اذربایجان ځواکونه ۲۷ کاله وروسته د قره باغ د اغدام ښار ته ننوتل
د اذربایجان پوځ د ۲۷ کلونو نه وورسته د ارمنستان د اشغال لاندې د قره باغ د اغدام ښار ته داخل شول.
د اذربایجان د دفاع وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې د اذربایجان او ارمنستان ترمنځه د روسیې په منځګړتوب د لاسلیک شوي اوربند تړون له مخې د اذربایجان وسله وال ځواکونه د اغدام ښار ته داخل شول.
د ویلو ده چې د غدام ښار نږدې ۷۷ سلنه برخه د ۱۹۹۳ میلادي کال د نوامبر په میاشت کې د ارمنستان لخوا اشغال شوې وه.
د ارمنستان د اشغال له امله نږدې ۲۰۰ زره تنه اذربایجان وګړي د خپلو کلو او کورونو پریښودو ته اړ شول.
د ویلو ده چې ارمنستان د اشغال پر مهال د اغدام ښار لوټولی دی او په کنډوالۍ بدل کړی دی.
د اذربایجان پوځ د روان میلادي کال د سپټمبر په ۲۷ مه نیټه د ارمنستان تر اشغال لاندې د خپلې خاورې د ژغورولو په خاطر د پيل کړو پوځي عملیاتو نه ۴۴ ورځې وروسته د قره باغ لویه برخه د اشغال نه ازاده کړه. همداشان د نوامبر په ۱۰ مه نیټه د روسیې په منځګړتوب ارمنستان د اذربایجان د ټولو شرطونو په منلو سره اوربند او د اشغال پایته رسولو غاړه کیښوده. ددې تړون له مخې د ارمنستان ځواکونه به د لاچین او کلبیجر د ښارونو نه هم ووځي.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه