په قره باغ کې د ارمنستان د اشغال نه په ازاد شوي کلي کې د ۲۸ کلونو وروسته اذان وشو

د اذربایجان د ځواکونو لخوا د ارمنستان د اشغال نه د ژغورل شوو کلونو او ښارونو شمیره ۷۸ ته لوړه شوه

1512328
په قره باغ کې د ارمنستان د اشغال نه په ازاد شوي کلي کې د ۲۸ کلونو وروسته اذان وشو

د اذربایجان لخوا د ارمنستان د اشغال نه په ژغورل شوي د قره باغ په یو کلي کې د ۲۸ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره اذان وشو. د اذان غږ په کلي کې انګازې وکړې او اذري ځواکونو دا نه هیریدونکې او د خوښې شیبې تل پاتې کړې او خپلو تیلیفونونو کې ثبت کړې.

د اذربایجان د ځواکونو لخوا د ارمنستان د  اشغال نه په ازاد شوي د قره باغ په یو کلي کې د ۲۸ کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره د اذان غږ واوریدل شو.

د اذان پر مهال امنیتي ځواکونو د سترګو نه د خوښې نه اوښکې جارې شوې. د کلي نوم د امنیتي دلایلو له امله ذکر شوی ندی.

د ویلو ده چې د اذربایجان پوځ په قره باغ کې د روانو پوځي عملیاتو په لړ کې تر اوسه پورې ۷۸ کلي د ارمنستان د اشغال نه ازاد کړي دي.

 



اړوند خبرونه