د تورکیې کورني او ملي بریښنایی موټر توګ به د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د اروپا بازار ته داخل شي.

کاجر وویل چې په سړکونو کې د توګ شمیر ۳۰ زرو ته نږدې  شوی دی.

2139185
د تورکیې کورني او ملي بریښنایی موټر توګ به د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د اروپا بازار ته داخل شي.

د تورکیې کورني او ملي بریښنایی موټر توګ به د ۲۰۲۵ کال په پیل کې د اروپا بازار ته داخل شي.

دا خبره د تورکیې د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر محمد فاتح کاجر د تورکیې ملي راډیو تلویزیون سره په مرکه کې وکړه.

هغه د دې په ټینګار سره چې کورني موټر ټوګ یوازې د موټرو نوی برانډ نه دی ، بلکه یو برانډ دی چې د ټول صنعت بدلون رامینځته کوي ، کاجر وویل چې په سړکونو کې د توګ شمیر ۳۰ زرو ته نږدې  شوی دی.

 هغه وویل چې په ترکیه کې ټوګ  موټر د بریښنایی موټرو په  منځ  کې تر ټولو زیات خوښ شوی او پیرودل شوی موټر دی چې په خپلو همکتارانو کې مشري په لاس کې لري.

وزیر کاجر ټینګار وکړ چې تورکیه به په راتلونکې کې په نړۍ کې د بیټرۍ د تولید یو مهم مرکز باندې بدل شي.

"دا به خورا مهم وي چې په راتلونکي وخت کې د خودمختاره موټر چلولو او مصنوعي زیرکتیا په برخه کې به  ټوګ خپلې وړتیاو ته  لا زیاته وده ورکړي."

کاجر وویل چې توګ به د ۲۰۲۵ کال  په پیل کې په آلمان کې بازار ته عرضه شي.

"یو ځل بیا، په ورته نیټو، د ټوګ د 'فاسټ بیک' ماډل، چې په تیرو میاشتو کې د امریکا  په لاس ویګاس کې معرفي شوی و، د بازار موندنې هدف هم دی. ټوګ موټر به په راتلونکې موده کې نوي پرمختګونه وکړي.

وزیر کاجر د دې په ګوته کولو سره چې د ټوګ سافټویر پراختیا دوام لري ، وویل چې یو له وروستي نوښتونو څخه د مخ پیژندنه ده.

د صنعت او ټیکنالوژۍ وزیر ښه خبر ورکړ چې ولسمشر رجب طیب اردوغان به په راتلونکې دوره کې نړۍ ته د ټکنالوژۍ د هڅونې نوی پروګرام اعلان کړي.

"زموږ ولسمشر به نړۍ ته د لوړ تخنیکي پانګوونې یو نوی پروګرام اعلان کړي چې هدف یې د تورکیې ملي پروژې ګړندۍ کول او د نوي نسل ټیکنالوژۍ په ټولو برخو کې د نړۍ پانګوونې راجلب کول دي ، له چپ ټیکنالوژیو څخه د بیټرۍ ټیکنالوژیو پورې."



اړوند خبرونه