ارمنستان په اذربایجان کې پر ملکي سیمو او وګړو بریدونو ته دوام ورکوي
ارمنستان یو ځل بیا په اذربایجان کې پر ملکي وګړو بریدونه وکړل
1513247
د ارمنستان لخوا پر اذربایجان کې پر ملکي وګړو او ملکي سیمو د توغندیز او راکټي بریدونو له امله د مړو شمیره ۶۳ تنو او د ټپیانو شمیره ۲۹۲ تنو ته لوړه شوه.
د اذربایجان لوی څارنوالۍ ویلي دي چې د سپتمبر د ۲۷ او اکتوبر تر ۲۱ مو نیټو ترمنځه د ارمنستان لخوا د اذربایجان پر خاوره د ترسره شوو بریدونو له امله د ۶۳ تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۹۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
همداشان د اذربایجان په بریدونو کې ۱۹۸۱ کورونه ، ۹۰ اپارتمانونه او ۳۸۶ دولتي ودانۍ له منځه تللي دي.
اړوند خبرونه
اذربایجان د قره باغ په جګړه کې د پوځ د ځاني تلفاتو وروستۍ شمیره اعلان کړه.
اذربایجان د قره باغ په عملیاتو کې د خپل پوځ د ځاني زیانونو شمیره اعلان کړه