې چې د ګینجه ښار د جګړې د خط نه په لسګونو کیلومتره لرې وو خو بیا هم  د ارمنستان نه توغول شوي توغندي پرې لګیدلي دي . په ترتر ښار هم په ورته ډول بریدونه شوي دي."

مالکوچ وویل چې د ارمنستان په بریدونو کې ۹۴ تنه بې ګناه او ملکي اذربایجاني وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۴۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

هغه وویل " سره ددې چې زمونږ  د ټولو یواځنۍ غوښتنه د جګړو نه رامنځته کیدل دي خو د نړۍوالو حقوقو له مخې د مشروع مدافع او ورته حقونو له امله د جګړې په ډګر کې جګړه رامنځته کیږي. خو په قصدي ډول سره د جګړې د ډګر نه د سلو نه تر ۱۵۰ کیلومتره پورې په لرو پرتو ملکي سیمو د توغندیو بریدونه بشري جنایت دی. د اروپا د بشري حقونو د تړون  او جینیوا د تړون نه ښکاره سرغړونه ده.

مالکوچ وویل چې په اذربایجان کې د روانو څیړونو په دوران کې  مو د ډیرو وخیمو پیښو شاهدي وکړه.

هغه زیاته کړه " په بریدونو کې د وژل شوو کسانو د کورنیو او ټپیانو سره مخامخ خبرې وکړې. د ماشومانو سره چې میندي او پلرونه يي د لاسه ورکړي وو خبرې وکړې. په بریدونو کې وران شوي ښوونځي  او کورونه مو ولیدل. په بریدونو کې عبادتخانو ته د اوښتو زیانونو شاهدي مو وکړه. پدې بریدونو کې شاوخوا سیمو ته  په کومه پیمانه زیان اوښتي او پدې بریدونو کې په کومه پيمانه د منع شوو وسلو نه کار اخیستل شوی دی ټول مو په خپلو سترګو ولیدل. پدې راپور کې مو دې ټولو ته یو یو ځای ورکړی دی."

مالکوچ وویل چې دا راپور د  ۷ جلا جلا برخو نه جوړ دی. د قره باغ ستونزه ، په ساحه کې د ترسره شوو څیړونو نه ترلاسه شوي تثبیتونه، د بشري حقونو له پلوه د نښتو ارزونه او داسې نور.

ددې ترڅنګ پدې راپور کې مو د ارمنستان د وسله والو ځواکونو لخوا ترسره شوي بریدونه د تاریخ سره سم  په منظم ډول ورته ځای ورکړی دی.

همداشان د ارمنستان د وسله والو ځواکونو په بریدونو کې د شهید شوو ملکي وګړو عکسونو او چیرته شهید شوي دي په جلا جلا توګه په راپور کې ځای ورکړی دی.

د هغه سیمو نه چې دا کسان پکې شهید شوي دي لیدنه وکړه.

هغه وویل چې د عامه تفتیش د ادارې په توګه ددې تاریخ د جوړولو سره مو وغوښتل چې دا ټول په تاریخ کې ثبت شي.

هغه زیاته کړه چې " د جنګي جنایتونو ترسره کوونکي، د ملکي وګړو قاتلین، د بڼسټونو تخریبدونکي، د شپې په یوه بجه د یو کلنو ماشومانو او سپین ږیرو او سپین سرو، د جګړې سره هیڅ ربط نه لرونکو قاتلین مو تثبیت کړي او په نړۍواله محکمو کې د محاکمه کولو په خاطر هڅه کوو. دا راپور به د روانې اونۍ نه په اعتبار سره د ترکیې اړوند اداراتو، په نړۍ کې د بشري حقونو ټولو اداراتو او سازمانونو، بې طرفه بنسټونو او د بشري حقونو مدافعینو  ته ولیږو. د اروپايي ټولنې پارلمانونو ټولو د بشري حقونو کمیسیونونو ته به يي ولیږو. همداشان البته چې اذربایجان ته به يي ولیږو. مونږ د بشریت او بشري حقونو په نامه د خپل مسئولیت د پر ځای کولو هڅه کوو. ددینه وروسته د نړۍوالو سازمانونو کار دی.

ددې جنایتونو ترسره کوونکې، د ملکي وګړو قاتلین، د جینیوا د تړون او اروپا د بشري حقونو د تړون او انساني حقونو د نړۍوالې اعلامیې نه تیري کوونکو محاکمه کولو لپاره  څارنوالیو او محاکمو ته سپارل البته چې د نورو مسئولیت او دنده هم ده. زمونږ مسئولیت او دنده ددې جنایتونو او بې عدالیتو ثبت او راجستر کول دي."

مالکوچ وویل چې ارمنستان فکر کوي چې ددې ټولو جنایتونو د ترسره کولو سره سره څوک ترینه حساب ونه پوښتي. خو یوه خبره هیروي چې اوس نړۍ هغه پخوانۍ نړۍ نده.اذربایجان هم هغه پخوانی اذربایجان ندی، ترکیه هغه پخوانۍ ترکیه نده. هغوې ګمان کوي چې ملاتړي به يي د هغوې نه دفاع وکړي خو دا راپور به د نړۍوالو محاکمو لپاره د ارمنستان د جنایتونو تر ټولو ښه دلیل وي.

مالکوچ وویل چې ارمنستان د روسېې په منځګړتوب د اذربایجان سره د اوربند او اشغال لاندې د سیمو نه د وتو په اړه د لاسلیک کړي تړون له مخې د سیمو نه د وتو نه مخې یادې شوو سیمو ډیری بڼسټونه او ودانۍ تخریب کړي دي. ددې تخریباتو اړوند ټول دلایل هم پدې راپور کې شتون لري.

په شوشا، اغدام ، ترتر او کلبیجر ښارونو د تاریخي سیمو او مکانونو پر وړاندې هم جنایتونه ترسره کړي دي. جوماتونه يي د خوږانو په غوجلو بدل کړي وو، د مسلمانانو هدیرې تخریب کړي دي. دا د کولی کار دی؟ د خوجه علي د نسل وژنې او ددې ټولو جنایتونو حساب باید وپوښتل شي تر څو په راتلوونکې کې څوک د ورته نسل وژنو او جنایتونو د ترسره کولو جرئت او جسارت ونکړي.

پدې راپور کې د ارمنستان لخوا د جګړې د سیمو نه په ډیرو لرو پرتو ملکي میشتو سیمو د بمباریو او بریدونو اړوند اسناد او شواهد پدې راپور کې شتون لري.

د ارمنستان وسله والو ځواکونو په ملکي میشتو سیمو په بریدونو کې د خوشه يي بمونو په څیر د منع شوو وسلو نه پرته د توپیر نه بریدونه کړي دي. ارمني ځواکونو ددې بریدونو سره هم جنګي او بشري جنایتونه ترسره کړي او هم نړۍوال حقوق د خپو لاندې کړي دي.

پدې راپور کې د توغندیو سره ویشتل شوو ملکي استوګنځایونو عسکونه، د ترسره شوو ورانکاریو عسکونه او فلمونه ،  په بریدونو کې د ۳۴۱۰ مستقلو کورونو ، ۱۲۰ آپارتمانونو او ۵۱۲ ملکي تاسیساتو اړوند راپورونه اسناد او شواهد راټول شوي دي.



اړوند خبرونه