ولسمشر اردوغان : اسرائیل د لویدیځ پر ملاتړ د تاریخ تر ټولو وحشي قتل عامونه ترسره کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه به د فلسطین د خلکو نه خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوې ترڅنګ به دریدو ته دوام ورکړي.

2128908
ولسمشر اردوغان : اسرائیل د لویدیځ پر ملاتړ د تاریخ تر ټولو وحشي قتل عامونه ترسره کوي

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل چې تورکیه به د فلسطین د خلکو نه خپل قوي ملاتړ ته دوام ورکړي او د هغوې ترڅنګ به دریدو ته دوام ورکړي.

هغه وویل چې اسرائیل د غزې په ټرانګه کې غیر انساني نسل وژنې ته دوام ورکوي.اسرائیل  د لويديځ په ملاتړ سره داسې قتل عام ترسره کوي چې دا د شرم نه ډک عمل سره د اوسه په تاریخ کې ثبت شوی دی.

دوی  په ظلم او وحشت کې له هټلر څخه خپه اړولې ده . تاسې وګورۍ چې پدې موده کې دوې په فلسطین کې نږدې ۳۴ زره بې ګناه او مظلوم انسانان چې څه باندې ۱۵۰۰۰ يي ماشومان دي په قتل رسولي دي . پر ما او زموږ پر ګوند ځینې بې بنسټه تورونه ولګول شول. موږ ولیدل چې دا تورونه د ځینو حلقو لخوا ومنل شول.

"موږ د ځینو په څیر په فلسطین کې  د روان ظلم او وحشت  نه د اکټوبر په اوومه نه یو خبر شوي ، مونږ وار د مخه پدې هر څه ډیر ښه اګاه او خبردار وو "

هیڅوک نشي کولې چې د فلسطین په اړه زما او زما د ډلې حساسیت د پوښتنې لاندې راولي. زموږ ژوند د فلسطین په مبارزه کې تیر شوی دی. د نورو په څیر، موږ د اکتوبر په اوومه د فلسطین د موقعیت او په غزه کې د ظلمونو په اړه خبردار شوي نه یو.

"د جولای د ۱۵ مې خیانت په اصل کې د صهیونزم د خدمتګار فیتو لخوا  د فلسطین په اړه زمونږ د حساسیت ماتولو لپاره ترسره شو"

د فلسطین مشر به د دې اونۍ په پای کې یو ځل بیا زما میلمه وي. موږ به په ګډه د ډیرو شیانو په اړه خبرې کوو او د نظر تبادله به وکړو. د جولای د ۱۵ مې خیانت زموږ د فلسطین حساسیت ته د زیان رسولو لپاره د صهیونزم د غلام او غدار فیتو لخوا ترسره شو.

همداشان ولسمشر اردوغان په غزه کې د حماس د غورځنګ نه د یو ازادي غوښتونکي او خپلې خاورې او ملت د ازادۍ لپاره د مبارزه کوونکي یوې ازادیخوا غورځنګ په توګه یادودنه وکړه.

ولسمشر اردوغان وویل لکه څرنګه چې په تورکیه کې د خپلواکۍ د مبارزې په برمهال قوای ملیه شتون درلود، نن ورځ حماس غورځنګ هم د هغوې په څیر یوه ازادیخوا ډله ده.

حماس په حقیقت کې هغه څه دی چې قوای ملی په تورکیه کې د خپلواکۍ د جګړې پرمهال وو. البته، موږ پوهیږو چې ددې ویل به ځیني خلک ناراحته کړي خو حقیقت همدا دی. موږ به ستاسو د سوء قصد هڅو، کودتا هڅو، یا اقتصادي بریدونو ته سر ټیټ نه کړو. حتی که زه د طیب اردوغان په توګه یوازې  هم پاتې شم، زه به د فلسطین مبارزې  نه ملاتړ ته دوام ورکړم او تر کومه چې الله ژوند راکړي  د فلسطین د مظلومو خلکو غږ به تر ټولو غوږونو ته ورسوم. "ممکن مونږ خپل یو زیات شمیر اقدامات تشریح نشو کړی خو  هغه څوک چې زموږ د فلسطین حساسیت تر پوښتنې لاندې راولي ژر یا وروسته به رسوا شي او وګوري چې دوی کوم ظلم کړی دی."



اړوند خبرونه