تورکیه : د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د مارک روت څخه ملاتړ کوو

تورکیې د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د نوماندانو نه د هالنډ د لومړي وزیر مارک روت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

2133327
تورکیه :  د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د  مارک روت څخه ملاتړ کوو

تورکیې د ناټو سازمان د مشرۍ لپاره د نوماندانو نه د هالنډ د لومړي وزیر مارک روت څخه د ملاتړ اعلان وکړ.

 تورکیې د ناټو سازمان  نورو غړو ته اعلان کړی دی  چې د ناټو د نوي عمومي منشي لپاره د هالنډ د لومړي وزیر مارک روت د نوماندۍ ملاتړ کوي.

وروسته له هغه چې روت تیره اونۍ په استانبول کې د ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د ناټو د عمومي سکرتریت د ملاتړ غوښتنه وکړه، تورکیې د ناټو غړو ته اعلان وکړ چې  د روت  له نوماندۍ ملاتړکوي.

ولسمشر اردوغان د هالنډ له لومړي وزیر روت سره چې د اپرېل په ۲۶ مه تورکیې ته راغلی وو د استانبول د واحدالدین  په ماڼۍ کې لیدنه وکړه.

مارک روت ددې لیدنې نه وروسته خبري  غونډه کې وویل چې د ناټو جنوبي برخه د تورکیې او تورکیې مشرتابه ته اړتیا لري.

"تورکیه پرېکنده رول لوبوي. د دې ترڅنګ د غزې د وضعیت د هواري لپاره هڅې کوي. په ورته وخت کې په اوکراین کې د روانې  ناوړه جګړې د پایته رسولو او سولې په خاطر هلې ځلې کوي. مونږ د تورکیې پر مهم رول سترګې پټولی نشو. تورکیه په واقعیت چې یو ډیر مهم رول لوبوي"



اړوند خبرونه