اذربایجان ځواکونه ۲۷ کاله وورسته د کلبیجر ښار ته داخل شول
د اذربایجان پوځ د ۲۷ کلونو نه وروسته د ارمنستان د اشغال نه ژغورلي د کلبیجر ښار ته داخل شو.
د ویلو ده چې د سپټمبر په ۲۷ مه نيټه د ارمني ځواکونو لخوا د اذربایجان پر پوځي او ملکي سیمو د پیل شوې جګړې په ۴۴ مه ورځ د نوامبر په لسمه ارمنستان په جګړه کې خپلې ماتې په منلو سره د روسیې په منځګړتوب د اذربایجان سره د اوربند او ددې هیواد اشغال کړې خاورې قره باغ نه د تو په اړه تړون لاسلیک کړ.
د نوموړي تړون له مخې ارمنستان د قره باغ د ۷ سیمو نه د وتو ژمنه وکړه. ارمنستان ته د کلبیجر د ښار نه د نوامبر تر ۱۵ مې نیټې د وتو مهلت ورکړی وو خو د هوا د خرابوالي له امله يي د روسیې په منځګړتوب د لسو نورو ورځو مهلت غوښتنه وکړه.
پدې ډول د اذربایجان ځواکونه ددې مهلت د پوره کیدو سره سم تیره شپه د ۲۷ کلونو نه وروسته د کلبیجر ښار ته داخل شول.
د بله پلوه ارمنستان پوځونه او ارمني وګړو د کلبیجر نه د وتو نه مخکې د سیمې ډیری کورونه، ښوونځي ، دولتي ادارات ، ځنګلونه او بنسټونو ته اور اچولی دی.
د ارمنستان د ځواکونو او وګړو ددې ستر خیانت ویدیوګانې په ټولنیزو رسنیو او روسیې په رسنیو کې نشر شوي دي.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه